
رحمتيار
په دي ورستيووختونوكې له رسينو داسې نوي خبرې اوريدلی كيږي چې سړى دخيالونواوفكرونوپه ټالونوكې ځنګولوته اړباسې، چې لا س ترسرلاندې او پكې دونه چرتونه ووهي ترڅو اخيري تل ته ځان ورسو ي، خو له ناوړه مرغه دونه وخت څوك نه لري چې دې كارته ملاوتړي، دنس غم ټو ل اخستي اوياداټولې خبر ې ورته بآبولالې ښكاري .
دټاكنو لپاره هركانديد له ځانه سپين چرګ جوړول غواړ ي چې اولس پرې باور وكړي ، دوئ ته رايه وركړي ، دوئ اوس هم داسې فكر كوي چې اولس پخواني اولس دي ، چې له هرې سوړې بۀ دې سرراپورته كړاو خوږې پستې خبرې به دې ورته وكړې بې له دې چې فكر وكړي دستي به پسې روان وو تر هغو چې په كنده كې به يې واچول اوخپله به يې سيلونه كول ، . اوس اولس ډير پوهيدلی دی په اسانه يې په سترګوكې خاورې نه لويږي د عقل اوسوچ كولو عينكې يې پيداكړي چې د غلامانو او پلورل شويو دنيرنګونو له خاورودوړو ځانونه وژغوري.
تيره ورځ مې په خبرونوكې واوريدل چې ښاغلي كرزي يو ځل بياله خولې لاس اخستي او سپين سترګي ته يې ملاتړلې ده . نمك حرامي ته يې لاس اوږدكړی دی ، كله چې مې دده دويان اوددوی خبرې واورېدې حيران شوم چې داڅه وايي داميړانه يې له كومه كړې ، څه خوب يې ليدلی چې دونه دنارينه اودميړانې نارې وهي، دكوم زمري بريت يې پيداكړى دى ، دكوم بابا كالي يې اغوستي دكوم بابا توره يې پيداكړې ده چې دونه ترځآن لوړې اوترخولي تيروخبروكولو جرات يې پيداكړى دى .زه فكر كوم داډيره ناځواني اونامردي ده چې ګران كرزي لالا ورته ملاتړلې ده ، نه بايد دونه سړى نمك حرامه شي ،
ښاغلي كرزي وويل چې دامريكا سفير حق نه لري چې په خپل سرله كانديدانو سره وګوري دبهر نيو چارو وزارت څخه بآيد اجازه ترلاسه كړي ، داكاريې زموږ په كورنيو چاروكې لاس وهنه دملي حاكميت اودخاورې پر تماميت يرغل دى چې موږيې په كلكه غندو اوپه وزيرانوشوراكې دبهر نيو چارووزارت ته امر وكړ چې داموضوع تر څيړنې لاندي ونيسي ، اوس به راشو دي ته چې :
ښاغليه كرزيه ته ولې نه شرميږې غلام چې دبادراله امره سرغړونه كوي نو داعدام لايق دی نو ته ولې دخپلو بآدرانوسره نااغيړي كوي ؟
ښه كه اوس داسفيرله خدايه ونه بيريږي اوله جهانه ونه شرميږي تر لاس دې ونسيږي اوله څوكۍ دې راكښته كړي درسينوپه وړاندې درته ووايې ګرانه نورپردې څوكۍ مه كينه ماراوستلې وې ، نوردې نه غواړم ښه دخدای بنده ته به څه ورته وايې . له شرمه به كښته ګورې نوربه چاته د پورته كتلو توان ولرې ؟ . اوس يې هم ددوئ كورودان چې ستا پر خبرو غوږ نه ګروي .
كله چې اته كاله مخكي يې له هوتله راوستلې او ولسمشريې كړي اوله دوی سره دې پروتوكول دشمالي ټلوالې په ګډون امَضاكړ چې تاسو موږ قدرت ته ورسوئ په افغانستان كې تاسو خپلواك ياست هر كار چې غواړئ اوهر څۀ چې كوئ په ازادانه توګه يې كولاي شئ ،هغه له تاسوسره خپله ژمنه پوره كړه تر پرون پورې تاهم خوله پټه نيولې وه چې هر څه دوی درته ويل هغسې دي كول خونن دې داښكر له كومه كړل چې دخپلو بادرانو په خلاف نارې وهې ،ګوره ښاغليه داكار مه كوه بښنه ترينه وغواړه داد غلامانو په كتاب كې لويه ناځواني اوغلط دنه بښلو كار دی نوته نه بآيد دغلامانو پرلمن تور داغ شې ، بلكې دشاه شجاعګانواوكارمليانو په غلامه دنيا كې بايد لمرغوندې روښانه اوسرلوړی ژوند وكړې ،
خبره دملي حاكميت دخاور ې تماميت شوه په زرګونه بهر نيان په هيوادكې په خپل سرنه هغه كارونه كوئ ، پرافغانستان يې ير غل وكړ، په سلګونو بې ګنا هيوادوال يې شهيدان كړل ، زموږهرڅه ملي معنوي ازرښتونه يې تباه كړل ، پر هيوادالو دونه ماتمونه وكرل شو ل ، دغمونو او ويرونودومره سيلابونه راغلل تا غوږهم ونه ګراو ؟ دهيوادوالوپه ياددي چې پرون تاويل : طالبان بايد يامړه شي ونيول شي اوياګوانتاناموته وليږل شي بله لاره نه لري ، دطالب ترنامه لاندې چې هرڅه پردغوخوارانو كيدل تاسو خوښي څرګنده وله، داتاسوواست چې دخلکوپه وينوسره ليوا ن موپرواكمنان كړل ، دغلوداړه مارانو مافيا رشوت خورواوپه ټولوټوليزوناروغيوككړ خلک دې دملي يووالي په نامه دمصلحتونو په نامه سره اټول اويو غلام اوويني څښونكې حكومت مو جوړاوتراوسه دوام وركوئ ، اونن دې له پرون نه عبرت ونه كړ بيا دې دخلکو قاتلان اوقسم خوړونكي دهيواداوخلکودوښمنان دځان ترڅنګ كينول اوله خلکو درايه غوښتلو په نيت پرخپلو بادرانو لګيږې ،ته يې دخواروافغانانو پروينوسربيره راوستلې ارګ ته يې دننه كړې ، تيره ورڅ پرون نن چې دونه وينې تويږي داټولي ستادواكمني ددوام لپاره ددي ټولومسوليت ستا په غاړه دى .
نن هيوادوال وپوهيدل چې غلامانوته ملي حاكميت اودخاوري تماميت څه شئ دى ، كه ستاسو سر او قدرت ته لږ خطر پيښ شو نوهغه ته ملي حاكميت ته دخطر عنوان وركوئ ، نوراولس په بلاپسې چې هرڅه ورسره كږي ، دلته دوې خبري دې يوه دا چې له خپلو بادرانوسره مولاسونه پټ كړي دادي هم له پاكستان نه زده كړل ، چې له امريكانوسره پټ هرڅه منئ او په ښكاره يې ددي لپاره چې خلګ ختا كړي پر ضدناري ناري وهي ، ياداچې نوردغلامي دنده په ښه ډول نه شې اجراكولاي .
له بآدرانو مايوسه سواست . دخپل قدرت زيان دي احساس كړيدي ناري دي پورته شو ې .
نورستاسودتمسا په اوښكو خلګ پوهيدلي دي ،ستاسوپه دي نارو، نه ختا كيږي چې غربيانوته مې داسې كلكي وكړې ، همدا غربيان تا راوستلي دي ؟ ددوي اوسيدل تا مشرو ع كړيد ي ؟
تاسو پردي خاوره دغربيانو له خوادهر تيري ظلم اوناروا مسوليت په غاړه لرئ ،
ښه به داوي چې نورددي خلکو پر زخمونو مالګې وروه نه دوړه وي، او پر كراريې پرږدې چې ستاله لاسه خوړلوزخمونو له دردونوسره لږ ارام شې ،نورغله داړه ماران او پلور ل شوي قسم خوړلي د دي ملت دوښمنا په يوه بل نامه مه پري مسلطه وه . داستا لپاره دهيوادوالو دميلينونو خاموشه اكثريت پيام دى ،
اوس راځودي ته چې دغه نورغوړه ماران وګوره چې نه شرم لري نه حيا ، نه له خدايه ويريږي اونه له اولسه شرميږي ، پرون دحقوقودانانو اتحاديې غونډه وكړه ريس قاضي وويل چې دامريكا ښكاره مداخله بايد بنده شې داد نړيوالو موازينو خلاف كار دى ، مخنويې بايد وشي ، دځمكې تماميت نه سرغړونه ده .
تاسو اوس فكر وكړ ي دايې حقوق دانان چې لمر په دوګوتو پټوي .
په ډيره سپين سترګې سره يې وويل :
ښاغلي كرزى دملي يووالي اودسولې سمبول دى ،ولې داښاغلی دڅوپيسو او قدرت لپاره دونه لوى ملي خيانت ته اوږۀ وركوئ ، كوم ملي يوالى ؟ كومه سوله . كوم سمبول ، كومه ازادي ؟ كومه ځمكني بشپړتيا . كوم ملي حاكميت ؟ او كرزى بايد په راتلونكي دوره كې ستونزوته تر امكان پور ي دهوارى لاره پيداكړي ،
كرزي ته يې بيا قانونې لاره پيداكړه كه يې امكان درلود چايې خبره منله ستونزي دي هواري كړي كه يې نه درلود په بلاپسې هرڅوك چې هرځۀ كويې ودي كړي . دغوپوهانوحقوق دانانوته په كارده چې يواري دهيوادكلي كورونه او لري ښارونه تر څيړني لاندي ونسيږي چې ښاغلي كرزي ته كوم لقب وركوي نه داچې تاسو يې وركوئ ،ايا دخلکو وينې تويه ونكې دقدرت دساتني لپاره ، معامله ګر او غوړمال ، شر اچونكې او كه دسولي سمبول ؟ دپښتني وينواوارزښتونوليلامونكې اوكه ..............................
ګران هيوادوال بايد په دي وپوهيږي چې د دوئ په پاكو احساساتو څنګه لوبې روانې اوددوئ دغولوه ولولپاره له څومره نيرنګونو اوپريبونو كاراخستل كيږي.
موږ بايد له پوره هوښياري كار واخلو ، په راتلونكو ټاكنو كې كه ځۀ هم له درغلي ډكې دي او فكر نه كيږى چې سمي ترسره شې خوبياهم له دي واره په خپل انتخاب كې هوښيار وه اوسې ، ددغو سياسي مداريانو په چلو نوخوږواوپستو خبرو اود تمسا په اوښكو ونه غوليږئ ،
موږ ملي يوالي ته اړتيا لرو ملي واكمن دولت او مشرتوب ته چې ترهرڅه ورته اسلاميت افغانيت او قانون اهميت ولري ،
موږ داسې دولت ته اړتيالرو چې دهيوادوالولپاره دچل اودوكې پرځاى عملي ملي پلانونه ولرى ،
موږ له بيخه يوه ملي سياسي داسې بدلون ته اړتيا لرو چې پكي پلورل شوي سرترپايه غلامي څيري لري اوپر ځاي ملي كاركونكې اشخاص رامنځته شې چې ترهر څه پر قانون ولاړوي ، كه څۀ هم داكا ر ګران دى خو كول يې شوني دي ،
موږ كولاي شوي چې داسې ملي مشر چې دمشرتوب اوعلميت كاركولو او صداقت ، زړورتوب قانونيت روحيه ولري په لرلوسره دي ستونزته دهواري لاري پيداكړو ، چې داټولي ښيګڼئ يوازي اويوازي په ښاغلي اشرف غني احمدزي كي ليدلاي شو اوپكي شته ،
له ټولو هيوادالو او دټولو ملي يوالي اوملي زعامت غوښتونكو ملي فرهنكي كړيواو شخصيتونوهيله كيږي چې د ښاغلي احمدزي ملاتړوكړ ي ، ترڅوبرياليتوب يې وياړ شې ، او دهيواوالوپه پوهاوي كې نه ستړي كيدونكې ګامونه پورته كړي ، دتاريخ په دي اساسو شرايطو كې خپل ملي اسلامي اوافغاني خپلواك مسوليت په ښه ډول سرته ورسوي .
دملي يوالي ملي مشرتوب او پاك ملي اسلامي افغاني ايديالوژي لرونكی خپلواك واكمن دولت اوافغانستا ن دلرلو په هيله په دره ناوي سره ..........رحمتيار