
«ټام پرسن» د سویډن د تر ټولو شتمنې کورنۍ غړی دی.
پلار یې سټېفن پرسن د خپل هېواد تر ټولو شتمن کس دی.
دوی له هغه کاره میلیاردران شوي چې د سټېفن پلار پیل کړی و.
اېرلېنګ پرسن په کال ۱۹۴۷کال کې سوداګري پیل کړې ده.
له هغه سره د سوداګرۍ فکر امریکا ته د سفر پر مهال پيدا شو.
کله چې خپل هېواد ته راستون شو د « Hennes» په نوم یې د جامو یوه هټۍ پرانیستله. هېنیس په سویډني ژبه کې د هغې « یعنې ښځې لپاره» معنا لري.
په لومړنیو وختونو کې یې په دې هټۍ کې یوازې د ښځو جامې پلورلې؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول.
اېرلېنګ په ۱۹۶۸زېږدیز کال د «Mauritz» په نوم یو حلقوي پلورنځی وپېره او په دې توګه یې د « H&M»کمپنۍ رامنځته کړه.
دغه کمپنۍ د سینګار توکي او جامې تولیدوي چې په نړیواله کچه مشهوره ده.
اېرلېنګ په ۱۹۸۲زېږدیز کال کې مړ شو او د کمپنۍ چارې د هغه مشر زوی سټیفن ته پاتې شوې.
د سټېفن د مدیرت او هڅو په پایله کې کمپنۍ ډېر پرمختګ وکړ او اوسمهال د سینګار توکو د تولید په برخه کې یوه له هغو کمپنیو شمېرل کېږي چې په چټکی پرمختګ کوي.
سټېفن تر ۲۰۰۹زېږدیز کال پورې د کمپنۍ مشر و، خو اوس یې اجرایوي مشري د زوی کارل- جان پرسن پر غاړه ده.
اېچ اېنډ اېم کمپنۍ د نړۍ په ۵۲هېوادونو کې ۱۱۶۰۰۰کارکوونکي لري. په دغو هېوادونو کې د یادې کمپنۍ د هټیو شمېر ۳۰۰۰ته رسېږي.
ټام د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې د سینما په برخه کې زده کړې کړې دي.
نوموړی د خپلې کورنۍ سوداګرۍ پر ځای د سینما په برخه کې فعالیت او کاروبار کوي.
فوربس مجله وايي چې د ټام پرسن پانګه د ۲۰۱۵زېږدیز کال د سپټمبر تر ۲۷مې نېټې دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره وه چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ام او په سویډن کې ۱۲ام ځای لري.
ټام یو ځل واده کړی او هغې دوه اولادونه لري، خو اوس مجرد دی.
نوموړی د سویډن په پلازمېنه ستاکولم کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.