
نړۍ د پیدایښت نه تر ننه پوري انسان پیژني خو انسان تر ننه پوري نړۍ ونه پیژانده چې نړۍ د وجودیت کومه برخه ژوندۍ ده
په ځمکه ژوند کول اسان دي خو په دي پوهیدل ګران دي چې ولي ژوند کوو؟
راځو او په همدي ځان پوهوو چې مونږ د نړۍ پرمخ هغه موجود یو چې هم نړۍ پیژنو او هم په دي پوهیږو چې نړۍ د ژوند کولو لپاره پیدا شوي خو ژوند پکي نه شو کولای د ژوند کولو په طریقه پوهیدنه وخت ته ضرورت لري او وخت د ثانیو په حساب دومره تیز روان دی چې پسي رسیدل لا ستر فکر ته ضرورت لري
د افغان په جغرفیایي محدوده کې یوازي هغه خلک چې تر ډیره په دي پوهیږي چې زه څوک یم پټ دي
او دا محدود شمیر خلک هم تر اوسه په دي نه پوهیږي او نه يې تکراروي چې مونږ څوک یو؟
ځکه دلته د ضرورت اساس دومره دروند دی چې ايښودل يې د انسان ملا او پرمخ وړل يې د انسان ژوند له منځه وړي
مونږ په څه باور لرو چې پوه شو مونږ څوک یو؟
دا پوښتنه د باور ده او د (مونږ ولي څوک نه یو) ددي پوښتني لمړنۍ رکن دی چې کولای شو ورته د مخکي وړلو لمړنۍ فرمول هم ووایو،نو په همدي اساس راځو باور ته او باور سره پیژنو
باور څه دی؟ څه کوي؟ څه کولای شي؟
باور هغه څه دی چې د انسانانو فکرونه له یو بل سره تړي او په ټولنه کې ژوند کول له نورو سره ورزده کوي،او باور همیشه په ځان باور لري چې زما ساتل په ټولنه کې شته بدبختي له منځه وړي،او شته انسانان ستري بریاوي تر لاسه کولای شي
دا چې مونږ په باور څومره باور لرو،ښه پوهیږو او په دي هم پوهیږو چې د انسانانو تر منځ د باور نه شتون د انسانیت په نړۍ کې ستري پیښي رامنځ ته کړي او لا هم دا لړۍ جریان لري چې زمونږ افغاني ټولنه يې تر ټولو ښه بیلګه ده
اوس دلته موضوع پیچلي کیږي او خبره د څو رکنونو یو ځایوالي ته ځي تر څو نتیجه تر لاسه کړو چې مونږ ولي څوک نه یو؟
ژوند د رکنونو مور ده او څومره چې مخکي ځي هغومره د ژوند فلسفه پیچلي کیږي او تر اخیره په دي نه پوهیږي چې انسان ژوند ته ضرورت لري او که ژوند انسان ته او که دواړه د یو بل سترګي دي او باور يې تر منځ تار نښلولی؟
خپل فکر پخپله جوړول په دي معنا چې نږدي ده په دي پوه شي چې څوک یم؟
خو لا وخت شته چې په دي پوه شي مونږ څوک یو ځکه چې په بي باوره ټولنه کې ژوند کول خپله په ځان دا شاهدي ویل دي چې مونږ په ځان باور نلرو او شته باورونه یوازي هغه څه دي چې هوا ورته ضرورت لري او زمونږ د سترګو له دید ورکیږي
مونږ کولای شو په دي پوه شو چې ولي څوک نه یو خو دلته هغه رکنونه چې انسان ورته ضرورت لري نه دي یو ځای شوي او تر منځ يې باور نه شتون ستر لامل دی
دلته مو رکنونه تر ډیره تشریح کړه،که فکر وکړو زما په نظر د ټولو جواب یو ډول او دا هغه څه دي چې د رکنونو تر منځ يې هم باور راوستی او له یو بل سره يې تړلي دي
اوس په دي ډیر ښه پوهیدلی شو چې پوه شو مونږ څوک یو؟ یا مونږ ولي څوک نه یو؟
ځمکه د انسان په نامه د انسان لپاره جوړه شوي او ځمکي خپل پوره باور انسان ته ورکړی چې زه هم ژوندۍ یم او هم ستا تر خپو لاندي مړه،ته هم زما په څیر په ما باور وکړه او زما په مقابل کې هم مړ شه او هم ژوندی اوسه
نو همدا لامل دی چې انسان مغروره فکر لري چې له دي سره هیڅ تړاو نلري چې زه څوک یم؟ او یا مونږ څوک یو ځکه دلته هغه وجود نشته چې ځان پیژندنه پکي موجونه ووهي دلته یوازي ځان پیژاندنه لکه وران دیوال له خپل سیوري خوره خوري او خپل وجود له منځه وړي
که دبل پیژندني نه تیر شو او ځان پیژندنه مو غوره وګڼله لري نه ده چې یوه ورځ به په دي هم پوه شو چې مونږ څوک یو،ولي څوک یو،او دلته څه کوو.
مونږ افغانان ځکه یو چې مونږ ځان نه دی پیژندلی زما او د خاوري تر منځ چې کومه پیژندنه ده د هغي باور چې په ما يې لري ماته دا رابښلي چې مونږ افغانان یو.
همدا مو اول همدا مو پای،ځکه خو وایو چې نه يې په اول پوهیږو نه يې په پای ځکه چې په ژوند کې ستړی مړي هم ژوند کوي.
مونږولي څوک نه یو؟ لا پوه شو چې څوک یو؟ افغانان وو افغانان به یو افغانان به اوسو،د کاغذ په مخ نه د ځمکي په مخ.