
یو شمېر میلیاردران سره له دې چې فوربس مجلې یې د پانګې اندازه او د کاروبار په اړه یوه اندازه معلومات خپاره کړي، خو په انټرنېټ کې یې د ژوند په اړه ډېر څه نه شي موندل کېدای. اسرایلی « شاول شاني» یو له دغه ډول میلیاردرانو څخه دی.
د نوموړي د ماشومتوب او د کار د پیل په اړه ډېر معلومات نه شته او له همدې کبله ځینې رسنۍ نوموړی د مخفي میلیاردر په نوم یادوي.
شاول شاني په ۱۹۵۵ زېږدیز کال زېږېدلی دی. په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې نوموړي پانګونه او سوداګري په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې پیل کړې ده. وروسته یې په ۱۹۸۲ کال کې د «اوشاپ ټکنالوژي» په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړه چې دری کاله وروسته یې یعنې په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د ونډو ستر بازار « NASDAQ» ته یې لاره وموندله.
پنځه کاله وروسته یې دا کمپنۍ د سن ګارډ په نوم پر یوه کمپنۍ په ۲۱۰ میلیونه ډالره وپلورله.
نوموړي د اوشاپ ترڅنګ د « Sapiens International Corporation او Tecnomatix» په نوم کمپنیو کې هم ونډې درلودې چې وروسته یې وپلورلې.
له دې معاملو ترلاسه کړې پیسې یې په برازیل کې د مخابراتي خدماتو په برخه کې بندې کړې. په ۱۹۹۹ کال کې یې په برازیل کې د ګلوبل وېلېج ټېلیکام په نوم کمپنۍ جوړه کړه. همدا کمپنۍ د نوموړي د پانګې اصلي سرچینه ګڼل کېږي.
شاني دا کمپنۍ په ۲۰۰۷ زېږدز کال کې پر یوه فرانسوۍ کمپنۍ په ۴،۵ میلیارده ډالره وپلورله چې ده ته په کې ۱،۵ میلیارده ډالره ورسېدل. دی اوس د سوارډ ګروپ په نوم یوه کمپنۍ لري. د همدې کمپنۍ له له لارې یې په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د اې سي ای تېلېکام په نوم د یوې اسرایلۍ مخابراتي کمپنۍ ۱۰ سلنه ونډې واخیستلې.
په دغه مخابراتي کمپنۍ کې له نوموړي سره د اشمور په نوم د پانګونې یو بنسټ هم شریک و. د کمپنۍ د راتلونکي پر سر د اختلاف له کبله یې په ۲۰۱۴ کال کې د اشمور اېنوېسټمېنټ ۹۰ سلنه ونډه هم وپېرله. اې سي ای کمپنۍ یې تېر کال خپل فعالیتونه شمالي امریکا ته غځولي او د چېک پاینټ سافټوییر په نوم د اسرایلو د سایبر سکیورټي یا سایبري خوندیتوب له یوې کمپنۍ سره یې شراکت پیل کړی دی.
پر دې سربېره نوموړی د« Magnum Technologies» له کمپنۍ سره هم شراکت لري.
د نوموړي د زده کړو او کورني ژوند په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. فوربس مجلې یې نوم د هغو میلیاردرانو په نوملړ کې راوستی چې پیسې یې خپله پیدا کړې دي. مجلې د نوموړي پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر پر درېیمه نېټه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ او په اسرایلو کې ۹ ځای لري. په فورس کې د نوموړي انځور هم نه دی خپور شوی او هغه انځور چې موږ خپور کړی د « جوش بېزنېس نیوز» په وېبپاڼه کې د ده په نوم خپور شوی دی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.