
افغانستان یو ژوندی وجود دی. کله چې د یوه ژوندي وجود یو غړی د مکروبونو تر حملې لاندې راشي، ټول وجود یې په وړاندې غبرګون ښیي او له خپل ځان نه په کلکه دفاع کوي. که د بدن دفاعي سیستم غښتلی وي نو مکروب ته ماتې ورکوي او وجود سالم پاته کیږي. خو که د وجود دفاعي سیستم کمزوری وي، مکروب بریالی کیږي او وجود له مینځه وړي.
نن چې طالبي مکروب زمونږ د بدن یو مهم غړی- کندز تر حملې لاندې راوستی، پکار ده چې مونږ ټول د یوه واحد وجود په څېر عمل وکړو او د خپلو وطن پالونکوسربازانو شاته ودریږو او له کندز نه په کلکه دفاع وکړو. خو برعکس ځینې وطندښمنه رسنې او افراد د دې پرځای چې د قضیې په بنسټیزو علتونو پسې وګرځي، لګیا دي د خپلو شومو هدفونو لپاره دولت تر سختو بریدونواو ضربو لاندې نیسي.
زه نه وایم چې په دولت کې نیمګړتیاوې نشته؛ تر ټولو لویه نیمګړتیا پکې د پنځم ستون شتون او په هغه پورې تړلي زورواکان او بې قانونه وسله وال قوتونه دي چې نه د قانون پروا لري او نه هم د دولت. خو له بده مرغه په هغو باندې سترګې پټیږي او ټوله ګناه په والي باندې ور تپل کیږي. ځکه چې نوموړی د ؤلسمشر لخوا ګومارل شوی دی.
دولت ته پکار ده چې یوازې د والي په لېرې کولو قناعت ونکړي، بلکې د کندز د تسلیمیدو ټول علتونه پیدا او وڅيړي او همدارنګه د میرعالم په څېر وحشي صفته ټوپکیان او ور سره په زرګونو غیر قانوني وسله وال چې غلاوې، اختتافونه، قتلونه او د خلکو په ناموسونو تجاوزونه کوي، بې وسلې او د قانون منګولو ته وسپاري. او تر څو چې د مخدره موادو او د آلکولو د مافیا او قاچاقبرانو ریښې ونه ایستل شي، خلک به هیڅکله هم د آرامي مخ ونه ویني.