
رحمتيار
تيره ورځ په ځينو پاڼو كې ليكل شوي وچې دټاكنو د خپلواك كميسون له خوا ښاغلى شهنواز تڼى د ډاكتر نجيب الله دحكومت په مهال په جنګي جنايتونو كې دښكيل تيا له امله دولسمشرۍ دنوم اندو له ليست څخه يې نو م لري كړل شوى دى ، او څوتنه نورهم ترپو ښتني لاندي دي ، او س پوښتنه دلته راپيداكيږي چې دانارې ټو ل وهي چې دټاكنو كميسيون خپلواك دى، او داهم ويل كيږي چې په اساسې قانو كې راغلى هغه څوك په جنګي جنايتونوكې ښكيل پيژندل كيږي يا جنګي جنايت كونكى، هغه څوك دي چې با صلا حيته محكمې له خواپريكړه ورباند ي ختلې وي ،دمحكمي له خواپيژندل شوي وي ؟
او س راشې وګوري او خپله قصاوت وكړئ چې پرښا غلي شهنواز تڼي باندي دكومي محكمې له خوا پريكړه ختلې او په كومو جنګي جنايتونوكې ښكيل او لاس درلود؟
بله خبره داده چې جنګي جنايتونه خو به تعريف لري؟
جنګي جنايتونه كومو جنايتونوته ويل كيږي ، تركوهه ځايه چې نړيوال نو رمونه دي هغه داوايې چې جنګي جنايتونه هغه دي چې دجګړي پرمهال په قصدي ډول بئ ګنا خلګ وځوورل شې ووژل شي ، اوددوي پر سر مال اونامو س باندي بريدونه وشې ، په جګړو كې ددخيلو ډلو وژل او يو پربل بريد كول چې بئ ګنا خلګوته زيان ونه رسيږ ي په جنګي جنايتونو كې نه راځي، بلكي هغه د وسله والوترمنځ جګړې دي ،
اوس كه لږ تير ته پاملرنه وكړو دډاكتر نجيب الله دحكومت په مهال چې ښاغلى تڼى صاحب ددفا ع وزير وو ده خپله دند ه كه هر ډول وه خورا ايماندارى ترسره كوله ، چيرته او په كوم ځاى كې ده اوددو وسله والو پو ځونو د بي ګنا خلګو پر سرونو مالونو اونامو سونو بريدونه كړيدي ؟
ايا څو ك بۀ داسې شواهد وړاندي كړي چې د ډاكتر نجيب يا دانقلابيونو پر مهال دي داسې كړني شوي وي چې دخلګو پر نامو سونو او مالونو بآندي بريدو نه شوي ؟
فكر كو م هيڅوك بۀ داسې شواهد او اسناد ونه لري اونه هم داسې پيښي شويدي چې پربې ګنا خلګو دي بريدونه شوي وي يا دي دهغو ناموسونوته په سپكه كتلى شوي وي .
چې داسې ده نو بيا ولي داسې ناوړه تورونه پريو ه داسې شخصيت باندي لګيږئ چې په ټول ژونديې ديوې افغانۍ خيانت له ملت او خپلي دندي سره نه دى كړى ، په پوره صداقت سره يې دنده تر سره كړيد ه .
دوهم ايا داكميسيون خپلواك دي ؟ دا څنګه خپلواك دي چې په جنګي جنايتونو كې ككړ كسان دولسمشر معاونين او كانديدان دي پر هغو تورنه نه لګيږي او نه يې نوم لري كيږي چې ټول افغانان دكابل هر كو څه او ټوله نړې يې په ملي جنګي جنايت كارانو پيژني ، او دخلګو پر نامو سونو مالونواو سرونويې داسې تجاوزونه وكړل چې تاريخ كي بيلګه نه لري اود په يو شپتمه پيړي كې يې دجنګيزنوم راژندى كړ.
راشئ داڅو پوښتني له ځانه وكړو له ملت يې وكړو او له وجدانه يې وكړو چې :
=چيرته انقلابيونو دخلګو دميرمنو نه تي پريكړي دي ؟
= چيرته يې پر نامو سونو ير غلونه كړيدي ؟
= چيرته يې ناهيده له وحشت اوبربريت څخه له دريم منزل نه ځان لاندي را اچولى دى ؟
= چيرته افغاني پيغلو دخپل عزت دساتني لپاره دكا بل سيند ته ځانونه اچولي دي؟
= چيرته يې د افغانانو په سرونو كې ميخونه ټكوهلي دي ؟
= چيرته ېي دمړو رقصونوته ميلې جوړولې ؟
چې دا يو كار يې هم نه وي كړى نو بيا ولي داسې لوي ظلم ورسره كيږي ، دا دپښتنو په وړاندي يو دسيسه ده چې مخګي له مخې په مسكو او تهران كې جوړه شوي وه او دكابل دچارواكو له خوا پلي شوه . كه ايرانيان داسې كتا بونه راليږلاي شي چې پكي ليكلي دي : ( فارسي شيرن وشكراست = پشتو ګوز خر است ) نوايا زمو ږ ملي سيا سي شخصيتونه نه شې بدنامه ولاي ؟ هو كولاي يې شي، خوادټولوپښتنو لپاره سپكاوى او ورته دخطر نوي زنګ وهل كيدل دي چې په يوه ډول موهم نه پريږدي .
دعبدالله لپاره دملاتړ غونډي كيږي د خليلي لپاره ټولۍ اسانتا وي برابريږي ، خو پښتون ا و ځئږ پښتون چې ترهر څۀ ورته پښتو او افغانيت ګران دي دجنګي جنايت كارانو په تور لري كيږئ ؟ داډير لوى خطردى پښتنو ته ، او افغانيت ته ملي يوالي او ملي افغاني روحيې ته ؟
وايې چې مربي لري مربا خوره دا خلګ تكړه با داران لرى ، ځكه يې څو ك له ميدانه نه شې لري كولاي ،
* دايو واقيعت بايدومنو چې دپردوغلامان ترموږ ښه دي وا ك لري يوالي لري او كار كوي، ګوري دتڼي صاحب پرخلاف يې په كابل اوهرات كې مظاهري وكړي ، نړيواولواوكميسون هم دهغو پرلاره ولاړى ، خوراشې دي خواته چاد خليلي او عبدالله او دتهران مسكو دګوډاګيانو پرخلاف مظاهري كړي دي ؟
كه چيرته لويې پكيتا داميړانه كړي وايې اوياهم نوروسيمو چې زموږ په سرونوكې ميخونووهونكې جنګي جنايت كاران دي بايد لري شې كه يې ځوك نه راسره منى نو موږ له ټاكنو سره بايكاټ كوو ، چانه ورسره منله، هر چاورسره منله خو په پشتنو لويه پكيتا اونوروسيمو كې دونه ميړانه او غيرت نشته چې له خپلو رواحقوقو ننګه وكړي ددوي سترګې ډالرو او معاملو ړندي كړي ا ووجدانونه يې پلورلي دي چې پلورلي وجدان هيڅوخت توره نه شې كولاي ،
تڼي صاحبه ته خو بآدارنه لرى ستا ملت هم چې دچا بآداري نه منى وګوره څۀ حال يي دى ، ماشومان ميرمني او مشران يې په بمونو الوځو ل كيږئ ، ستا لپاره وخت شته هغه وخت ډير ژر راتلونكى دى چې همدا خلګ چې نن ددښمن په خوله په تا پسې نارې وهې ، سبا بۀ تا په اوږوكې ګرځو ي ددوي دپوهيدو لپاره لږوخت پاته دى ،خوتاسوته هم په كارده چې دټولو ملي شخصيتونواوګوندونوديوالي لپاره له هر ډول توپيرپرته كاروكړئ .
افغانان خاموشه اكثريت يوه لويه ګټه وكړه ملي شخصيتونو او ملي روحي ته يو اشاره وشو ه چې داوطن غلام دى او دغلامانو لپاره هرډول اسانتاوي شته خو دخپلواكو او ازادو لپاره چانس نشته ، كه غواړئ دژوند ټولي اسانتياوي ترلاسه كړئ؟ كه غواړئ ښه قدرت ولري او ښه ژوند ولرئ نوراشې غلامان شئ تكړه غلامان ، يو بآدرا پيداكړئ ، تكړه بآدرا چې په ټولو كارونوكې كرنيل خودمختارياست هرڅه موزړه غواړي كړي ،
* اوس خبره روښانه شوه چې شهنواز تڼى يو ملي خپلواك سياسي افغاني شخصيت دي ،چې په يوه بهرنې هيواد او جاسوسي شبكو پوري نه دي تړلى ، ځكه پشتوانه نه لري كه يې درلوداي نو ددوستم غوندي يا د محقيق غوندي به يې چامخ ته ګلونه نه شواي اچولاى . او كه له ده سره داسې عمل شوي واي نو دكرزي غوږونه به يې وخته تاو كړي وو. چې دازما سړى دى هر ډول چې كيږي ويي ساته كنه په ...............
زموږ نادانه اوبي علمه له هر څه ناخبره عزيزان بيا وايې داخو نو خلقى و بايد لري كړي يې وايې ، دښمن دښمن دى هغه دي نه سره ويشي ،ځوك دطالب اوالقايدي ، ځوك دحزب اسلامې توندرو، او ځوك د نيكټايې دار طالب ، ځو ك دپاشيست اودخلقى په نوم مو سره بيله وي اوبيا مويوبل په خپله سره جنګوي. خو دا زموږاوستا سو جهالت دى چې خپل ځانونه دهغو په خوله سره بيله وو
زما داليكل ددي لپاره نه دي چې زه له انقلابينونه دفاع كوم ، خو اصلي خبره داده چې مو ږ با يد واقعتونه ومنو او نورپه تياروكې پاته نه شو خير كه يو څه ترخه دي خو منل يې ګټه لرئ ، او خپلي اشتبا وي ومنو چې خپلو عزيزانوسره ناوړه چلند دنورودسياسي ګټو پراساس كوو ،
له ټولو هيوادوالو داهيله كيږي چې د ټاكنو ددي لوري كميسون ددي پريكړي په اړه خپل غبرګونونه وښئ او هيوادوالوته داروښانه كړي چې تركاسې لاندي نيمه كاسه شته ، زموږ پر مشرانو دي داسې نا وړه تورنه بي اساسه ديو چا دخوشحاله كولو لپاره نه كوئ ،
ګرانو هيوادوالو : لمر په دو ګوتو نه پټيږي .... غواتوره او شيدې يې سپيني دي
دښمن په كمين كې ناست دي له هر ي وسلي كار اخلي ترڅو زموږ په منځ كې درزونه واچوئ او يو بل سره وجنګوئ ، او دو ي زمو ږ له نفاق نه ګټه پورته كړئ ، بس دى راځئ نورسړي شو دسړو په شان ديوالي فكرو كړو،
موږ بايد دي ټكي ته متو جه وه او سو چې برياليتو ب مو په يوالي كې دى ، دايوالي له تيرو ټولو ناوړه اندونواو كړنو له تيريدو او ديوه نوي روښانه راتلونكې لپاره دملي يوالي اوملي ستراتيژي له ټاكلو پرته منځ ته نه راځي .
موږ با يد خپل ملي شخصيتونو وپيژنواو درناوى يې وكړو كه هرڅوك وي او په هر ډله پوري تړاو ولري . افغانيت پښتو ژبئ او پښتو نوالي ته دهغو دوفادري او خدمت په اسا س ورته درناوي ولرو نه دشخصي ګټو او ګروپي اندونو په اساس او يا دپردو په خوله .
هيوادوال اوس په دي وپوهيدل چې ملي خپلواك او افغاني مشران او شخصيتونه شته اولرويې چې په هيچانه دي پلورل شوي، يو ه ورځ به راشې چې ددي ملت سترګې به روښانه شې سد به يې سرته راشې په همدغو مشرانو پسې به ددي دايمانداري صداقت ا و وفاداري په اساس ودريږي ،ملاتړبه يې وكړي او خپل سرنويشت به په خپله خوښه وټاكي ،له دي ستونزو به ځانونه وژغوري . دپردوپلتې به يې له غوږووځې له هرډول بدګمانې توپير پرته به سره يو لاس پر مخ روان شې.
زموږ مظلوم اولس كړيدلي افغان ملت او ټول هيوادوال له ټولو ملي ګوندونو اوشخصيتونو هيله كوئ چې تيري تربګنئ پريږدي او داوسنيو شرايطو دغوښتنو په اساس سره كيني او يو موټي شې اولس له دي ستونزو ژغوري ، تربل هروخت اوس ملي ، سياسي اندي يوالي ته اړتيا ده، اوداولس هم داارمان دي ځكه په ملي سياسي يوالي كې دژغورني لاره پره ته ده .
را ځئ چې د ملي رو حي لرونكو او ملي ستراتيژي لرونكو شخصيتونو سره ملګري شو او خپل سرنوشيت په خپله وټاكو ،
راځى دا ميړانه وكړو داتوره وكړو دا ايمان تير كړو له سپني ماڼې او دهغو له ګوډاګيانو داواك واخلو چې زمو ږ سرنويشت ټاكئ ، راځي داكار په خپله وكړو خپل سرنويشت په خپله وټاكو .
په دره ناوي سره
رحمتيار