انقلابي ترهګري (تروريزم)

 
د روهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
په تېر څپرکي کې مو د مذهبي ترهګرۍ پر ډول ډول کړنو او بڼو باندې معلومات وړاندې کړل، دا دی په دې څپرکي کې د انقلابي ترهګرۍ په تړاؤ لنډ معلومات راټول شوي دي هیله ده چې خوښ مو شي.
د فرانسې د (١٧٨٩،ز) انقلاب او له هغې څخه پخوا په روسيه کې انقلابي ترهگري د تزار د مخالفينو(نارود باياوليا= د خلکو اداره) لخوا پيل شوى وه، چې له (١٧٧٨،ز) څخه تر(١٨٨١،ز) پورې يې دوام وکړ د دغې ډلې غړو پر انقلابي تروريزم باندې عقيده درلودله او له ځانځاني (انفرادي) ترور څخه يې پيروي کوله ... د روسيې د (١٩١٧،ز) د اکتوبر انقلاب او د هغوی ترورستي اعمال چې (سورترور) یې بللو د ځانګړو ډلو لخوا، د خلکو د وژلو، ډارولو او د ډله ييزو خلکو د شړلو لپاره ګمارل شوي وې پورته یاد شوي کلونه د انقلابي تروريزم  پړاوونه وو.
امریکایۍ لیکواله آغلي رابرټاګورين د انقلابي ترهګرۍ په اړه وایي:«دا ډول تروريزم د منظمې او اوږدې مودې ترورستي فعاليتونه دي چې د ملکي، ځاني او مالي اهدافو پر ضد تر سره کيږي، هدف يې د واکمن سياسي نظام ړنګول وي تر څو بنسټيز سياسي اوښتون یا بدلون منځ ته راوړي، د فرانسې د انقلاب راپه دېخوا د خلکو په نوم زور او د تروريزم استعمالولو ته روا بڼه ورکړ شوي ده ... د تروريزم دا طريقه په حقيقت کې له هغه څه نه وړاندې ده چې ورته انقلاب ويل کيږي يعني په هېواد کې د وېرې او نا ارامۍ پيدا کولو لپاره کورنۍ جګړه د يوه تکتېک په توګه کارول کیږي.» (شوروي اتحاد او ډار اچونه،۱۵مخ)
میرمن ټاګورين زياتوي: «انقلابي جګړه پخپله نه ترسره کيږي دا يو پرمخ تللي جوړښت ته ضرورت لري چې ترورستي فعاليتونه په خواره واره شکل سره پېل شي او ګوريلايي جګړو ته سازمان ورکړي چې کله حالات کافي خراب شي او وضع نا آرامه شي نو بيا وروستۍ انقلابي تېرى(انقلابي تروريزم) ترسره کړي، دا نمونه د انقلاب په ټولو کورنيو جګړو کې عملي کيږي.» (شوروي اتحاد او ډار اچونه، ۲۳مخ)
کارل مارکس د انقلابي تروريزم په هکله وایي:«... د انقلاب ضد عناصرو د غوښو خوړل به خلک په دې پوه کړي چې د نوي ټولنې د رامنځ ته کيدو لپاره د زړې ټولنې د ځنکدن او لنګون دردونه يوازې په يوه وسيله لنډيدلى شي، چې د هغې يوازنۍ وسيله انقلابي تروريزم دى.» (شوروي اتحاد او ډاراچونه ۳۰،مخ)
ولاديمير ايلچ لينن د پخواني شوروي اتحاد دکمونست ګونډ مشر په دې تړاؤ لیکي دي: «که چېرې د يو حکومت ځانګړتیاوې د سولې په وخت کې ځواکمنتیا وي نو د انقلاب پر مهال د يوه حکومت مشخصات تروريزم دى بې له ترور څخه ځواکمني مفهوم نه لري.» (جبرتاريخ يا شلاق و ترور ؟، ۶۰مخ)
لېنن په کال (١٩٢٢،ز) کې د شوروي اتحاد د محکمې مشر چې د مدني قانون په لیکلو باندې بوخت ؤ، د انقلابي ترور په اړه وليکل:«ملګرى کورسکي! ... قانون باید ترور بند نه کړي، دا به ډېر بد او غولوونکی نظر وي، ترور باید قانونی او اصولي وپېژندل شي او د دې کار څخه دې په اصولو کې ډډه ونه شي، د ترور په اړه پاراګراف باید ښه اوږد او روښانه وي ځکه چې انقلابي عدالت او شعور او انقلابي وجدان پریکړه کولی شي چې په کومو شرایطو او چېرته خپلې کړنې پلي کړي.» (شوروي اتحاد او ډاراچونه، ۷۳مخ؛ استالين مخوف ۲۸۰،مخ)
دا شان لېنن د انقلابي ترهګرۍ په اړه د وخت او شرايطو په نظر کې په نيولو باندې ټينګار کوي او وايي: «موږ بايد خپل اهداف تر لاسه کړو، د سرمايه دارۍ نظام او ټولنې د ماتولو او پرځاى يې د کمونستي ټولنې د جوړولو لپاره که زور او تروريزم ته اړتيا پېښه شي بايد ترې ډډه ونه شي، بې له وینې تویونکي انقلاب څخه د کارګرې دولت تشکیل امکان نه لري» (شوروي اتحاد او ډاراچونه،۳۹،مخ)
ليون تروتسکي د شوروي اتحاد دکمونست ګوند لوړ پوړي غړي د اکتوبر انقلاب په لمړيو کې د انقلابي ترور په اړه په دې توګه ویلي دي:«تاسو زموږ د لږ اوخفيف ترور په اړه نيوکې کوئ خو تاسو به د يوې مياشتې نه په لږه موده کې پوه شئ چې ترور څه شى دى، دا ترور به ډېر شديد او د فرانسې د انقلاب د ترور په شان به وي، موږ به د خپلو دښمنانو لپاره (ګيوتين) جوړ کړو نه زندان.» (جبرتاريخ يا شلاق وترور،۶۱، مخ)
تروتسکي زياتوي: «انقلاب يوې داسې انقلابي طبقې ته اړتیا لري چې د هر ډول سلوک او کړنلارو څخه ډډه ونه کړي، که چېرې ضرورت پېښ شي بايد پاڅون وکړي او که وخت يې راشي د زور او تروريزم څخه کار واخلي ... زور او ډاراچونه د هغو مرتجع ډلو پر ضد ډېره ګټوره لاره ده تر څو په خپله خوښه د عمل د ډګر پريښودلو ته اړشي، ويرول (ترهګري) د سياست يوه ډېره ښه وسيله ده، دا که په داخلي کچه وي او یا هم په نړيواله سويه وي، د انقلاب او جګړې هدف د دښمن د ارادو ماتول دي، آن که د تروريزم له لارې هم تر سره شي.»(شوروي اتحاد او ډاراچونه ص ٣٨)
د پورته نظرونو څخه وروسته، زموږ په خیال د فرانسي انقلاب ترهګریزو کړنو ته انقلابي ترهګريویلی شو، ځکه چې د يوه هيواد د ياغي وګړو شمېره چې په سلو کې له پنځوسو څخه کمه وي او د يوه مشروع او انتخابي، شاهې او يا هم د یو بل ډول حکومت پر وړاندې پورته شي او حکومت ته د زور او وېرې له لارې بدلون ورکړي، وينې په کې تويې شي، د حکومت پر وړاندې (انقلابي ترهګري = کودتا) ده او هغه عمومي پاڅون چې د هيواد وګړي يېپه سلو کې له پنځوسو څخه زيات وي د يو غيرې انتخابي او مستبد حکومت د بدلون لپارهپورته شي ناروا وژنې په کې ونه شي (انقلاب) ورته ويلى شو، په افغانستان کې د سردارمحمدداود خان او د ده د کورنۍ وژل او ورپسې د حفیظ الله آمین او ببرک کارمل وژنې انقلابي ترهګري وه.
پای