
د محمدي ستونزه خو له غني سره د خپل ځوی په نوم د دفاع وزارت نامشروع قراردادونه دي. همداسې د دې نورو اوباشانو. بوډاګان بايد خپله ستونزه له عبدالله سره حل کړي، نه له غني سره
ښاغلی کرزی دې غلط قدم نه پورته کوي
په دې ورځو کې بيا د کودتا او د حکومت د پرځولو خبرو زور اخېستی. ښاغلی کرزی بايد پوه اوسي چې د غني پښې وهل د ځان پښې وهل دي. پښتانه د ده په دوران کې تر هر چا زيات وټکول شول، خو ده پرې خوله پټه کړې وه. نوموړي په داسې وخت کې خوله خلاصه کړه چې خپل اساسي قانون ورته د درېيم ځل لپاره د بيا انتخاب چاڼس نه ورکولو. دا چې واک يې په نسبي په سوله ييز ډول پرېښووه، نو همدا عزت او درنښت يې بس دی، خو که له دې وروسته د محمد او اوباشانو په محور وڅرخي، نو هر څه به يې له خاورو سره خاورې شي. نه به يې درنښت پاتې شي او نه به يې ملي ونړيوال اعتبار پاتې شي.
ټاکنې هم د ده د بې زړه توب او يوې روښانه کړنلارې او پالېسۍ نه داسې جنجالي شوې چې د نړۍ په کچه له جنجالي ټاکنو نه شمېرل کيږي. اخر د ده د بېکفايتۍ له لاسه دېته ورسېده چې ګټل شوې ټاکنې د جان کيري په منځګړيتوب له يوې قانوني پروسې نه جرګې وساطت ته ورسېدې او غني ورته له لاس وپښو نه وتړل شو چې همدا ښاغلي کرزي غوښتل او همغسې وشول. هسې يې د ملت او نړيوالو په سترګو کې خاورې واچولې، نور چې هر څه د ملا معنوي خوښه وه هماغسې وشول.
ښاغلی کرزی ولې له امريکا نه ګيله مند دی. دی خو هم همدوی راوستی. که دی اوس د نورو په تمه وي، بله ورځ به بيا له هغوی هم دغسې سر ټکوي. که تر ډېره امريکا ګرمه ده، نو ښاغلی کرزی هم لږ و ډېر ګرم دی. خپله ملامتيا دې په نورو نه وراچوي. د شمال ټلوالې لنډه غر + کارملي پرچميان خو دوه ځلې کودتا کړې چې يوځل يې پر داود خان او بل ځل يې بيا پر نجيب الله وکړه. که اوس بل ځل کودتا ته يې هڅه وي، نو لېرې نه ده چې بله ورځ دوی ستا پر ضد هم کودتا کولی شي.
زما مشوره خو سلفي سياف او د شغله يانو او ماويستانو خواخوږي اسماعيل خان ته دا ده چې سر و ږيره مو لا څه کړې ان چې وريځې مو هم سپينې دي. د غني پر ضد له شيطاني هوس ولمسونو پرځای مو چېرې ارامه د جومات خوا نيولی وی. د دې پرځای که مو دوه رکعته تهجد او يا يوځل يې لږ تر لږه په شپه ورځ وهفته لا څه ان چې په مياشت کې مو يوځل د صحيح بخاري ورستۍ دوه کليمې چې پر ژبه اسانې او د ميزان په تله کې ډېرې درنې دي ويلی، نو ثواب به يې تاسو ډېر وی. داسې ثواب چې د الله تعالی د وروستي اولو العزم رسول صلی الله عليه وسلم پر خولې تضمين ورکړ شوی، نو محمدي به تاسو ته څه تضمين په دنيا وآخرت کې درکړي؟ هغه خو خپله د زوی په نوم د دفاع وزارت نامشروع قراردادونه کړي چې د اسنادو له مخې په نژدې ۲۵۰ ميليونه ډالره زياتی کمی دی. له دې وجهې نه کوښښ کوي چې د دفاع وزارت بايد د شمال ټلوالې لاس ته راشي او ټولې نارواوې يې پټې شي.د غني ومحمدي اصلي ستونزه همدلته ده. له دې وجهې نه يې د کريمي مخه ونيوله. لودين يې زړه توری کړ او د ستانکزي يې هم ونيوله. په کريمي خپله ولاړ وو او په ستانکزي کې يې بيا عطا رامخته کړ او مشيخورما ((قانوني)) هم دلته له اتنيکي پلوه خواخوږی دی. اسماعيل خان هم له اتنيکي پلوه د هغوی خواخوږی دی. ښاغلی سياف خو بيا پيوند هم ورسره نه لري، نو بيا ولې يې د محمدي خوا نيولې؟
دلته د ښاغلي اوباما وجانکيري اخلاقي مسووليت هم دی چې دوی د غني ملاتړ وکړي. ځکه غني غواړي چې اداري اصلاحات راولي او د فساد مخه ونيسي. دا چې ښاغلی کرزی د ډيورنډ ناندرۍ وهي، غواړي چې په دې سره د ولس پام له اصلي ستونزې بلې خوا ته واړوي او غني دېته بيا مجبوره کړي چې د ټاکنو په شان دلته يوځلې بيا د پنجشيري مافيا ناروا غوښتنو ته سر ټيټ کړي. د ښاغلي کرزي مسووليت د ډيورنډ په تناسب د دغې اداري فساد په له مينځه وړلو کې ډېر دی.
احساسات ودرايت سره توپير لري. احساسات د ستونزو حل نه دی، بلکې درايت د ستونزو حل دی. که د ښاغلي کرزي په دې ملت زړه سوځي، نو بايد د حق لوری ونيسي. هسې بېځايه دې د تالندې په شان نه غوريږي، ځکه چې متل دی :
توره وېرول کوي، سپينه ورول کوي.
بيا هم ولس ده ته درناوی لري، خو خپل دی هم بايد په خپل درناوي پوه شي او په لوی لاس د مکارو په لمسون خپل درناوی له لاسه ورنه کړي.
زه دواړو بوډاګانو او ورسره جهادي کوتکمارانو ته وايم چې که تاسو هر څومره د غني د سپکاوي او بېعزتۍ او ورته د ستونزو د راولاړونو هڅې وکړئ، نو تاسو به هم په ارامه پاتې نه شئ، بلکې الله تعالی به مو رسوا وذليل کړي. جهادي ارزښتونه او غلا ولوټماري، کوتکماري، غصب، ناروا، خيانت، تالان يا چور وچپاول او زورواکي وبدمعاشي سره توپير لري.
ښاغلی کرزی بايد يو شی انتخاب کړی :
-
يا د حق وعدالت پلوی اوسي
-
يا د ظلم وناروا و د فساد پلوی اوسي
بس دی غني ته دې ستونزې نه راولاړوي او کار ته دې يې خوشې کړي. ستا چې څه وسوه، ښه دې وکړل او که بد، خو نور غني ته بايد ستونزې راولاړې نه کړي. ښاغلی محمدي بايد د دفاع وزارت د ناروا قراردادونو سپيناوی وکړي. که غني ته د سر خطر متوجه کيږي، نو بيا دې دا غله نړيوالې جنايي محکمې ته ورمعرفي کړي چې د دې مظلوم ملت پرځای يې هغوی ترې د دې نارواو پوښتنه وکړي.
دوی بايد د خپلو بانکي حسابونو سپيناوی ورکړي، د نه سپيناوي په صورت کې ترې بايد ضبط او بيت المال ته وسپارل شي. سلفي شيح الحديث بايد خپل ملي - اسلامي واخلاقي رسالت اداء کړي. کنه د دې سلفيت څه ګټه شوه؟ د حکمتيار غوندې اخوانيت او د سياف غوندې سلفيت دې د اور پسې شي.
په درنښت
سيد حسين پاچا