داعش،طالب او حکومت ولې شینواري ځپي؟



کله چې د دوو مخالفو نومونه هم سره څنګ په څنګ لیکي نو ویره محسوسوې او فکر کوې، چې تر منځ يې زه لکه په وچو کې لامده ونه سوزم،خو کله چې دریم مخالف ددوی منځ ته ور ګډیږي نو ویره لا ډیریږي او شک په باور بدلیږي  چې زما ځپونکي همدا دي چې تر اوسه د نندارچیانو په څیر راته ولاړ دي او چې هر وخت موقع پیدا کړي را دانګي او خپله سینه په ما سړوي.
شینواري هم په همداسې لوبه کې د دوو مخالفو جنګي ډلو تر منځ ځپل کیږي،حکومت ورته نندارچي په شکل کې ناست دی او په حکومت کې شته افرادو ته چې موقع برابره شي پرې وردانګي او هغه ځوان کشر چې فکري پیاوړتیا لري له منځه يې وړي
تر څو واک د همدوي د کورنۍ پوري محدود وساتل شي او هغو ځوانانو ته ونه رسیږي چې د ولسي پیاوړتیا وړتیا لري
راځو د دوو مخالفو ډلو تر منځ هغه خونړي جنګ ته چې لا هم روان دی او میدان يې ښه ګرم کړی دی
په ولسواکه نظامونو کې تل واک د ولس په لاس کې وي او هیڅکله شته نظام نه پریږدي چې واک محدود وساتل شي.
خو دا چې زمونږ په افغاني ټولنه کې دا واک یوازي په نوم ولسواک دی او تر شا د تورو کړیو تور لاسونه دي او دیکتاتوران لرو.
نو خپل نظام ته ولسواک نظام نه شو ویلای،که د نوم په ډول يې وایو تر ټولو ښه خبره ده یوازي د نوم په شکل به يې پریږدو.
په شته نظام کې ولسواکي یوازي تر انتخاباتو محدوده ده کله چې انتخابات ختم شي بیا له ریس جمهور نیولي د ولایتي شورا د ولسوالیو تر شوراګانو پوري ټول غړي نظامي دیکتاتوران شي او تر کوم برید چې يې وس رسیږي تر همغي بریده دا ولس خوري او خپل ځان پري حاکم ساتي.
د ننګرهار د یو وړوکي دیکتاتو یوه لنډه کیسه کوم چې نوم اخیستل يې راته ښه خبره نه ښکاري
په لمړنیو وختونو کې همدا دیکتاتو چې ما پیژاندو په کلي کې یو لنډغر انسان وو د هیچا ورسره نه جوړیده او هیڅ کس به ورسره خپل ځوي او یا د کورنۍ غړی نه پریښود چې کیني او یا ورسره تر کوره ووځي.
وختونه تیریدل،همدا لنډغر راپاڅیدو د هغه وخت موجود والي ته يې د یوي لاري ځان ورساوه،له والي سره يې کتنه مثبته وه.
بیرته راستون شو د کلي نه يې یو څو سپین ږیري ټول کړل او بیا والي ته ورغلو والي سپین ږیرو ته لونګۍ ورکړي او خوشاله تري راستانه شول،په کلي کې يې لنډغرتوب لا پسي زیات کړو،هغو سپین ږیرو چې لیدلي يې وو د والي سړی دی چا ورته څه نه شو ویلای،خو بل اخیره د کلیو د شوراګانو ټاکني راغلي او دا سړی په خپل زور د کلي د شورا مشر وټاکل شو،ټول د کلي ځوانان يې په ځان پسي کړل،کلی يې نا آمنه کړ،په همدي دوران کې څو ښایسته ځوانان په ډیر وحشت په پټه ووژل شول
د وحشت انتها تر حده پورته شوه،کلیوال هم حیران وو چې څه وکړي ؟
تر ولایت راغلل،تر ریاست جمهوري راغلل خو هیچا یا په هغه زور نه رسیده او یا يې نه غوښتل چې ولس دي خپلواک وي
نو کلیوال مجبور شول،دا لنډغر يې له کلي وویست،کله چې لنډغر له کلي ووت،نو د ورځي به يې د حکومت د نامي په زور کلیوال تنګول،پیسي به يې تري اخستلي او ډول ډول ازارونه به يې ورکول،د شپي له د طالب په جامه کې راتلو او هغه څوک چې د ده په مقابل کې راپورته شوي وو یو یو وژل
اخیر د کلي یو ځوان راپاڅیدو همدا لنډغر دیکتاتور يې په رڼا ورځ په مرمۍ وویشو او مړ شو،هغه کس چې ولس يې له دي غم په آمان کړو تر اوسه په پلچرخي زندان کې شپي او ورځي په همدي جرم تر سره کوي چې ولس يې له ستر شریر دیکتاتوره خلاص کړی
نو بیرته راځم خپلي خبري ته،زمونږ واړه دیکتاتوران دومره واک لري چې د یو هېواد مشر پري زور نه رسیږي نو دا غټ چې تر پارلیمانه رسیدلي څومره واک ولري
کله چې د نظام خبره کوو نظام په دي وختونو کې له دي بیلو ځکه نظام ځانته ځانګړني لري چې هغه ځانګړني تر اوسه په مونږ کې نشته،او فکر نه کوم د نظام ځانګړني دي د ژوند تر اخیره مونږ په ځان کي پیدا کړای شو
اوس د نظام نه په نوم نظام کې د شته افرادو خبره کوو،چې دا افراد هغه دیکتاتوران دي چې په خپل منځ کې د غوایانو په څیر ډغري وهي خو نه پریږدي چې واک دي یو کس ولري او یا دي هم واک ولس ته ورکړل شي
په ښکاره وایم ،په شته نظام کې همدا افراد د ولس تر ټولو ستر دښمنان دي او غواړي ولس د هري لاري چې کیږي کمزوری کړي او خپله خبره پري حاکمه وساتي
د میډیا د لاري يې ښکاره ثبوت د سرخط په نامه له ارګه خپریدونکي ورځپاڼه ده چې د ولس د بدنامۍ لپاره يې له هر ډول ناوړه درواغو کار واخست او غوښتل يې ولس په خپل بې وجدانۍ کې راګیر کړي،خو په ولس کې شته ځوانانو يې مخنیوی وکړ او اجازه يې ورنکړه چې د نورو په توطیو باندي زمونږ ولس بدنام کړي
طالب،داعش او حکومت په دي نني دوران کې چې کومي لوبي شروع کړي یو ډول لوبي راته ښکاري او د همديډلو تر منځ فرق کول هم خپل وجدان ته ملامتیا راته ښکاري
ولس طالب او داعش نه غواړي خو شته نیم کنډوه حکومت او دولت غواړي خو شته حکومت او دولت بیا داسي ولس نه غواړي چې پکي آمن وي او واک د ولس په لاس کې وي،ځکه دلته په کي غټ غټ دیکتاتوران ناست دی
زما په شینوارو کې د جنګ حد اخیري مرحلي ته رسیدلي،له دي نور سخت ظلم وخشت او بربریت زما په ولس نه راځي،د یو مور په مخکي ځوی حلالول،مشران په ماینونو کینول ټوټه ټوټه کول،ځوانان په دي نامه چې ولي دي د طالب او داعش په مقابل کې ټوپک پورته کړی
اوس د تورو تمبو شاته پراته دي همدا مو حال دی،په مونږ له دي وخشت نه نور ډیر څه نه راځي،دلته هغه څوک مقلف وو چې مونږ خپل واک ورته سپارلی وو خو هغوي هم زما ملاتړ نه د داعش او طالب ملاتړ يې کړی او اوس يې هم کوي
حکومت د خیر په غونډۍ ناست دی او چاپلوسان يې له ارګ راپریښي تر څو په دي نامه هم زما ولس وځپي او خپلو بدو کړنو ته پرتوګ وګنډي چې د شینوارو په هر کور کې د هیروینو کارخانه موجوده ده او ټولي ښځینه يې نیشایاني دي په کوم ثبوت په کوم دلیل؟
ته هلته واک نه لري یوازي د خیر په غونډۍ ناست يې له ارګ ورته دوربین ور اچوي او حالات تحلیلوي
مونږ به راپاڅو او خپله میړانه به ښایو
بیايې هم وایم په دي وخت کې راته داعش،طالب او حکومت دري واړه راته یو ډول دي.

و من الله توفیق