
د زړه دناروغیو متخصصین دروغتیا دنړیوال سازمان دسپارښتنو پر بنسټ وايي که چیرې غواړئ، چې مزاج مو ښه ، فزیکي ځواک مو پیاوړی او ذهن مو فعاله وي، باید هره ورځ فزیکي تمرین وکړئ، تر ټولو اسانه تمرین دادی، چې هره ورځ د ۶ - ۱۰ زره ترمنځ قدم ووهئ.
دروغتیانړیوال سازمان وايي: هغه روغ کسان، چې دورځ ۵۰۰۰ قدمه پلې تګ نه کوي د دوی د ژوند بڼه فعاله نه ده او کېدای شي دوی ژر د زړه او رګونو پر ناروغۍ اخته شي.
هغه کسان، چې دورځې ۵۰۰۰- ۷۴۹۹ قدمه پلې تګ کوي دوی بیا فعالو کسانو ته ورته یا نږدې بلل شوي دي، خو هغه کسان، چې دورځې ۷۵۰۰ - ۹۹۹۹ قدمه پلې تګ کوي دوی بیا فعاله خلک ګڼل شوي دي، هغه کسان،چې سخت فزیکي تمرین او ورزش کوي د دوی ژوند بیا په ټوله مانا فعاله دی او د زړه دناروغیو له ګواښ څخه خوندي دي.
مسکو او نور ښارونه دسپټمبر د۲۹ نېټې په مناسبت د۱۰۰۰۰ قدمه ځغاستې سیالي جوړوي، چې په زرګونو سړي، ښځې او ماشومان په کې ونډه اخلي، د زړه مشهور متخصص نیکولای اموسوف وايي: زړه منظم تمرین ته اړتیا لري.
دیادونې ده دزړه نړیوالې ټولنې په ۱۹۹۹ ز کې د سپټمبر۲۹ د زړه نړیواله ورځ ونوموله او دروغتیا نړیوال سازمان ورسره موافقه وکړه. اوس هر کال ( دژوند لپاره زړه ) تر شعار لاندې دا ورځ لمانځل کیږي.
دروغتیايي چارو کارپوهان وايي :۸۰٪ له وخته وړاندې مړینې لامل د زړه ناروغي ښودل شوې ده، دالکولو ډېر څښاک، سګرت د زړه لپاره مرګونی ګواښ بلل شوی دی ، ښه غذايي رژیم، منظم ورزش د زړه لپاره ګټور دي.
کارپوهان وايي: په ۲۰۳۰ ز کې به د زړه دناروغیو له کبله ۲۳ ملیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي، ځکه خو دوی د ورزش، سګرټ نه څښاک سپارښتنه کوي.