څیړنه: هغه وګړي، چې اوږد قد لري، کېدای شي ژر پر سرطان اخته شي.

 
هغه وګړي په ځانګړې توګه  ښځې، چې اوږد قد او ونه لري  دوی دسرطان له ګواښ سره مخ دي، دې نوې څیړنې د یو شمېر کارپوهان اړ کړي دي، چې دڅیړنې په اړه خپله نیوکې او پوښتنې رامنځته کړي.
دا څېړنه، چې په سویډن کې ترسره شوې ده او د ۱۹۹۱-۱۹۳۸ ز کلونو ترمنځ په کې نږدې پنځه ملیونه وګړو ونډه اخستې وه، که چیرې  ۱۰ سانتي میرته قد اوږد وي  نو سړي ۱۰٪ او ښځې ۱۸٪  دسرطان له ګواښ سره مخ دي. په بله مانا که چیرې یوه ښځه ۱.۷۲ متره اوږدوالې  ولري نو ۱۸٪ ددې شونتیا شته، چې پر سرطان اخته شي، خو که یوه ښځه  ۱.۶۲ متره اوږدوالي ولري دا بیا دسرطان له ګواښه یو څه خوندي ده.
دیادې څېړنې  پایله  وايي : د اوږد قد / ونې او سرطان ترمنځ تړاو ثابت شوې دی، خو دڅیړنې ساحه یو څه کمه ده باید نور کار هم پرې وشي.
دا سویډنۍ څیړنه وايي : هغه ښځې، چې اوږد قد لري د وی دنورو هغو په پرتله ،چې قد یې اوږد نه لري ۲۰٪ دسینې دسرطان له ګواښ سره مخ دي.
په ورته وخت کې هغه سړي او ښځې، چې اوږد قد لري دوی بیا ۳۰٪ د پوستکي دسرطان له ګواښ سره مخ دي.
یو شمېر کارپوهانو دڅیړنې  دپایلو په اړه شکمن دي،دوی د سرطان دلاملونو په اړه بیا وايي : سګرټ ،وراثت، چاغښت ، کم حرکت ) ټول هغه لامل دي،چې دسرطان  لامل کیږي.