لس هغه عادتونه چې تاسې شتمن کولی شي/ دویمه برخه

دویمه او وروستۍ برخه
 
شپږم:
هره ورځ مطالعه وکړئ
مطالعه له تاسې سره مرسته کوي چې پرمختګ وکړئ، پوهې ته مو پراختیا وکړئ او هڅوي مو چې نړۍ ته له بلې زاویې وګورئ. د خپلې خوښې کتاب پیدا کړی او هره ورځ لږ تر لږه نیم ساعت مطالعه وکړئ. د دې ترڅنګ ځینې وختونه درسي مواد وپېرئ او په دې توګه د خپل مسلک اړوند مواد ولولئ. د خپل مسلک اړوند د خبري وېبپاڼو مطالعه او تعقیب هم له تاسې هدف ته په رسېدو کې مرسته کولی شي.
اووم:
وړتیاوې مو لوړې کړئ
خپلو خوبونو ته د رسېدو یوه لاره د وړتیاوو لوړول دي. دا هغه لاره ده چې د پرمختګ له ډاډمنولو سره ډېره مرسته کوي. که غواړی په هغه برخه کې چې تاسې په کې کار کوی پرمختګ وکړئ یا لږ تر لږه د خپلې خوښې په اندازه معاش ترلاسه کړی، اړ یی چې پر خپلې وړتیا او استعداد مو پانګونه وکړئ. پر وړتیاوو د پانګونې له لارې د ښه معاش او پر رقیبانو د بریا فرصت رامنځته کېږي.
اتم:
مثبت فکر وکړئ
مثبت فکر کول تر یوه عادت ډېر څه دي. که دا زده کړی چې څنګه منفي فکر او ځاني محدودیتونه کنټرول کړی، دا ډېره درته اسانه کېږي چې د هر څه په اړه مثبت فکر وکړئ. صمیمانه اوسی او ډاډ ترلاسه کړی چې تل مو د نویو فرصتونو پر مخ غېږ پرانیستې ده.
نهم:
پیسې سپما کړئ
څېړنو ښوودلې ده چې د پیسو مدیریت په شتمنېدو کې خورا مهم رول لري. که خپل لګښتونه کنټرول کړی او د خپلو ورځنیو عوایدو یوه ځانګړې فیصدي سپما کړلی شئ، دا ستاسې د شتمنېدو تضمین کوي.
لسم:
له همفکرو سره ناسته پاسته وکړئ
له همفکرو کسانو سره ناسته پاسته نه یوازې دا چې شتمنۍ ته د رسېدو لپاره د نظرونو د تبادلې فرصت برابروي، بلکې مرسته کوي چې خپل اهداف ژر تر لاسه کړئ. که غواړئ چې شتمن شئ باید د خپلو وړتیاوو ترڅنګ پر پلان جوړونې او خپل مدیریت هم پانګونه وکړئ.
پورتني لس عادتونه نه یوازې له تاسې سره اهدافو ته په ګړندي رسېدو کې مرسته کوي، بلکې د بریا پر لور د ستونزمن مزل هر  پړاو درته په زړه پورې کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.