د ټاکنو ورځ او امنيتي پېښې


د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
دا، چې په ټول هېواد کې ټول ټاکنې پيل شوې په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانولخوا بريدونه ترسره شول لوى لارې تړلې شوي که څه هم د بهرنيو چارو وزارت پر ټولو کورنيو او بهرنيورسنيو غږ وکړ، چې د ټاکنو په ورځ د تاو تريخوالي او بريدونو خبرونه نه خپروي، چې دغه غږ کورنيو او بهرنيو رسنيو ردکړ او په خبري اژانسونو کې د بريدونو او نورو پېښو خبرونه خپاره شول دا ددې معنا ورکوي، چې رسنۍ هم د حکومت پر خبره باور نه کوي حکومت په خپله خپره شوې اعلاميه کې وويل، چې د سهار د شپږو تر د ماسختن تر اته و د تاوتريخوالي خبرونه نه خپريږي، چې ولس په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي که څه هم دغه اعلاميه د انتخاباتو د خپلواک کميسون لخوا د بهرنيو چارو وزارت ته لېږل شوى او هغوى خپره کړه خو کورنيو او بهرنيو رسنيو دغې اعلاميې ته پاملرنه ونه کړه او د تاوتريخوالي خبرونه خپاره شول د بېلگې په توگه د ننگرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو کې څلور پوليس ووژل شول، د مرکزي بغلان امنيه قوماندان ووژل شو او داسې نور که حکومت په ريښتني توگه ولس ته باور ورکړى وى نو نن به ټول ولس د حکومت خبره منلې او ان، چې رسنيو به هم نن د حکومت اعلاميه پلي کړى وى دا، چې د ټاکنو وروسته کوم ډول حکومت راځي او نوى ولسمشر به ښه ډول کابينه ټاکي هغه به ولس ته ريښتنى خدمت وکړي او که نه دا له وخت نه لرې خبره ده خو دا خبره څرگنده شوه، چې طالبانو خپل هوډ ترسره کړ او حکومت او په ځانگړي توگه د کورنيو چارو وزارت د امنيت په ټينگښت کې بريالى نه شو او د ټاکنو په ورځ ولس که څه هم ويره ورسره وه په لوى ښارونو کې په ټاکنو کې برخه واخسته خو په لرو پرتو سيمو کې انتخابي حوزې خالي پاتې وې د ميدان وردگ ولايت په يو شمېر ولسواليو کې خلک ټاکنو ته نه ځي د ميدان والي د خپلو پلويانو سره په ټاکنو کې برخه اخستې او ولسواليو سره يې اړيکې پرې شوي له دې څرگنديږي، چې يوازې حکومتي چارواکي او د ښار اوسيدونکي په ټاکنو کې برخه لري او نور زياتره ولس د ټاکنو بې برخې پاتې دى، چې دا په خپله په عمومي ټاکنو ځانگړى اغيز لري او ددې څرگنديږي، چې هيڅ کانديد به د يو پنځوس فيصده رايه ترلاسه نه کړى شي.
qadirandewal@yahoo.com