
«کارل- جان پرسن» د سویډن د تر ټولو شتمنې کورنۍ غړی دی.
پلار یې سټېفن پرسن د خپل هېواد تر ټولو شتمن کس دی.
دوی له هغه کاره میلیاردران شوي چې د سټېفن پلار پیل کړی و.
اېرلېنګ پرسن په کال ۱۹۴۷کال کې سوداګري پیل کړې ده.
له هغه سره د سوداګرۍ فکر امریکا ته د سفر پر مهال پيدا شو. کله چې خپل هېواد ته راستون شو د « Hennes» په نوم یې د جامو یوه هټۍ پرانیستله. هېنیس په سویډني ژبه کې د هغې « یعنې ښځې لپاره» معنا لري. په لومړنیو وختونو کې یې په دې هټۍ کې یوازې د ښځو جامې پلورلې؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول.
اېرلېنګ په ۱۹۶۸زېږدیز کال د «Mauritz» په نوم یو حلقوي پلورنځی وپېره او په دې توګه یې د « H&M» کمپنۍ رامنځته کړه.
دغه کمپنۍ د سینګار توکي او جامې تولیدوي چې په نړیواله کچه مشهوره ده.
اېرلېنګ په ۱۹۸۲زېږدیز کال کې مړ شو او د کمپنۍ چارې د هغه مشر زوی سټیفن ته پاتې شوې.
د سټېفن د مدیرت او هڅو په پایله کې کمپنۍ ډېر پرمختګ وکړ او اوسمهال د سینګارتوکو د تولید په برخه کې یوه له هغو کمپنیو شمېرل کېږي چې چټک پرمختګ کوي.
سټېفن تر ۲۰۰۹زېږدیز کال پورې د کمپنۍ مشر و، خو اوس یې اجرایوي مشري د کارل- جان پرسن پر غاړه ده.
اېچ اېنډ اېم کمپنۍ د نړۍ په ۵۲ هېوادونو کې ۱۱۶۰۰۰کارکوونکي لري. په دغو هېوادونو کې د یادې کمپنۍ د هټیو شمېر دریو زرو ته رسېږي.
جان په برېتانیا کې د سوداګرۍ په برخه کې زده کړې دي.
نوموړي په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې په سکاندیناویا کې د مدیریت یوه کمپنۍ وپېرله او تر بریا وروسته یې په ۲۰۰۷ کال کې بېرته وپلورله.
په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د خپلې کورنۍ سوداګرۍ په عملیاتي برخه کې کار پیل کړ. تر ۲۰۰۷ کال پورې د کمپنۍ د توسعې او د سوداګرۍ د پراختیا د برخې مشر و.
د پلار تر تقاعد وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د کمپنۍ اجرایوي مشر شو.
فوربس مجله وايي چې د جان- کارل پرسن پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر تر ۱۵ نېټې دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره وه چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په سویډن کې ۱۲ ام ځای لري.
جان واده کړی، دوه اولادونه لري او د سویډن په پلازمېنه ستاکولم کې ژوند کوي. نوموړی له سپورت سره مینه لري او تېنېس له لوبې خوند اخلي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.