ډانیل اېم. تسای؛ د تایوان  د مالي خدماتو د دیمې سترې کمپنۍ مشر

 
«ډانیل اېم. تسای» تایوانی سوداګر دی. نوموړی په دغه هېواد کې د « فوبان فاینېشل » په نوم د مالي خدماتو کمپنۍ لري. ویل کېږي چې دا کمپنۍ په تایوان کې د خپلې برخې دویمه ستره کمپنۍ ده.
د دې کمپنۍ بنسټ څه باندې پنځه لسیزې وړاندې اېښوودل شوی دی. کمپنۍ په لومړنیو وختونو کې د جایدادونو، املاکو او بیمې کاروبار کاوه. له پراختیا سره سم یې خپل فعالیتونه هم بېلابېلو برخو ته وغځول. فوبان چې اوس د کمپنیو یو ستر ګروپ دی پر جایدادونو او بیمې سربېره اوس د بانکدارۍ، پور پاڼو، د ژوند د بیمې او د پانګې د مدیریت په برخو کې فعالیت کوي.
د کمپنیو د دغه ګروپ تر چتر لاندې د فوبان اسېسټ منېجمېنټ، په هانګ کانګ کې د ټایپي فوبان بانک، فوبان بانک، فوبان اېنشورېنس، فوبان لایف او فوبان سیکیورټیز فرعي څانګې فعالیت لري.
ډانیل په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې له فوبان سره یو ځای شو. له یو ځای کېدو سره سم یې د کاروبار د پراختیا لپاره مټې بډ وهلې او هڅه یې وکړه چې فوبان پر یوه داسې یوه منظمه شبکه بدل کړي چې بېلابېل مالي خدمات وړاندې کوي. د همده د هڅو په پایله کې په تایوان کې د فوبان د فعالیت سیمه پراخه او پر دې سربېره یې فعالیتونه، چین او هانګ کانګ ته هم وغځېدل.
ده یوازې د مالي خدماتو پر برخې بسنه ونه کړه او له فرصتونو د سمې ګټې اخیستنې پر مټ یې فعالیتونه د مخابراتو او د کېبلي تلوېزیوني خپرونو ته هم وغځول.
په ۲۰۰۷ ام زېږدیز کال کې یې د « تایوان فېکسېډ نېټورک» په نوم یوه مخابراتي کمپنۍ وپېرله چې په تایوان کې د  مخابراتي خدماتو له مخکښو کمپنیو شمېرل کېږي.
ډانیل تر ښوونځي وروسته د لسانس تر کچې زده کړې د تایوان په ملي پوهنتون کې کړې او په ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې یې د جورج ټون له پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې ده.
ډانیل واده کړی او مېرمن یې « اېرن» نومېږي. هغې بیا په ارتباطاتو او ژورنالېزم کې ماسټري کړې ده. دوی دواړه څلور اولادونه لري.
۵۹ کلن ډانیل اېم تسای د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د پنځمې نېټې د شمېرو له مخې دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او د تایوان د میلیاردرانو ترمنځ اتم ځای لري.
د ډانیل ورور ریچارډ تسای او د تره دری زامن یې هم د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ځای لري.
 
 دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.