زموږ د پوهنی سیسټم

عنوان :دریم لید
 
عنوان :دریم لید
موضوع: زموږ د پوهنی سیسټم
 
ورسته له ډیره وخته می یو ځل بیا قلم راپورته کړی چی څه ولیکم که څه هم زما لیکنه د آدبیاتو له اړخه قابل د ویلو نه ده خو اوسنی وخت ته په کتو سره باید څه ولیکم.
هیله لرم چی د پند وړ به ثابت سی.
د زده کړو نوی کال شروع سو په زرګونو زده کوونکی بیا د ښوونځیو په لور روان سول، زما د ۱۰ کالو خوریی څخه می و پوښتل چی راتلونکی کال به هم په صنف کی۲۰ نمره راسی او که کوښښ کوی چی لمړیو نمرو ته به ځان ورسوی، نو خوریی می راته وویل چی ماما په تیرو کلنی امتحانو کی می هم تیاری کړی وه خو نتیجه یی ورنکړه ځکه چی په امتحان کی نکل شروع وو او هر هغه هلک چی ښه پیسی یی درلودی معلمانو ورته خپله نکل ورکوی او که چیری د یو قومندان، غټ سړی او یا تجار زوی وو هغه ته خاص ځایی او پارچه ورته معلیمانو ډکول، نو زه خو نه د قومندان زوی یم او نه د یو تجار یا غټ سړی زوی یم چی معلمان راسره کومک وکی نو ځکه سر د اوسه څخه لا پیسی ټولوم چی په امتحانو کی ښه نمری یوسم او دا پر ځان خواری ولی راولم ځکه معلم صاحب ویل چی دا پنځم، شپږم او اتم صنفونه صرف د عادت لپاره دی تاسو باید په لوړو صنفو کی محنت وکی خو هغه هم ډیر ارزښت نه لری ځکه دلته صرف سند پکار دی دا یو خاین هیواد دی او د دی هیواد خښته په خیانت ايښدل سوی ده.
دا زما د لس کلن ماشوم خوریی احساس او فکر دی، دا هغه نسل دی چی موږ ورته په تمه یو.
د نړی په اکثرو هیوادو کی فساد سته خو په څلورو ادارو کی هیڅ ډول فساد نه کوی لکه تعليم، محاکم، روغتیا او پوځ کی خو بدبختانه زموږ په هیواد کی تر هر څه لمخی په تعليم کی فساد کیږی.
درنو وروڼو او خویندو نو باید سر په کار سو ځکه که نن نسو راولاړ تاریخ ته به موږ هر یو ملامت او ګرم یو.
راځی چی خپل راتلونکی نسل داسی تربیه کړو چی موږ په هوسا سو.
مننه