
دغاښو برس دځینو لاملونو له کبله له ټاکل شوې نېټې وړاندې له منځه ځي او د برس په منځنۍ برخه کې منګ راپیدا کیږي.
په المان کې د پیریدونکي د ژغورنې ټولنه وايي: هرو دریو میاشتو کې باید یو ځل دغاښونو برس بدل شي که له دې وړاندې دا چاره ترسره شي غوره به وي، که چیرد برس کومه برخه له کاره ولویده باید سمدلاسه ترې لاس واخستل شي.
په عامه توګه له هر ځل کارونې وروسته باید برس پاک شي او په پاک او خوندي ځای کې کېښودل شي، چې د برس سر پورته وي، چې ښه وچ شي او په کوم ځای کې، چې برس ساتل کیږي باید وخت ناوخت پاک شي.