
«کارلوټې سودېرستروم» د سویډن د تر ټولو شتمنې کورنۍ غړې ده.
پلار یې سټېفن پرسن د خپل هېواد تر ټولو شتمن کس دی.
دوی له هغه کاره میلیاردران شوي چې د سټېفن پلار پیل کړی و.
اېرلېنګ پرسن په کال ۱۹۴۷کال کې سوداګري پیل کړې ده.
له هغه سره د سوداګرۍ فکر امریکا ته د سفر پر مهال پيدا شو.
کله چې خپل هېواد ته راستون شو د « Hennes» په نوم یې د جامو یوه هټۍ پرانیستله. هېنیس په سویډني ژبه کې د هغې « یعنې ښځې لپاره» معنا لري.
په لومړنیو وختونو کې یې په دې هټۍ کې یوازې د ښځو جامې پلورلې؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول.
اېرلېنګ په ۱۹۶۸زېږدیز کال د «Mauritz» په نوم یو حلقوي پلورنځی وپېره او په دې توګه یې د « H&M»کمپنۍ رامنځته کړه.
دغه کمپنۍ د سینګار توکي او جامې تولیدوي چې په نړیواله کچه مشهوره ده.
اېرلېنګ په ۱۹۸۲زېږدیز کال کې مړ شو او د کمپنۍ چارې د هغه مشر زوی سټیفن ته پاتې شوې.
د سټېفن د مدیرت او هڅو په پایله کې کمپنۍ ډېر پرمختګ وکړ او اوسمهال د سینګار توکو د تولید په برخه کې یوه له هغو کمپنیو شمېرل کېږي چې په چټکۍ پرمختګ کوي.
سټېفن تر ۲۰۰۹زېږدیز کال پورې د کمپنۍ مشر و، خو اوس یې اجرایوي مشري د زوی کارل- جان پرسن پر غاړه ده.
اېچ اېنډ اېم کمپنۍ د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې ۱۳۲۰۰۰ کارکوونکي لري. په دغو هېوادونو کې د یادې کمپنۍ د هټیو شمېر ۳۵۰۰ ته رسېږي.
د جامو او سینګار توکو دا کمپنۍ په نړیواله کچه د خپلې برخې دویمه ستره کمپنۍ ګڼل کېږي. تر دې وړاندې یوازې زارا په نوم د هسپانوي کمپنۍ نوم راځي.
کمپنۍ خپل فعالیتونه پر نورو هېوادونو سربېره په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د نړۍ تر ټولو د ستر نفوذ لرونکي هېواد چین چینګډو ته هم وغځول.
کارلوټې د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د سپانسرشیف د برخې مسئوله ده.
پر دې سربېره نوموړې د حیواناتو د ساتنې یو فارم هم لري.
فوربس مجله وايي چې د کارلوټې سودېرستروم پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکتوبر د میاشتې تر ۲۷ مې نېټې پورې دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره وه چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په سویډن کې ۱۵ ام ځای لري.
کارلوټې واده کړی، دری اولادونه لري او د سویډن په پلازمېنه ستاکولم کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.