لس هغه عادتونه چې تاسې شتمن کولی شي

 
لومړۍ برخه
پر دې پوهېږئ چې کوچني ورځني عادتونه ستاسې شتمني ټاکي؟ ظاهرا ځینې داسې عادتونه شته چې ستاسې د بریا او شتمنېدو فرصت زیاتوي. دغه عادتونه له تاسې سره مرسته کوي چې خپلې وړتیاوې لوړې او په دې توګه د شتمنۍ په اړه سمه وړاندوینه وکړئ. دغه ۱۰عادتونه په لاندې ډول دي.
۱. ورځني اهداف وټاکئ
یوازې د اوږدمهالو او منځمهالو اهدافو ټاکل کفایت نه کوي او تاسې د ورځنیو اهدافو ټاکلو ته اړ یی. د هرې ورځې په پای کې خپل کارونه و ارزوي او وګوری چې ورځنیو اهدافو څومره له تاسې سره اوږدمهالو اهدافو ته په رسېدو کې مرسته کړې ده. پر دې فکر وکړئ چې څنګه خپلې وړتیاوې لوړولی شی او د راتلونکې ورځې لپاره کوم اهداف ټاکلی شئ.
۲. فعاله غوږ نیونه تمرین کړئ
فعاله غوږ نیونه د هر مسلک لپاره اړینه ده. دغه ډول غوږ نیونه له تاسې سره مرسته کوي، پر دې پوه شی چې نور له تاسې څه غواړي. د بېلګې په توګه که تاسې غواړی چې کاروبار پیل کړئ، نو لږ خبرې وکړئ او ډېر غوږ ونیسئ، دا ښايي په راتلونکي کې ستاسې د بریا کلۍ شي. نور ته په دقت د غوږ نیولو مهارت مو لوړ کړئ او په دې توګه به نورو ته هم د دغه مهارت د ور زده کولو جوګه شئ.
۳. خپلې روغتیا ته مو پام وکړئ
ورزش او سالم غذايي رژیم د بریالیتوب لپاره ډېر مهم دی. که د تمرین لپاره وخت تنظیم کړئ، هغه به مو پر عادت بدل شي او په دې توګه به مو د مولدیت کچه لوړه او کارونه به مو په اسانۍ او چټکۍ ترسره کړلی شئ.
۴. په منظم او داوطلبانه ډول د نېټورک رامنځته کول
د نېټورک او شبکې ځواک ته به هېڅکله په ټیټه سترګه نه ګورئ. له نورو سره اړیکې او هغوی ته د مرستو وړاندیز هم له تاسې سره د شتمنېدو په برخه کې مرسته کوي. ځان ډاډه کړی چې نورو ته مو رسیدګي کړې ده او هغوی مو پر دې پوهولي دي. دغه کار تاسې له نورو ځانګړي کوي.
۵. د تلوېزیون پر کتلو لږ وخت ضایع کړئ
ډېری بریالي خلک د خپلې ورځې تر یو ساعت ډېر د تلوېزیون پر کتلو نه ضایع کوي. ځینې خو یې له سره تلوېزیون ګوري لا نه. ولې؟ ځکه دوی پوهېږي چې د تلوېزیون پر کتلو د وخت ضایع کولو پر ځای دوی نور ګټور کارونه ترسره کولی شي.
نور بیا....
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.