
ښايي له ډېرو داسې ملګرو مو د خپلې دندې په اړه شکایت اورېدلی وي، چې تاسې فکر کوی، دنده یې مناسبه ده. په کاري چاپیریال کې خوښي، د بریالیتوب لپاره خورا مهمه ده. هغه کسان چې په کاري چاپیریال کې د خوښ اوسېدلو مهارت نه لري، د پرمختګ فرصت یې محدود دی.
ارواپوهان وايي سره له دې چې په ژوند کې خوښ یا ناخوښ اوسېدل تر یو بریده په جنونو پورې اړه لري، خو ټینګار کوي چې ډېره برخه یې د کنټرول وړ ده.
لاندې ۷ د هغو کسانو عادتونه دي چې تل په کاري چاپیریال کې خوښ وي
۱. ټول عمر د پرمختګ په هڅه کې دي
ډېری هغه کسان چې په کاري چاپیریال کې خوښ دي، ټول هغه څه ترسره کوي چې له لاسه یې کېږي. دوی ته ان دا لا مهمه نه ده چې کارونه یې ستایل کېږي او که نه؛ خو تر خپله وسه کار کوي. دوی په دغه کار سره ښه احساس کوي. د ښو کارونو ترسره کول د دغو کسانو د شصیت د لوړوالي او پر غوره کارونو د عادت کېدو لامل کېږي چې په راتلونکي ژوند کې یې ډېر په درد خوري.
۲. څرګندې موخې لري او د هغوی د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي
هغه کسان چې څرګندې موخې لري او د هغوی د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، د دې وړتیا لري چې په کاري چاپیریال کې له خپلو ورځنیو ستونزو وړاندې وګوري. دوی پوهېږي چې دا ستونزې لنډمهالې دي. دغه ډول افراد په داسې حالت کې چې ورځني کارونه یې له ستونزو سره مخ کېږي، پر منفي شرایطو د تمرکز پر ځای هڅه کوي چې ټول پام د خپلو موخو پر لور واړوي.
۳. ځان په داسې مسائلو کې نه ښکېلوي چې د کنټرول وړ نه وي
په کاري چاپیریال کې خوشاله کسان اجازه نه ورکوي چې د منفي شایعاتو تر اغېز لاندې راشي. د دې پر ځای هڅه کوي خپل ټول وس د هغه کار پر ترسره کولو ولګوي چې ورته سپارل شوی دی. دوی تل په هغو مسائلو او ستونزو کې له ښکېلتیا ځان ساتي چې په دوی پورې اړه نه لري او خپله ټوله انرژي پر هغه کار لګوي چې ورسپارل شوی او تر کنټرول لاندې یې دی.
۴. له نورو سره پر مرسته مین دي
هغه افراد چې په کاري چاپیریال کې خوښ دي، تل هڅه کوي چې له نورو سره مرسته وکړي. د وسکانسین د پوهنتون څېړونکو موندلې، هغه کسان چې په کاري چاپیریال کې له نورو سره مرسته کوي، تر نورو خوښ دي. دا سمه ده چې له نورو سره مرسته ښايي ستاسې په ترفیع کې د ځنډ لامل شي، اما د رضایت هغه احساس چې له دغه کار وروسته یې ترلاسه کوی، ښايي ارزښت یې تر ترفیع زیات وي.
۵. تر خپله وسه له منفي خلکو سره له ناستې پاستې ډډه کوي
دغه ډول وګړي کله چې له یوه منفي ګرا او ناشکره کس سره مخ کېږي، هڅه کوي چې شرایطو ته له یوې بلې زاویې د کتلو لاره پیدا کړي. د دغه ډول وګړو مثبته انرژي ډېر کله د دې لامل کېږي چې منفي او ناشکره خلک له دوی سره له ناستې پاستې ډډه وکړي، ځکه پوهېږي چې د هغوی غوږونه د دوی د منفي خبرو د اورېدو لپاره نه دي. په کاري چاپیریال کې خوښ کسان پوهېږي چې منفي انسان خپله انرژي پر منفي خبرو لګوي، له همدې کبله له دوی سره د ناستې وخت محدودوي.
۶. شکرانه یې د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده
خوښ وګړي تل د بریالیتوب د ترلاسه کولو په لټه کې دي او تل له شرایطو څخه د رضایت لپاره دلایل لټوي. دغه ډول انسانان په څرګنده د شکرانې څرګندونه کوي او کله چې نور مرسته ورسره وکړي، سم دستي له هغوی څخه مننه کوي. همدا د شکرګزارۍ ځانګړنه نور همکاران د دوی لور ته راکاږي او له دوی سره خبرو ته زړه ښه کوي. ان په داسې حالت کې چې کارونه سم پر مخ نه ځي، دغه کسان هڅه کوي خپل تمرکز پر بریالیتوبونو او د ژوند پر ښو پېښو راټول کړي.
۷. خپل احساسات مدیریت کوي او شوخ طبعه دي
خوشاله وګړي په ناخودګاه ډول هڅه کوي له هر ډول شرایطو ګټه پورته کړي، که د کار په چاپیریال کې وي، که په کور او یا هم د لوبو په میدان کې. دوی پوهېدلي چې د موسکا او د خوښۍ په اړه د فکر کولو له لارې خپل احساسات بدلولی شي. دغه ډول وګړي دا وړتیا هم لري چې د ښو شېبو په اړه د فکر کولو له لارې خپل حواس له ستونزو او مشکلاتو څخه منحرف کړي.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.