
::: رحمتيار
دټاكنو دمهال له راسيدوسره سم كه كانديدانو خپلو مبارزوته ترخپله توانه قوت وركړيدي ، او خلګ په خپلو پرګرامونو بآندي پوهوي چې ورته رايه وركړي ،او دولت دعملياتو او امنيتي ګامونو په پورته كول سره غواړي ډاډمنه ټاكنيزه فضا رامنځ ته كړي نو طالبان هم لاس ترزني نه دي ناست چي په رڼو سترګو دخپلو مالفينو د برياليتوب ننداره وكړي ،دوي هم دخپلو پروګرامونو دپلي كولو لپاره چي ټاكنيزه فضا ناارامه كړي هلو ځلوته ملاتړلي ده ،
دټاكنو دمهال له رانژدي كيدوسره سم دهيواد امنتي ستو نزي همداسې له انديښني ډكي پاته دي ،
كه څۀ هم چارواكي خلګو ته ډاډ وركوي چي دوئ ترخپل توان لاس په كار شوي دي چي دخلګولپاره امنيت ونسيږئ ترځو په ډاډه زړه رايه وكاروي،
دچاراكوداخبري اوتسلونه يو ډول پاليسي ده ، عملي بڼه نه لري ، چي غواړي جهان ته يې وړاندي كړي چي دخلګو امنيت يې نيولي دي پۀ ډاډسره را يه كاره ولاي شي ، خوموږ چي په سيمه كي اوسو اودخلكو ستونزي له نژدي وينو اوهم راته دامنيت په اړه پوره مالومات شته دي ، دچارواكو داخبري راته يو ډول خندنۍ ښكاري، تريوه ځايه دوئ هم پرحق دي څكه چي امنيتي ارګانونه اونړيوال ځواكونه دخپلو كاركونوكو اوصندقونو دامنيت لپاره سيمي ته ليږل كيږي نه دخلګود امنيت لپاره ، كله چي ماښام شي نوبيرته به راستانه شي ، خلګ بۀ له طالبانوسره پريږ دي چي په دي ډول امنيت سره خلګ هيځكله هم درا
يو صندقونوته دتلو زړه نه ښه كوي ،
ځكه چي په دي ورځ به دوي سهار وختي راشي او امنيت بۀ ونسيږي ،صندقونه بۀ پر ټاكول ځايو كي كيږدي كه چارايه وركړه تكه يې نه كړه ور نو مازديګر بۀ ټانګونه او امنيتي كسان ولاړي شي ماښام به طالبان راشي ، خلګ به درايو دكارولو په تو ر ونيول شي ؟
په لسګونو وسله وال طالبان به له موټرسيكلو سره دپي ارټي ترځنګ راتير شي او خلګ به له كورونوراوباسې پوښتنه بۀ وكړي ولي مورايه وركړيده موږخو منع كړي واست ؟ اوس بۀ نودوئ ته ځو ك ځه ډول ځواب وركوي ؟
ايا پوهيږئ دطالبانو له ا مره سرغړوني ته كومه سزا غوره شويده . وهل ټكول بي عزته كول تړل شړل او، سرپريكول ،،،،،،،،،،،،،،،،،
په نا ارامه سيمو كې له كاپيسا بياتر فرا ولايت .پوري ختيځ، جنوب ختيځ لويديځ سيمي چي نيم افغانستان جوړه وي او په لويدځواو شمالي سيمو كي وضعه ډيره خرابه ده ، دټاكنو امنيت يوازي پرپا خه سړ ك او په رسمي دولتي ودانيو لكه ولسوالي ، ولايتونو كي په ښارونو كي نيول شوي دي ، نور ي لري پرتې سيمي دطالبانو تره پوره واكمني لاندي دي ،
له پرونه راهيسي طالبانو دپكتيكا ، غزني اوزابل په ولايت كي خلګوته ويلي چي ټا كنوته بۀ نه ورځئ سرغړونكي ته به كلكه سزا وركړله شي ،او 30000 افغاني نغدي جريمه به له نوري سزاسره پريكوي .
له دي امر سره سم يې ځانګړو طالبانواو خپلو پلويانو ته لار ښونه كړي ده چي دټاكنو كارتونه له خلګو ټول كړي ،
له پرون راهيسي دپكتيكا غزني اوزابل په ولايتونو كي له خلګو ځخه دكارتونو ټوله ول پيل كړيدي ،
له دي سره سره يې ځانګړو كسانوته لارښونه كړيده چي دټاكنو په ورځ دټاكنو له مركزونوسره ځاروكړي چي ځو ك رايه كاره وي ،رايه وركونكي او كارت لرونكي په نښه كړي،
سيميز خلګ اوس له ويري نه شي كولاي رايه وكاره وي ، ځكه چي ټو ل تريو ډول تعقيب لاندي دي .
دغزني ولايت د جاغورو ناور، مالستان پرته ټولي پښتون ميشتي ولسولي دطالبانو ترولكې لاندي دي . يوازي پرپاخه سړك او بازارونو كي دولتي واكمني چليږي ،
دزابل ولايت ټولي ولسوالي له مركزونو اوښارونو پرته دطالبانو ترولكې لاندي دي ،
په داسې ناامنه شرايطو كي ځنګه كيداي شي ټاكني مشروعيت ومومي چي دهيواد نيمه برخه ټوله له ټاكنو بئ برخي پاته شي ،
په دي ټاكنو كي دكارپوهانو په اندونو كه هرځو ك بريالى شي ساسي اوملي مشروعيت بۀ يې ترسوال لاندي شي ،
طالبانو د كار او عمل دلايحي له وړاندي كولووروسته په خلګو كي پوره نفوس اوملاتړپيداكړي دي ځكه چي ټولوخلګوته اوس يو ډول ډاډ پيداشو چي له جرمه پرته نه ځورول كيږ ي له دي كارسره طالبانو ديو سياسي منظم ځواك حثيت ترلاسه كړي ، كه داكار دوي وړاندي كړي واي اوس بۀ په سياسي ميدان كي دډيرو سياسي لاس ته راوړنو لرونكي واي ،
په هر صورت زمو ږ هدف ټاكني دي چي په پښتني سيمو كي له پوره انديښنو ويرونو او ګواښونو سره ترسره كيدونكي دي په دي مهال له امكان لري نه د ه چي صندقونوته دي دواكمنو كانديدانو ملاتړي كونكي دخلي خوښي سره كارتونه ورواچول شي ،
كه ديو ې خوا له امنيتي ګواښونو سره ټاكني مخامخ دي نوله بلي خوا مخكي لا ددرغليو لپاره كارشوي دي چي دواكمنو اودولتي مسولينو تر اغيزي لاندي بۀ ددوئ له خوښي سره سم درغلي ځه چي درغلياني وشي ،
په هيوادكي دملي سراسر ي سولي په هيله .
پاى رحمتيار