
د الموت کلا د ايران د اسماعيليانو په اوږده پايښت کې ډېر مهم رول درلودلی دی، که چېرې د الموت کلا په يو لوړ او پيچلي ځاى باندې نه وى نو د اسماعيليانو د(١٧١) کالونو قدرت به لا په خوا د دوى د غښتليو مخالفينو لخوا له مينځه تللى وى، نو ويلى شو چې د اسماعيليانو د دومره اوږده واک پايښت سبب يوازې او يوازې د الموت کلا د طبيعي اراضۍ جوړښت ؤ، نو بايده دي چې د نوموړي کلا په څرنګ والي باندې رڼا واچول شي او د الموت د نوم مانا هم روښانه شي تر څو ښاغلي لوستونکي د عربى ژبې د(الموُت) چې د مرګ مانا لري تېر نه وځي.(آله آموت)په محلي ژبه کې(آله) د عقاب په مانا او (آموت) د آموخت په مانا دی يعنى عقاب آموخت يا(عقاب آموز). (قلاع اسماعيليه ص ٧٤)
په پښتو کې د عقاب د زده کړې ځاى ورته ويلى شو، چې عقاب خپلو بچو ته د الوتلو او ښکار کول ورزده کوي، په فرهنګ عميد کې د الموت مانا د ښکاري مرغانو ځالې ته وايي، لکه عقاب باز او شاهين.
د الموت کلا حسن صباح په کال(٤٨٣ ه،ق)د رجب په شپږمه د پنځم په ورځ په پټه او فريب ونيوله چې (٣٥)کاله يې د هغې کلا څخه خپلې عقيدې او ترهګریز اعمال ترسره کړي دي، حسن يوازې دوه ځلې له هغې کلا څخه د لنډ وخت لپاره وتلى دى. (شناخت اديان و مذاهب معاصر ٢٢٤)
نوموړي کلا د ايران د قزوئين په غرنى سيمه کې د يوه غره پر سر جوړه شوي ده، چې په عجيبه لوړو کمرونو او د غټو غټو تيږو پر سر ولاړه ده، لوړوالى يې تر(٢٥٠) مترو پورې رسيږي، د کلا لوړوالى د بحر له سطحې څخه(١٩٥٠) متره دی. (فرمان رواه الموت)
د الموت کلا ديلمي شاهانو د خپلو مخالفانو لپاره د زندان یا(تعبيد ګاه) په توګه کارولي ده، وایي چې د ذکر شويو شاهانو له جملې څخه يو پاچا د ښکار سره ډېره مينه درلوده او مدام به يې ښکار کولو، يوه ورځ يې خپل عقاب په هوا کې خوشى کړ او هغه يې د څارنې لاندې ونيوه ترڅو چې عقاب د الموت په يوه لوړ ځاى کېناست، پاچا هغه ډېر لوړ ځاى وموند او ويې ويل، په دغه ځاى باندې کلا جوړه کړى او د هغې نوم يې(آله موت=آله آموخت)کېښود.(تاريخ ايوبيان ٤ ټوک ص٣٥٦) نوموړي کلا د ديلمي پاچاه لخوا په کال(٢٤٦)کې جوړه شوه. (سرزمين قزئين ص ١٩٤)
د الموت د سيمې هوا د اوړي په موسم کې په سيوري کې له ٣٢ درجو څخه نه لوړيږي. (قلاع اسماعيليه ص ٩٥)
وروسته له هغې چې حسن صباح د الموت کلا ونيوله د ده د پيروانو عمليات دومره چټک وو چې په ډېر لږ وخت کې يې نورې ډېرې کلاګانې او يو شمير محمکم ښارګوټي ونيول د هغو نيول شويو کلاګانو نومونه عبارت دي له ميمون دژ، لمبسر، دېره او استوناوند او داسې نور ځايونه؛ د البرز په غرونو کې د ګرد کوه(۱) کلا د دمغان سره نږدې طبس، تون، زوزن، خور او داسې نورې؛ په قهستان کې د شاه دز کلا، د خان لنجان کلا د اسفهان سره نږدې کلات، تنبور او نورې څو کلاګانې او د کوهستان په فارس کې کلات، ناصريه او حوزستان. (اسلام در ايران ص ٣١١)
دا چې خلک له ډېرو کالونو راپدې خوا د اسماعيليانو د نزاريه باطني ډلې له ترهګرو کړنو څخه تر پوزې راغلي وو او د دوى د له مينځه وړلو لاره يې هم نه وه، نو قاضي القضات شمس الدين قزوئيني چې يو ريښتينى امام او څيړونکى عالم او د الموت د ملحدانو سخت مخالف ؤ، يوه ورځ د مغولو مشر(منکو قاآن) حضور ته حاضر شو او هغه زغره چې ده د خپلو کاليو لاندې اغوستي وه وروښودله او ورته ويې ويل، دا زغره مې د اسماعيليانو له ويرې اغوستي ده. (فرقه اسماعيليه ص ٣٣٦)
او قاضي القضات د ملحدانو شر او فساد په اسلامي سيمو کې منکو قا آن ته بيان کړل او د مغولو د حکومت ضُعف او عاجزي يې د ملحدانو پر وړاندې وروښودله، چې د محلدانو دين د(ترسيايي= عسوي) دين خلاف او هم د اسلامي او مغلي دينونو خلاف دين دى... وروسته له هغې چې منکو قاآن د قاضي القضات خبرې واوريدې، هلاکو مغل یو تن پوځي مشر، عیسوي (کتيو بوقا) د الموت سيمې ته ولېږه او وروسته يې امر وکړ چې هغه لښکرې چې په ايران او خراسان کې ځای پر ځای دي له خراسان او ايران څخه دې مخ پر قهستان او د الموت کلا پر لوري حرکت وکړي او د لسو کالو او يا له هغې څخه په کمه موده کې د ملحدانو ټول ښارګوټي او کلا ګانې ونيول شوې او ټول ملحدان يې بې له ښځو او ماشومانو، له تېغه تېر کړل او دوزخ ته يې وليږل. (طبقات ناصري ٢ ټوک)
په کال(٦٥٤،ه) کې رکن الدين خورشاه چې د اسماعيليانو وروستنی مشر ؤ تسليم شو او هلاکو خان د کلا د ورانولو امر وکړ، ورپسې يې ټولې کلاګانې د هلاکو د لښکرو لاس ته ورغلې او د اسماعيلي ملحدانو(١٧۱)کالن واک پاى ته ورسيد.
د تاريخ جهان کشاى جويني او د سرزمين قزوئين د کتابونو مؤلفان چې د پخوانیو تاريخونو څخه يې اخیستنې کړي دي د الموت او د نورو کلاګانو په اړه داسې ليکي: دا چې د کلا اوسيدونکو خپل راتلونکي ته پام شو نو د خپلو سرونو د ژغورلو په هڅه کې شول... رکن الدين غوښتنه وکړه چې د هغه ګناهګار قوم دې بل ځاى ته بوتلل شي او په کال (٦٥٤،ه) د ذي القعدې په پای کې دا د دين مخالف کور او دا د شيطان د ځالې ټول اوسيدونکي دښتې ته راکوز شول او وروسته د درو ورځو له تیریدو څخه د مغلو لښکر د الموت کلا ته ور پورته شو او هغه څه چې له هغوى څخه پاتې وو له ځان سره يې واخيستل او ټولې ودانۍ يې وسوځولې.
د اسماعيليانو د ورستني مشر رکن الدين خورشاه د تسليميدو او د اسماعيليانو د کلاګانو نيول د مغلو لخوا په نورو رواياتو کې په دې ډول راغلي دي: ځينو جګړو څخه وروسته چې د خورشاه لارویانو د مغلو له لښکرو سره وکړې، پخپله هلاکو په کال(٦٥٤،ه) په لسم د شوال د هغه غره پرسر ځاى په ځاى شو چې د ( ميمون دژ)کلا ته مخامخ ؤ، رکن الدين خورشاه هلاکو ته خپل استازي ولږل او د سر امان يې ترې وغوښت هلاکو د سر امان ورکړ او رکن الدين د ميمون دژ له کلا څخه راووت، مغلو خپل يو لوړ پوړى کس(تمغا) او نور د رکن الدين د امنيت لپاره وګومارل او مغلو څو څلويښت کلا ګانې ورانې کړې، خو د الموت او لمبسر کلاګانو اوسيدونکي تسليم نه شول، هلاکو وروسته له هغې چې له ښار څخه تير شو نو د الموت لمنو ته نږدې ورغلو او يوه ورځ هلته تم شو، رکن الدين خورشاه يې د کلا خوا ته وليږه تر څو د کلا د اوسيدونکو سره خبرې وکړي او له کلا څخه يې راکوز کړي.
(مقدم) چې د الموت د کلا مشر ؤ له تسليمۍ څخه يې ډډه وکړه او هلاکو(بلغاى) ته دنده ورکړه چې د الموت کلا محاصره کړي او په خپله د لمبسر کلا پر لور وخوځيد، بالاخره مقدم رکن الدين خوشاه ته خپل استازي د لمبسر کلا شاوخوا ته وليږل، ترڅو د هلاکو څخه د ده د سر امان نامه واخلي، نو کله يې چې امان ورکړ د الموت د کلا دروازې يې وايستلې(منجنيق) يې مات کړل او د کلا اوسيدونکو درې ورځې وخت وغوښت ترڅو خپل کالي او مالونه وباسي وروسته له درو ورځو د مغلو ټول لښکر کلا ته ورپورته شو او هر څه چې پاتې وو لوټ يې کړل. (قلاع اسماعيليه ص ٨٣)
کله چې مغلو د الموت کلا ونيوله او د کلا طبيعي استحکامات يې وليدل نو په تعجب کې پاتې شول او په خپله هلاکو هم حيران پاتې ؤ. (فرقه اسماعيليه ص ٣٥٠)
وايي چې رکن الدين خورشاه د مغلو په يوه جلکۍ باندې مين شو او هلاکو امر وکړ چې هغه جلکۍ خورشاه ته ورکړي،رکن الدين خورشاه په کال(٦٥٥، ه) کې هغه وخت چې (منکو قاآن لوى خان) ته ور روان ؤ په لاره کې د خپلو ساتونکو لخوا ووژل شو. (فرقه اسماعيليه ص ٣٥٢)
او داسې هم ويل کيږي چې د هلاکو په امر وژل شوى دى. (قلاع اسماعيليه ص ٨٣)
د الموت د اسماعيلي ملحدانو مسلسله دوره پاى ته رسيدلي وه خو بيا هم د (سيد علي کيا) د حاکمیت په دوره کې د ديلمان رودبار، پادرکوشيجان او د اشکور سیمې چې پخوا الحادي سيمې وې خلک يې د علاؤالدين محمد د لمسي خداوند محمد پيروان وو، سيد علي کيا په هغې پسې پيغام وليږه او ورته ویې لیکل: د توبې دروازې د الله تعالَى له لوري پرانستي دي نو له خپلو فاسدو عقيدو څخه واوړه... خداوند محمد ظاهراً د سيد علي کيا خبره ومنله او ځواب يې ورکړ چې زه ستا خبرې منم، سيد علي کيا عالمان، د فقې پوهان او قاضيان راوغوښتل او په خداوند محمد باندې يې حد جاري کړ توبه يې وايستله او د فاسدې عقيدې څخه راوګرځید او د (حسن نو مسلمان) په نوم يې ونومولو، نوموړي ظاهراً د اسلام دين قبول کړ، نو د سيد علي کيا لخوا په وسله او آس باندې ووياړل شو او د يوه لښکر مشري يې هم ورکړه.(قلاع اسماعيليه ص ٨٤)
څه موده وروسته خداوند محمد له سيد علي کيا څخه د الموت سيمې مشر کيا ملک ملحد ته ورغى او د ده منافقت ښکاره شو(۲) کله چې د الموت او لمبسر ملحدانو خداوند محمد وليد نو ټول ملحدان پرې راغونډ شول،(۴۷۴،ه،ق) سيد علي کيا د الموت کلا محاصره کړه او خداوند محمد ته يې د تسليميدو پيغام وليږه، خداوند محمد له کلا څخه په پټه وتښتيد او ځان يې(دکن او سولقان) ته ورسولو او د امير تيمور له لښکرو سره يو ځاى شو. (قلاع اسماعيليه ص، ٨٦)
وروسته د کيا ملک ملحد او خداوند محمد او نورو ملحدانو واک د الموت په سيمه کې په نظر نه راځي او د الموت کلا تر(١٠٠٦،ه) کال پورې د مختلفو شاهانو او د الموت وکيلانو زندان او هم د دوى د مخالفينو وژنتون(قتل ګاه) وه. (قلاع اسماعيليه ص ٨٦-٩٤)
--------------------------------------------------------
(۱) خاقاني د ګرد کوه کلا په خپلو شعرونو کې داسې ياده کړي ده:
چون از در دين ستوه گردد -- گرد در گرد کوه گردد
گويد که حسن پيمبري بود -- کيـا بزرګ مهـــترى بود
(۲) ډېری ملحدان وروسته له توبې څخه بيرته خپلو ناوړه ګړوهو ته ګرځيدلي دي او په خپلو پخوانيو عقيدو باندې ټينګ پاتې شوي دي.
د اسماعیلیانو د لړۍ پای