څېړنه: شور اوغالمغال دزړه ناروغي رامنځته کوي.

 
په امریکا کې ترسره شوې څېړنه وايي: هغه کسان، چې په پرلپسې توګه په داسې ځای کې کار او فعالیت کوي،چې هلته ډېر شور او غالمغال وي، کېدای شي د زړه پر ناروغۍ اخته شي.
څیړونکو دخپل تیزس لپاره دا دلیل وړاندې کوي که یو څوک دکار قانوني عمر ته رسیدلې وي او د اوریدو ستونزه لري دا د ډیر وخت لپاره دغالمغال او شور پایله ده.
پخوانۍ څیړنې وايي: دکار په ځای کې دشور او غالمغال  او د زړه ناروغۍ، لوړ فشار او نورو ناروغیو تر منځ تړاو شته.
دا څېړنه، چې د۲۰۰۴-۱۹۹۹ ز کلونو ترمنځ ترسره شوې ده او ۵۲۲۳ وګړو، چې عمرونه یې د ۶۹-۲۰ کلنۍ ترمنځ و،ونډه اخستې ده.
څیړنه وايي: هغه خلک،چې داوریدو ستونزه لري ، ددې احتمال شته،چې دوی دعادي او نورمال وګړو په پرتله ۲٪ د زړه له ناروغۍ سره مخ شي.
کوم وګړي،چې په داسې چاپیریال کې کار کوي،چې هلته شور زیات وي ددې احتمال شته ۴٪ د زړه له ناروغۍ سره مخ شي، د زړه ناروغیو متخصص ډاکتران وايي: که دکار په ځای کې شور ډیر وي باید سړی خپل غوږونه  پټ کړي،چې دشور او غالمغال کچه یو څه کنترول شي.