
د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د دولتي او حکومتي واکدارانو ته له شخصي ګټو ملي ګتي ډیري مهمي وي.
نو ځکه يې د هېواد استحباراتي شبکي په ډیرۍ ځایونو کې د بلي مخالفي استخباراتي شبکي سره په هماهنګۍ ډیرۍ کارونه پر مخ وړي او خپلي ملي ګټي پکي په ګډه پالي،دهند استخباراتي شبکه(را) او د پنجابي اسټبلشمنټ استخباراتي شبکه( ای ایس ای ) د کشمیر په ساحو کې په جنګ بوخت دي خو کله چې د دواړو تر منځ ملي ګټي مطرح شي په هغه سیمه کې سره همکار وي
په همدي ډول د امریکا استخباراتي شبکه(سي ای اې) او د روس استخباراتي شبکه(کی جي بي ) چې د اسرایلو او فلسطین تر منځ يې د یو بل په مقابل کې د جنګ ډګر ګرم نیولی بیا هم په ډیرو موضوعګانو کې چې د دوي د هېواد ملي ګټي پکي خوندي وي د یو بل همکاران دي،او پرمخ سره روان دي.
زمونږ په هېواد کې د ملي وخدت تر نامي لاندي حکومت ته ورته جوړښت تر اوسه په دی نه دی توانیدلی چې په دي جوړښت کې داسي څوک چې ملي ګټي ورته له شخصي ګټو مهمي او پورته وي رادننه کړي.
زمونږ استخباراتي شبکه په صفر کې ضرب ده،او تر څو چي پکي د کار خلک رامخ ته نه شي تر هغي به همداسي په صفر کې ضرب وي،او له پرمختګ نه به يې شاتګ او کندي ته لویدلو امکان ورځ تر بلي ډیریږي
د ملي وخدت حکومت تر نامي لاندي حکومت ته ورته جوړښت لمړۍ د خپل ځان ازمایل له ولس شروع کړل او غواړي خپله تجربه په ولس کې په ولس پخه کړي او ځان تر ډیره ځایه تجربه کار وښايې چې ثمره يې لا ولس ویني او د هري ورځي په تیریدو ولس د خپل مرګ ننداره کوي،او په خپله خاوره کې ورته ځان لکه آینه ښکاري چې کله يې سر تر نامه لاندي او کله خپل ځان د ماین له پاسه ویني
دلته په سیمه کې جنګ یوازي د پنجاب او کابل نه دی،دلته جنګ د را او ای ایس ای،کی جي بي او سی ای اې او په همدي ډول د نوروغټو او وړو شبکو روان دی چې تر یو عادي قومندان هم محدودیږي.
ولس نه په سیاست پوهیږي،نه په استخاباراتي کار او نه هم د هېوادونو تر منځ په دیپلوماتیکو اړیکو،خو بیا هم د نورو ښکار دی
د نا امنۍ په دي توره دوره کې ډیرۍ خلک خپل ځان لکه ملائیکي سپین ښايې خو همدوي دي چې پردۍ ملي ګټي او خپلي شخصي ګټي د سیمي او هېواد په نا امنۍ کې خوندي ساتي،خو په دي نه پوهیږي چې تر څو ملي ګتي خوندي نه شي شخصي ګټي خوندیتوب نلري،او شخصي ګټي تل په خطر وي،چې بیلګي يې په دي تیرو څو وختونو کې د ملي سوداګرو تختونه ده
افغان ولسونه میړني وو میړني دي او میړني به اوسي،ځکه په دومره ستره توره له وینو ډکه دوره کې بیا هم د خپل هېواد په دفاع کې خپل سنګر ساتي او هېواد ته د هري توطيې جوړونکي له توطيې پلي کولو مخکي ختموي
خو د پان او پړانګ تر منځ پروت ولس د دواړو لخوا ځپل کیږي
په شینوارو کې او د شینوارو په څیر ورته سیمو کې چې څومره جنجالونه روان دي ټول د همدي کړیو توطيې دي چې د څو خپل سرو شخصي قومندانانو او د هغوي وړو آمر منوونکو په لاس يې عملي کوي
مونږ په خپل وجود کې تر خپل قوت زیات نړۍ ته ژمن پاتي کیدونکی ولس یو،او تر هغي له نړۍ تیریدونکي نه یو تر څو چې مو په نړۍ کې شته وګړي پریږدي
دلته دولت یوازي تر ځان محدود دی او د څو پیرل شویو کړیو په منګولو کې پروت دی،واک ولس ته نه دی سپارل شوی
نه ورته سپارل کیږي،د شینوارو په دي ستره غمیزه دولت یا مړ دی او یا يې ځان غلی کړی،او هغه خلک هم غواړي چې په ولس کې خپلي شخصي ګتي ګوري چې ولس همداسي ذلیل او بلواک و اوسي او په هر دور کې مختاج وي
له ارګه خپریدونکي سرخط ورځپاڼه د حکومت او دولت تر ټولو ښه ثبوت دی چې تل د بل په خوله غواړي په بې بنسټه درواغو دا ولس بدنام کړي،او ځان سپین وښايې،شته ملي وحدت حکومت ته ورته جوړښت په دي ښه پوهیږي چې دوي سپین مخونه تر شا يې تورکارونه روان دي خو بیا هم ځان پري غلی کوي او ولس يې د تورمخو دسیسو ته پریښې دی
د سرخط په نامه د ملي وخدت حکومت ته ورته جوړښت ورځپاڼه چې له ارګه خپریږي،په خپله په ډیر دقیق ډول دا ادعا کوي چې د شینوارو په هر کور کې د هیروینو یوه فابریکه موجوده ده او د شینوارو هره ښځه نیشه يې ده
آیا! دا خبر د شته حکومت شتون تر پوښتني لاندي نه راولي؟
چې د شینوارو په هر کور کې د هېروینو یوه کارخانه موجوده وي،او هلته حکومت هم شتون ولري دا حکومت دی که د منډۍ د جوالیانو تمځای؟ که حکومت وي نو بیا ولي د هېروینو کارخاني موجودي دي،او که حکومت نه وي نو بیا ولي حکومت د شتون ادعا کوي؟
په حکومت او دولت کې د قوت نقطه حکومتي اشخاص دي هغه اشخاص چې ملي ګټو ته ژمن وي،نه هغه خلک چې د ملي ګټو په ځاي شخصي ګټو ته ژمن وي
د شینوارو،کندوز،کندهار،هلمند،کنړ او دي ته ورته سیمو حالات به ورځ تر بلي خرابیږي او لامل يې همدا بل واکه واکداران دي
که دلته څو د ولس غمخوار خلک همداسي غلي پاتي شي نو لري نه ده چې دا ولس به بیا د یو بل ستر طوفان ښکار وي او راتلوونکی به مو بیا د پنجاب او ایران په ګرمیو کې ځان لمبه کوي
راځۍ د نورو هېوادونو انقلابي تاریخونه مطالعه کړو،او په هماغه ډول خپل ژوند هم له دي بدبختیو وژغورو،هغه متل دی چې وايې
داسي کار وکړو چې نه سیخ وسوزي نه کباب،چې نه مو ولس زیان وویني او نه شته څه له لاسه ورکړو.
په ځان بسایه پرمختللي ولسواک لوی افغانستان په لور.
صفت ځواک