د ټول ټاکنو تاريخي ورځ


د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د کرزي د واک څو مياشتې دپاسه پنځه کاله پوره شول ټول ټاکنې پيل شوى ولس به په دې ټاکنو کې د ولايتي شوراگانو او ولسمشرۍ لپاره خپل استازي اوس د ولس خوښه ده، چې خپل راتلونکى مشر څوک ټاکي د کرزي پنځه کلنه دوره کې افغان ولس او په ځانگړي توگه د پښتنو  په سيمو کې بهرنيو ځواکونو د بريدونو لړۍ روانې ساتلې اوپه سلگونو افغانان يې په بې گناه توگه شهيدان کړل خو اوس کرزي يو ځل بيا د يوداسې ائتلاف مشري کوي، چې جنرال فهيم او جنرال دوستم او نور پښتون ضد عناصر يې ملاتړ کوي ويل کيږي، چې د شمال ټلوالو سره يې ژمنې کړي يوه ژمنه يې دا هم ده ، چې په نوي افغانيو به د احمد شاه مسعود عکس يا يې د قبر عکس چاپ شي، چې دا په خپله د پښتنو خلاف ستر سازش گڼل کيږي د شمال د ټلوالو سره يې د دندو ورکولو ژمنې کړي محقق ته څو ولسوالۍ ولايتونه کوي، چې دا پخپله د پښتنو پر اکثريت ستر گوزار دى ولس بايد د ولسمشرۍ لپاره دغسې کانديد ته رايه ورکړي، چې د پښتنو او په ځانگړي توگه د ټولو افغانانو په درد وخوري د ولايتي شورا دپاره داسې کسان ولس جرگې ته ودريږي، چې مسلمان، افغان او د ولس په غم او درد کې ځان شريک وبولي په تېرو دوه درې ورځو کې د دولت مخالفينو د ټاکنو د گډوډولو لپاره بريدونه وکړل انتخاباتي حوزې يې ويجاړې کړې چارواکي يې ووژل خو د کورنيو چارو وزارت د ټول ډاډ سره سره د امنيت په ټينگښت يې ناکام شول اوس ولس ته په کار دي، چې داسې چاته رايه ورکړي، چې لږ تر لږه د هېواد د پرمختگ او د ولس د خوښۍ لپاره کاروکړي د مخالفينو سره د روغې جوړې لارې چارې برابرې کړي او هېواد له دې جگړې او بدبختۍ وژغوري
qadirandewal@yahoo.com