
« سودیر او سمیر مهتا» هندي میلیاردر وروڼه دي چې کاروبار ورته له خپله پلاره پلاتې دی، خو د پراختیا لپاره یې دوی دواړو په ځانګړي ډول سودیر چې مشر دی ډېرې هڅې کړې دي.
د دوی پلار یو اېن مهتا په لومړیو کې له یوې دولتي ادارې سره د کاتب په توګه دنده ترسره کوله. وروسته یې د سندوز په نوم د درملو له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ. په همدې کمپنۍ کې له کاره د ترلاسه کړې تجربې پر مټ یې په خپله هم د درملو کاروبار پیل کړ.
نوموړي د «ټورېنټ» په نوم د درملو کمپنۍ په ۱۹۵۹ کال کې جوړه کړه. سودیر چې مشر زوی و، په ۱۹۷۰ کال کې له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شو.
په ۱۹۸۹ کال کې د پلار ترمرګ وروسته د کمپنۍ مشر شو. سودیر له پلاره د ورپاتې کاروبار د پراختیا لپاره ډېرې هڅې وکړې. له دې هڅو یوه یې د برېښنا برخې ته د فعالیتونو غځول وو.
په ۹۰ لسیزه کې چې د هند حکومت د برېښنا په سکټور کې د خصوصي پانګونې اجازه ورکړه نوموړي د احمد اباد او سورت د برېښنا دوې دولتي کمپنۍ وپېرلې.
پر دې سربېره یې د درملو د برخې د صادراتو پر زیاتوالي تمرکر وکړ. د سودیر او ورور د هڅو په پایله کې دغه کاروبار اوس د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ بدل شوی چې ارزښت یې میلیاردونه ډالرو ته رسېږي.
د کاروبار د لا نورې پراختیا لپاره وروڼو په ګروپ کې د خپلو فعالیتونو برخې سره وېشلې دي.
سودیر تېر کال د درملو د برخې له مشرۍ لاس پر سر شو او خپل ټول تمرکز یې د برېښنا برخې ته واړاوه. د برېښنا برخه د دې سوداګرې کورنۍ لپاره د عواید یوه ستره سرچینه ده. د برېښنا برخه یې اوسمهال د احمد اباد، ګجرات، مهارشترا او اوترپردېش په بېلابېلو سیمو کې ۲،۷۶ میلیونه مشتریانو ته ۲۱۰۱ کیلواټه برېښنا وېشي.
د درملو برخه یې هم په اړونده برخه کې مخکښه ده چې پر هند سربېره په اروپايي هېوادونو او برازیل کې پیاوړی حضور لري. دا برخه یې د درملو د تولید دری سترې فابریکې لري.
پر دې سربېره د تېر کال په مې کې مهتا وروڼو د درملو په برخه کې خپله یوه رقیبه کمپنۍ هم وپېرله.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر د ۱۴ مې نېټې د شمېرو له مخې سودیر او سمیر مهتا دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په خپل هېواد هند کې ۲۵ ام ځای لري.
سودیر یې واده کړی، دوه زامن لري چې دواړه د کمپنیو د ګروپ د برېښنا په برخه کې کار کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.