د برېتانیا د سپورټي جامو  تر ټولو د سترې کمپنۍ مالک

 
« سټېفن روبین» په برېتانیا کې د لوبو د جامو د تولیدوونکې تر ټولو سترې کمپنۍ مالک دی.
نوموړي د «ډورسېټ» په سیمه کې د «کنفورډ» په نوم ښوونځي کې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې کړې دي. وروسته د لندن یونورسیټي کالج ته تللی او په ۱۹۵۸ زېږدیز کال کې یې له دغه ځایه د قانون په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کړی دی.
له فراغت سره سم یې د مدافع وکیل په توګه کار پیل کړ. لا د ۲۱ کلونو و چې د برېتانیا د پارلمان ولسي جرګه ته د ازاد کاندید په توګه ودرېد خو بریالی نه شو. له دې ناکامۍ وروسته د « لېورپول» په نوم د خپل پلار د بوټو له کمپنۍ سره یو ځای شو.
پلار او مور یې د دغه شرکت کار د بوټو له یوه پلورنځي پیل کړی و او تر دې وخت یې د بوټ تر یوه تولیدوونکي شرکت پورې رسولی و.
سټېفن د لېور پول منېجېنګ ډایرېکټر شو او ۱۰ کاله یې پر همدې پست کار وکړ تر دې چې پلار یې په ۱۹۶۹ زېږدیز کال کې مړ شو او د کمپنۍ مشري ده ته پاتې شوه.
په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې یې د کمپنۍ نوم « پېنټلنډ» ته بدل کړ او له هغې یې په برېتانیا کې د سپورتي جامو تر ټولو ستره کمپنۍ جوړه کړه.
د سټېفن د کاروبار بریا له هغه وخته شروع شوه چې په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې یې د « ریباک» په نوم د کمپنۍ د امریکايي څانګې ۵۵ سلنه ونډې وپېرلې. وروسته یې په ۱۹۸۴ کال کې د ریباک انټرنېشنل ۵۵ سلنه ونډې هم وپېرلې چې په ۱۹۹۱ کال کې یې پر ۷۷۰ میلیونه ډالره وپلورلې. د ریباک د امریکايي څانګې د ونډو ارزښت په خورا چټکۍ زیات شو او تر ۱۹۸۳ زېږدیزکال پورې د پېنټلنډ ۷۰ سلنه عواید له همدې ونډو څخه وو.
د همدې کمپنۍ د ونډو له پېرلو سره د پېټلنډ ونډې په یوه کال کې له دریو فونډو څخه ۱۰ فونډو ته لوړې شوې.
پېټلنډ په ۱۹۶۴ زېږدیز کال کې عامه شوه، خو سټفېن په ۱۹۹۹ کال کې د نورې پانګونې په موخه بېرته شخصي کړه.
د پېټلنډ د کمپنیو ګروپ اوسمهال ۱۵ برنډه سپورټي جامې تولیدوي او د اروپا په بېلابېلو برخو کې ۸۰۰ څانګې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر د ۲۸ مې نېټې د شمېرو له مخې  سټېفن روبین دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په برېتانیا کې ۱۸ ام ځای لري.
واده یې کړی، څلور اولادونه لري او د کمپنۍ مشر یې اوسمهال یو زوی دی. دی د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.