ملي تلويزيون، او آزادۍ راډيو لخوا د دريو کانديدانو د مناظرې غبرگون

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د زمري پر پنځه ويشتمه د کابل پروخت مازيگر پنځه نيمو تر اووه نيمو بجو پورې د آزادۍ راډيو په کوربه توب د ملي تلويزيون له لارې د ولس مشر حامدکرزي، ډاکټر اشرف غني او رمضان بشردوست مناظره وړاندې شوه، په دې مناظرې کورنيو او نړيوالو رسنيو بېلابېل غبرگون څرگند کړى، ځينو ستايلې او د ډيموکراسۍ د اصولو په رڼا کې چې يوه غوره لاسته راوړنه گڼلى يو شمېر کانديدانو بيا پرې نيوکه کړې او څرگنده کړې يې ده، چې دا دريو کانديدانو د تگ لارو د خپرولو د لاروچارو برابر ول و، چې آزادۍ راډيو د ملي تلويزيون له لارې خپرې کړې خو د آزادۍ راډيو مشر اکبر آيازي د ځينو کانديدانو دغه نيوکه ردکړې ټاکل شوې وه، چې په دې مناظره کې ډاکټر عبدالله برخه واخلي خو د ډاکټر عبدالله پر ځاى رمضان بشر دوست په مناظره کې ونډه واخيسته حامدکرزي که څه هم په دې مناظره کې برخه اخستې او خپله راتلونکې تگ لاره يې څرگنده کړه، چې مخالفينو، طالبانو او حزب اسلامي سره به دروغې لپاره لويه جرگه راغواړي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سيمې د امنيت لپاره به سيمه ييزه جرگه راغواړي، چې يو پړاوې يې په کابل کې ترسره شوى او بل پړاو به يې له ټاکنو وروسته په اسلام اباد کې ترسره شي اشرف غني بيا په اقتصادي پرمختگ، د ځوانانو او ښځو ته د کار د برابرولو او نورو لاروچارو باندې رڼا واچوله که چې د ولس مشر شي ځوانانو ته به کارورکړي اداري فساد به له منځه يوسي او يو ځانگړې چوکاټ کې به اقتصادي پرمختگ ته وده ورکړي رمضان بشردوست بيا د ټولو افغانانو ترمينځ د روغې جوړې او ملي وحدت په ټينگښت ټينگار وکړ او ويلي يې دي، چې په هر حکومت کې چې څوک زوريدلى پوښتنه به يې کوي په حکومتونو کې تل کمزوري زورول شوي د مجاهدينو په حکومت کې به د زوريدلو مجاهدينو پوښتنه کوي د کمونستانو په حکومت کې به د زوريدلو پوښتنه کوي نوموړي هم د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د لاروچارو په برابرولو ټينگار وکړ ډاکټر اشرف غني او رمضان بشردوست په خپلو خبرو کې اشارتا په حامدکرزي نيوکه وکړه، چې خلکو سره يې ژمنې کړي او د ژمنو په رڼا کې به واک ورکوي خو مونږ هيچا سره ژمنه نه کوو،ډاکټر اشرف غني وويل که په ټاکنو کې بريالى نه شوم بريالي ولسمشر ته به خپل پروگرام ورکړم، چې عملي يې کړي
qadirandewal@yahoo.com