د امريکې اسمان به ډېر زر د بې پيلوټه الوتکو تر کنټرول لاندې راشي

د امريکې پوځ په پام کې لري د امريکې پر سر د ګزمې او کنټرول چارې بې پيلوټه الوتکو ته وسپاري . د امريکې د ( فارن پاليسي ) مجله ليکي چې د امريکې هوايي پوځ د بې پيلوټه الوتکو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او په لنډ وخت کې به د دغو الوتکو لپاره پيلوټان وروزي. تر 2013 کال پورې به يو پيلوټ وکولی شي له ځمکې څخه په يوه وخت کې درې ډرون الوتکې او په بيړني حالت کې څلور الوتکې وچلوي . دغه الوتکې د امريکې د پوځ لپاره ډېرې اقتصادي تماميږي ، ځکه چې د 24.5 ميليون ډالرو په بيه څلور الوتکې ، يو ه ځمکنۍ پايګاه او يوه راډيويي دستګاه اخيستل کېدای شي ، په داسې حال کې چې د يوې ( اف 35 ) بم غورځونکې الوتکې بيه 100 ميليون ډالره او د يوې اف 22 الوتکې بيه 140 ميليون ډالره ده . له همدې امله د امريکې دفاع وزير رابرټ ګېټس د اف 22 الوتکو د پېرودلو تړون لغو کړ.