اور

 
دا مالومات خو راته نشته چې د اور له کشفولو مخکې انسان د اور اړتيا څنګه پوره کوله؟ خو دا مالومات شته چې انسان په لومړي وار سپین کاڼی پر سپین کاڼي وواهه او اور یې کشف کړ.
په دویم ځل یې په ځنګل کې لګېدلی اور وليده نو په دې ډول له اور سره اشنا شو او له اوره يې ګټه اخیستنه پیل کړه.
یو وخت داسې هم راغی چې انسان، انسان ته د غونډۍ غوندې اور بل کړ چې پکې ویې سوځوي خو اور ته امر وشو چې دا کار ونه کړي.
مګر موږ وينو چې نن سبا ژوندي انسانان په اور کې سوځوول کېږي او د مړو سوځول خو اجر ګڼي.
بل وار بیا داسې وشول چې يو انسان د ځنګل په یوه ونه کې اور ولیدو نوهڅه یې وکړه چې له دغه اوره اور بل کړي او خپل ضرورت پوره کړي مګر وس یې ونه رسیده چې اور ته رسیدلی لاس یې له اوره اور بل کړي نو هاتف وشو چې پڼې وباسه ته په یو پاک ځای کې یې!
د اورعلاج اوبه دي خو که اور زورور وي نو په سمندر کې هم غوړنجې کوي.
اور د ژوند یوه اساسي اړتیا ده، چې د انسان په بهرني ژوند کې مهم نقش لوبوي. د ظاهري او مادي اور ترڅنګ یو بل اور هم شته چې معنوي اور دی، یا فکري او ذهني اور، چې د انسان په داخلي حالت او ژوند کې عیناً د ظاهري اور پشان مهم دی، عیناً کنټرول او سم استعمال غواړي او د ظاهري اور غوندې اسباب لري.
خو د دغه اور لګیدل عجیبه دي. کله کله انسان د ښکلا او مینې اورني شهکار ته وګوري نو اور ترې واخلي خو کله کله بیا د همدغه اورني شهکار سپرغۍ په انسان پسې د تصادف هوا راوړي او سپرغۍ په ستر اور بدله شي.
معنوي اور د انسان ذهن او فکر له لاسه ورکول دي، چې درد او تکليف يې عيناً د مادي اور پشان دی. د ذهن او فکر له لاسه ورکول ځینې نور علتونه هم لري لکه سحر، جادو او ځينې ناروغۍ.
ژوند لکه د بر کلي چنار اخیستی اور دی + راشه د رحمت بارانه ښار اخیستی اور دی.