
د اقتصادي کړکېچ یا بل هر لامل له کبله له ماتې سره مخ کمپنۍ تر اصلي بیه ارزانه پلورل کېږي. دا د هغو کسانو لپاره چې بېرته پر خپلو پښو د کمپنیو د درولو وړتیا لري د شتمنېدو ستر فرصت وي. د میلیاردرانو ترمنځ څو تنه یې د ناکامو کمپنیو د بریالي کولو ښه وړتیا لري او ډېر مشهور دي. یو له دغه ډول میلیاردرانو څخه امریکایی « وېلبور روس جر» دی.
نوموړی د ۱۹۳۷ زېږدیز کال د نومبر په ۲۸ مه نېټه د متحده ایالاتو د نیوجرسي ایالت په «ويهاوکېن» سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې وکیل او مور یې ښوونکې وه. نوموړي له زده کړو سره د مینې له کبله د ښوونځي له بشپړولو وروسته له نیوجرسي څخه منهاتن ته هره ورځ دوه ساعته لاره وهله.
ده له « یالې» کالج څخه لسانس ترلاسه کړی دی. په همدې کالج کې د زده کړو پر مهال یې یوه ادبي مجله اېډېټ کوله او له یوې راډیو سره یې هم کار کاوه.
نوموړي غوښتل چې په مسلکي لحاظ لیکوال شي، خو د کار پر مهال ورته څرګنده شوه چې هره ورځ باید لږ تر لږه پنځه زره کلمې لیکنه وکړي او دغه کار ورته ستونزمن ښکاره شو.
په یالې کې د یوه سلاکار په مرسته یې په لومړي ځل په والسټریټ کې دنده واخیسته. د لسانس تر بشپړولو وروسته نوموړي په هارورډ پوهنتون کې د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
په والسټریټ کې د کار پر مهال یې درک کړه چې له ماتې سره د مخ کمپنیو بېرته پر پښو درول د شتمنېدو لپاره ډېر مناسب فرصت دی. له همدې فرصته په ګټه اخیستو یې دې برخې ته مخه کړه او د اوسپنې، ډبرو سکرو، مخابراتو او نساجۍ په برخو کې یو شمېر کمپنۍ یې پر پښو وردولې او په دې برخه کې ډېر مشهور شو.
په دې وروستیو کلونو کې د نوموړي د تمرکز برخه له ماتې سره مخ بانکونه دي. ده په ۲۰۱۴ کال کې د ایرلېنډ په بانک کې خپلې ونډې وپلورلې او په ۲۰۱۱ کال کې د یورو د کړکېچ پر مهال په پیل کړي کاروبار کې پانګونه دری چنده کړه. له دې معاملې وروسته یې له یو شمېرو نورو پانګوالو سره په ګډه د قبرس د بانک ونډې په ۱،۳ میلیارده ډالره وپېرلې.
نوموړی د سوداګرۍ پر کاروبار سربېره په نیویارک کې د جاپانیانو د ټولنې مشر دی. د جاپانیانو او امریکایانو ترمنځ د اړیکو د سمون له کبله د جاپان حکومت نوموړي ته په فبرورۍ کې یوه جایزه هم ورکړه.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر د ۲۸ مې نېټې د شمېرو له مخې د وېلبور روس پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او د متحده ایالاتو د میلیاردرانو ترمنځ ۲۱۵ ام ځای لري.
دوه ځله یې واده کړی، دوه اولادونه لري او فلوریډا کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.