
حبيب وقار
افغانستان اوس هم فكر كوي، چې پاكستان يې دوست هېواد او په رسمي خبرو به له دوى سره د ورورولۍ په چاپېريال كې ژوند وكړي او په ديپلوماتيكه توګه به د يو بل پيغام ته درناوى ولري. خو داسې نه ده، نن ورځ چې په هېواد كې څوك د طالب د مشرانو اوري وايي په كوېټه كې يې دا پرېكړه كړې، دا خو اوس ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو حكومت او مشران په كوم ځاى كې ناست دي اوس له هېچا څخه هم دا نه ده پټه چې پاكستان د طالب جوړولو يوه فابريكه ده، او پاكستان نه غواړي چې په افغانستان كې سوله او امنيت راشي وړمه ورځ افغانستان له پاکستان څخه وغوښتل، چې د ترورېستانو د ځالو د ورانولو لپاره خپلو هلو ځلو ته زور ورکړي او په دې بسنه ونه کړي چې بيت الله مسعود وژل شوي دي. بلكې دوى ته په كار دي چې د طالبانو په له منځه وړلو كې له هرې وسيلې څخه كار واخلي او له منځه يې يوسي.
له کابل څخه د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر وياند همايون حميد زاده وړمه ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په ذريعه د بيت الله مسود د وژل کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، پاکستان بايد د بيت الله مسعود له وژل کېدو سره لاس تر زنې کښېنني او بله دا چې له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د ترهګرو د اوښتو د مخنيوي لپاره له هلو ځلو څخه لاس وانخلي. دا هم عجيبه ښكاري چې افغان دولت فكر كوي، چې پاكستان افغانستان ته د طالبانو د اوښتو مخه نيسي، خو داسې ښكاري چې افغان دولت هم تېروتلى دى، ځكه چې هېڅ وخت هم د پاكستان دولت نه غواړي چې په افغانستان كې آرامي او قرار ي رامنځ ته شي، نو له دې امله پاكستان تل هڅه كوي چې په افغانستان كې د ګډوډۍ او ويجاړۍ لپاره له هرې وسيلې څخه كار واخلي.
حميد زاده همدارنګه زياته كړې، همدا پټنځايونه د افغانستان د ناکرارۍ او ناامنۍ اصلي عامل دي.نوموړى زياتوي، هر ځاى چې د افغانستان دښمنان وژل کېږي، ښه خبره ده خو اصلي خبره دا ده چې د ترورېستانو پر ضد بايد په پراخه پيمانه هلې ځلې دوام وکړي.
پاکستاني او امريکايي چارواکي باور لري، چې بيت الله مسعود د امريکا د بې پېلوټو الوتکو په واسطه په تېره اوونۍ كې ووژل شو، خو د طالبانو يو قوماندان وايي، چې نوموړى وژل شوى نه دى. نو چې نه دى وژل شوى، بيا د پاكستان دولت ولې دروغو ته ملاتړلې. خو داسې فكر كېږي چې دا هرڅه د افغان دولت د غولونې لپاره ترسره كېږي، ځكه چې بيت الله مسعود خو د پاكستان د دولت ډېر نژدې ملګرۍ او همكار دى نو پاكستان چې په هر قېمت وي ساتي يې. او افغان دولت دې نور په بې ځايه خبرو اترو باندې خپل وخت نه ضايع كوي او نه دې پاكستان ته خپل بې ځايه غوښتنې وړاندې كوي. ځكه اوس افغانستان او ټولې نړۍ ته مالومه ده چې د افغانستان د تباهۍ او ويجاړۍ كيلي د چا په لاس كې ده، او څوك د دې تباهۍ اصلي لوبغاړۍ او كركټر دى. نو افغان دولت ته ښايي چې د خپل كور د ساتنې لپاره له هرې وسيلې څخه كار واخلي. تر وروستۍ كچې پورې هڅه وكړي چې د خپل كور د ورانېدو مخه ونيسي نه دا چې لاس تر زنې ورته ناست وي او له خپل هغه غليم څخه خپله خوښي غواړي چې هغه يې تل د تباهۍ لپاره ټوپك په لاس ولاړ دى. هغه پښتو متل دى چې وايي، خپل كور ساته همسايه غل مه نيسه، نو موږ ته هم لازم دي چې خپل كور وساتو، څو همسايه او بل هر څوك يې د ورانېدو د فكر توان هم ونه لري.