کندوز ولي سقوط وکړ؟


په اکثره هېوادونو کې چې جنګ د څو کړیو یا څو ډلو لخوا پکي پرمخ وړل کیږي ولسونه يې په منځ کې د ځاني او مالي ستونزو سره مخ کیږي،اکثره ولسونه چې هېواد يې د جنګ ډګر وي،کم وخت وروسته په دي پوهیږي چې خپل هېواد څنګه له جنګ خلاص کړي،او کومه مثبته لار ده چې ځان د سیالۍ ډګر ته ورسوي؟
راځو د خپل هېواد ناخوالو ته چې په پنځه زره کلن تاریخ کې لا هم د جنګ ډګر یو او د پردیو لاسونه مو له غاړي نه دي کوز شوي
نړیوال استخبارات چې د مشخصو قوتونو په لاس کې دي دا لوبي د خپلو ملي ګټو لپاره پرمخ وړي او پروا نه کوي چې کوم هېوادونو او څوک پکي له منځه ځي،د بشردوستۍ په نامه د لستوڼي ماران له هري لاري چې يې زړه وغواړي خپلي مشخصي ګټي لاس ته راوړي
همدا لوبي زمونږ په هېواد کې هم د پردیو په لاس د هغوي د شخصي ګټو لپاره رواني دي،هېواد مو په کنډوالو بدل شوی،او لا يې هم زړونه نه یخیږي او پکي خپلي ګټي لټوي چې زمونږ د سرونو په بدل هم وي پروا يې نه کوي
په افغانستان کې جنګ د افغانانو نه دی،په افغانستان کې جنګ د( کې جي بي) او (سي اې ای) دی،د دوي لوبه دلته ګرمه ده زمونږ ځیني  خوشالیاني کوي،په دي نه پوهیږي چې زما د خپل وجود په لمن اور بل دی او دا اور به زر زما تر سیني راورسیږي
له بلي خوا د سیمي استخباراتي کړئ لکه د هند استخباراتي شبکه (را) او د پنجاب استخباراتي شبکه (اې ایس اې) هم د خپل منځي جنګي میدان د کابل خاوره ټاکلي او خپل زور دلته ازمايې
د ننیو لوبو لوبغاړي د همدي څو استخباراتي کړیو کرایه شوي مزدوران دي چې په هر هېواد کې يې لري او د هغوي د لوبي په میدان کې سره مقابلي ته باسي،چې اکثره يې بایلوونکي له منځه د همدي کړیو لخوا وړل کیږي
د کندز او دي ورته سیمو کې جنګونه هم د همدي کړیو لخوا پرمخ وړل کیږي،ولس ته معلومه ده ددي جنګ د میدان لوبغاړي له یوي خوا د شمال ټلواله او له بلي خوا طالب دی،چې په منځ کې يې ولس وژل کیږي،او پاتي کمزوری کیږي،او په همدي دوران کې ډیرۍ هغه لنډغر چې د خپل وجدان نه لري په یوه بي وجدانه نړۍ کې ژوند کوي خپل شوم اهداف چور او چپاول تر سره کوي چې دا په هېواد کې د ولس دښمن ته چې نړیوالي استخباراتي کړئ دي لار برابروي چې شته نیم کنډوه حکومت له منځه یوسي او بیا خپلي لوبي پیل کړي
د کندوز سقوط ستر لامل د شمال ټلوالي همدا لنډغر وو چې طالب سره يې په ګډه لاس یو کړ،ددي لپاره چې خپل چور پکي وکړي او کندز يې حکومت ته ورته جوړښت ته د بدنامۍ د یو تور داغ په څیر پریښود او د کندوز ولس څه چې د ولس شته خدمتګاران يې هم له منځه یوړل
د یو ولایت نیول کومه آسانه خبره نه ده،ځکه د هېواد په ډیرئ سیمو کې دا لس کاله د دښمن لخوا توطیې رواني دي خو په ډیره سختۍ یوه ولسوالي نیسي تر اوسه نه دي توانیدلي چې د همغه ولایت دوهمه ولسوالي ونیسي،مثال يې د کندوز چهار دره ولسوالي ده چې دا پنځه لس کاله پکي جنګ روان دی خو په ډیره مشکله يې ولسوالي نیولي ده دا ښکاره ثبوت دی چې دښمن ته دومره وسلي او مهمات پریښودل چې دښمن پري لا تر اوسه د جنګ ډګر ګرم ساتلی د یوي لويې استخباراتي کړئ پلان دی چې د همدي خرڅ شوو واکدارانو په لاس يې ترسره کوي د کندز بیا بیا نیول دا په ډاګه کوي چې همدي واکدارانو کړیو ډیر څه دښمن ته په لاس ورکړي،او هېره دي نه وي چې د همدي کړیو کړني به ډیر زر د دښمن لاس تر کابل راورسوي او بیا به کورنۍ جنګونه شروع شي،ځکه ګټه پکي د همدي کړیو ده چې هم به له بادار پیسي واخلي او هم به خپل ژوند وساتي،لکه مخکي چې مې وویل ددي لوبو بایلوونکي د قوت لروونکو استخباراتي شبکو لخوا له منځه ځي او ګټوونکي يې ستایل کیږي،که مونږ ولس همت وکړو او لمړۍ همدا واکداران له مخي لري کړو ډیر په اسانئ کولای شو د نړیوالو استخباراتي شبکو لاسوهني بندي او خپل قدم د یوي پرمختللي او سیالګري ډلي په څیر په نړۍ کې کیږدو.

د سوکاله پرمختللي خپلواک لوی افغانستان په لور...

صفت ځواک