هغه خبرې چې د کاري مرکې پر مهال باید ونشي

 
یو وخت نه یو وخت به له داسې حالت سره مخ شی چې تاسې د کاري مرکې په جریان کې له ځان سره ووایی:« که دوی دا دنده راته وړاندیز هم کړي، زه یې هېڅکله نه شم ترسره کولی، نو ولې بیا دلته ناست یم.» انتخاب ستاسې په لاس کې دی چې کېنی او دغه حالت زغمی او که په احترام بښنه غواړی او مرکه پرېږدئ.
څو له درناوي ډکې لارې شته چې په مرسته یې تاسې له پای ته رسېدو وړاندې کاري مرکه پرېښوودی شی.
د دغه کار لپاره صبر وکړی چې مرکه کوونکی له تاسې څخه پوښتنه وکړي؛ خو که هغه زموږ او ستاسې د خلکو خبره د ماتې ژرندې غوندې لګیا و، په هوښيارۍ یې په خبرو کې مداخله وکړئ او ورته وایی:« بښنه غواړم تاسې په ډېره مرستندویه بڼه دا دنده ماته تشریح کړه او زه واقعا دغه کار ستایم. زه وینم چې د دې دندې لپاره مناسب نه یم، له همدې کبله نه غواړم چې ستاسې نور وخت ونیسم، نو که اجازه وي زه به ولاړ شم. یو ځل بیا مننه.»
له څوکۍ د پورته کېدو پر مهال مو په څېره کې موسکا وساتئ او د خدای پامانۍ لپاره مرکه کوونکي ته لاس وړاندې کړئ.
که مرکه کوونکي ناسم چلند وکړ ستاسې کار نور هم اسانه کېږي او په اسانۍ یې لارې ته برابرولی شئ.
لاندې هغه خبرې دي چې هېڅکله یې باید د کاري مرکې پر مهال ونه کړئ
۱. زه ډاډه یم چې د دغه پوست لپاره تر ټولو مناسب کس یم
تاسې په دې کمپنۍ کې کار نه دی کړی. تاسې د ځان په اړه معلومات لری، خو د کمپنۍ  او کارکوونکو په اړه یې کافي معلومات درسره نه شته او د دندې په اعلان کې هم ډېر مهم او محسوس معلومات نه ورکول کېږي. پرېږدی چې کمپنۍ خپله پرېکړه وکړي چې څوک د دې دندې لپاره مناسب دی. داسې مه وايئ:« زه واقعا د دې دندې لپاره مناسب شخص یم.» ځکه دغه ډول خبره ډېره ساده او غیر مسلکي ښکاري.
۲. زه یوازې یوه فرصت ته اړتیا لرم
هر څوک فرصت ته اړتیا لري؛ خو د کاري مرکې پر مهال داسې مه وایئ چې « زه یوازې یوه فرصت ته اړتیا لرم». هېڅوک به هم تا استخدام نه کړي او یوازې د زړه سوي احساس به وکړي. دوی به یوازې هغه وخت تا استخدام کړي چې احساس کړي ته پر هغه څه چې دوی یې غواړي معامله ورباندې وکړې پوه شوی یې او ته له دوی سره هدف ته په رسېدو کې مرسته کولی شې.
ستا کاري مرکه د کوم خیریه بنسټ موضوع نه ده! ته د زړه سوي او خیرات غوښتنه نه کوې. هڅه وکړه هغه دنده پیدا کړې چې ته یې ترسره کولی شې او د کارکوونکي په توګه د څانګې له مدیر سره مرسته کولی شې. هر وخت چې د فرصت د غوښتلو وسوسه درسره پیدا کېده خپله ژبه وچیچه.
۳. زړه مې غواړي چې ته مې مدیر واوسې
مرکه کوونکي ډېر کله له متن پرته خبرې کوي. دوی د دندې اړوندې ډېرې فسلفي خبرې کوي چې په دې توګه دندې پلټونکی تر خپل اغېز لاندې راولي. که مو د مرکې پر مهال مرکه کوونکی ډېر خوښ شو او زړه مو غوښتل چې کار ورسره وکړئ، دا خبره مو په زړه کې وساتئ او د مرکې پر مهال یې مه کوئ، ځکه دغه ډول کسانو ته تر تاسې وړاندې هم ګڼو کسان ویلي چې غواړي له ده سره کار وکړي.
د دې خبرې په کولو سره نه یوازې ستاسې باور زیاتېږي نه، بلکې کمېږي. د دې پر ځای چې مرکه کوونکي ته وښيی چې له دوی سره کار ستاسې څومره زړه غواړي، هڅه وکړئ چې د خپل مدیر د سوداګریز درد په اړه خبرې وکړئ.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.