
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
له نن څخه نوي کاله وړاندې د غازي امان الله خان په مشرۍ د اگست د مياشتې په نونسمه، چې د زمري د نهه ويشتمې سره برابره ده د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وشو او په افغانستان کې د افغانانو په خوښه خپلواک حکومت جوړ شو، چې وروسته د ځنو خودغرضو عناصرو لخوا دغازي امان الله خان خلاف يې پلمې او دسيسې جوړې کړې غازي امان الله خان يې دې ته چمتو کړ، چې هېواد پريږدي نوموړى جلاوطن شو غازي امان الله خان غوښتل، چې هېواد ته د وخت نوې عصري ټيکنالوژۍ راولېږدوي ځوانان يې بهر ته ولېږدول، چې د ښځو په لېږدولو يې په هېواد کې غبرگون راپورته شو د غازي امان الله خان څخه وروسته، چې څومره حکومتونه راغلل د هېواد لپاره يې چندان گټور کار نه دى کړى که څه هم نادر خان او د هغه ځوى پخواني ولسمشر ظاهر شاه څه دپاسه څلوېښت شاهي حکومت وکړ، خو ملت ته يې ډېر خدمت هم کړى، خو د ځنې سياست پوهانو لخوا د پخواني ولسمشر ظاهر شاه پر حکومت نيوکې شته که څه هم انگريزان له افغانستان څخه د غازي امان الله خان د واک پرمهال ووتل، خو تگ لاره او پلانونه يې د وخت د حکومتونو لخوا عملي کيدل، خو د ثور د اوومې د کودتا څخه وروسته په افغانستان کې د روسانو نيغ په نيغه لاس وهنه څرگنده شوه، که څه هم سردار داود يې وخت په وخت مخالفت کاوه. د روسانو له ماتې وروسته د مجاهدينو د حکومت ترمنځ د تربگنيو څخه وروسته طالبان واک ته ورسېدل، چې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو دطالبانو حکومت ړنگ کړ او د کرزي په مشرۍ يې لنډمهاله او اوږد مهاله حکومت ترننه په واک کې دى، چې د بلې دورې لپاره يې ټاکنې د زمري د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره کيږي، چې د يوې ورځې په توپير سره، چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ د زمري اته ويشتمه او د ټاکنو ورځ د زمري نهه ويشتمه ده خو امنيتي ستونزې دومره زياتې شوي، چې له ولس څخه يې د خپلواکۍ ورځ هيره کړې او ځنې خلکو خپل ټول پام د ټاکنو ورځ اړولى خو د کورنيو چارو وزارت د امنيت د ټينگښت د هوډ او چمتو والي سره سره لا په دې نه دى توانيدلى، چې په دغه دوه ورځو کې په ټول هېواد کې بشپړ امنيت ونيسي.
qadirandewal@yahoo.com