
عاشق الله اخلاص يار/ پکتيا
افغانان څو څو ځله د سترو امپراطورانو پر وړاندې درېدلي او د هېواد ساتنې، ديني او مذهبي ارزښتونو، آزادۍ، ارضي تمامیت، ملي نوامیسو او خپل ویاړلي کلتور څخه يې د ځان او مال په بدل کې په کلکه ساتنه کړې ده او د یرغلګرو پوزې يې په خاورو ورسولولي دي .
له شک پرته تېرو درې لسیزو جګړو او ناخوالو هېوادوال ډېر ځپلي او د هېواد مادي او معنوي شتمنیو ته يې زیات زیان رسولی دی،
نن ورځ ګران هېواد سولې، امن، ولسواکۍ، بیارغونې، پرمختیا او سیاسي ثبات ته اړتیا لري.
دا چې دا جګړه ځپلی هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډګر کې وده وکړي او د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په لېکه کې ودریږي، نو په افغانستان کې یو داسې سازمان ته اړتیا لېدل کیږي، چې د هېواد د ټولو سیمو، ژبو او قومونو استازیتوب وکولای شي، او هم له ځانه سره په هېواد کې شته ګوندونه په ځان راټول کړي .
د اسلام د مقدس دین او محمدي شریعت په رڼا کې د جګړو مخه ونیسي سوله تامین، ټولنیز عدالت پلی، قانونیت رامينځته او د یو ولسواکه با ثباته سیاسي نظام بنسټ کیږدي چې د هېواد ټول وګړي د هر ډول تبعیض پرته د خپلې ارادې ښکارندوي پکې وکړای شي او وکولای شي چې د ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو سره د متقابلو ملي ګټو پر بنسټ ژوند وکړي.
اوس چې مونږ وينو دلته په هېواد کې يو ګوند هم دهېواد ګټو ته ژمن ندی او نه يې ملي يا دهېواد ګتې تر خپلو ګټو لوړې بللي دي .
اړتيا ددې دی چې نور بايد هغه ګوندونه چې په يو اوبل نوم يې دخپل ولس دوينو دقربانۍ څخه ګټه اخيستی او ددې پرځای چې په هېواد کې شته قبېلې سره يو ځای کړي پاشلي نور ختم غواړو .
يو ستونزه دلته بله هم شته دی چې دافغانستان دعدلييې وزارت څو ځله درسنيو سره شريکه کړې چې دمدني قوانينو په بنسټ به ګوندونو ته دفعاليت اجازه ورکول کيږي او په سمه توګه به ترې نظارت کوي خو دوی هم تراوسه پدې ندي توانيدلي چې دهيواد په ټولو ولايتونو کې دشته ګوندونو څخه نظارت وکړي او چارې يې وڅاري .
اوس خبره داده چې د ستراتېژیکو سیاسي مشروع هدفونو او سیالیو ته د رسېدو په موخه د سیاسي متحدینو او ایتلافي ډلو څخه داساسي قانون په چوکاټ کې د ګوندونو سره په تړون سیاسي جبهه رامينځته شي.
دافغانستان داساسي قانون په چوکاټ کې دهغو ادارو سره دتفاهم ليکونو لاسليک چې زمونږ چارې ورسره سمون لري او په اړونده چارو کې کار کوي ، زمونږ ټول کارونه به داسلام او اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کيږي ، او کاري ميکانيزم به په نظر کې نيول کيږي چې دمخې به يې ټولې چارې منظمې وي .
نو دلته دګوندونو سره نه دکاري ميکانيزم خبره شته دی او نه تړونونه شته دي چې ددولتي ادارو سره دډير کار په موخه لاسليک شوي وي .
دشته ګوندونو ستره ستونزه همدا ده چې دوی ديوې محدوې کړنلارې په چاپيرچل کې کار کوي او ددوی کار ديوې پروژې په شکل دی .
کوم وخت چې يوه پروژه پای مومي نو مديريت يې هم ورسره ختميږي ، دلته زمونږ ګوندونه هم همداډول دي چې دوی يو محدود پلان لري او پلان ته درسيدو سره سم خپلې چارې هم ټکنی کوي .
که چېرې يو سياسي ريښتينی ګوند دلته رامينځته شي او شته ګوندونه ورسره ملاتړي شي نو هيله شته ده چې دټاکنو په نظام کې اسانتيا رامينځته کيدلی شي او دهيواد دمديريت دپاره هم يو مناسب او ولسي مدير موندل کيدای شي .
نو په نتيجه کې ويلی شو چې ددې کار په کولو سره يوه سالمه او ځواكمنه ټولنه چې پر آزادۍ، ځان باورۍ، ټولنيز عدالت، دموكراتيكو ارزښتونو او پرمختگ باندې ولاړه او له هر ډول تبعيض څخه آزاده وي رامينځته کيدای شي .
او مونږ به ديو سوکاله، آزاد او خپلواک او له فقر او مخدره توکیو څخه لیری، په ملی واکمنۍ او د دموکراتیکو ارزښتونو په ساتلو سره سمبال افغانستان پرآزداۍ مبتني، غښتلې او بسیا، ځان باورې، خودکفا، د متوازن رشد او ټولنیزعدالت درلودونکې او له هر ډول توپیر څخه لیری ټولنه به مو لرلي وي .