۷ هغه پوښتنې چې تر کاري مرکې وړاندې یې باید له ځانه وکړئ!/ دویمه برخه

دویمه او وروستۍ برخه
څلورمه پوښتنه: د هغه پوست په اړه دې کافي فکر کړی چې غواړې ترلاسه یې کړې؟
مېرمن الکسا وايي دا تل د دندې له پلټونکو څخه پوښتنه کوي چې د دوی لپاره د مرکې په لړ کې کوم سوال و.
دا لیکي:« دا ښيي چې تاسې څومره د ټاکلي پوست لپاره چې غواړی ترلاسه کړی فکر او هڅه کړې ده. د سوال کولو په بڼه کې مختلف ظرافتونه لوی اغېز لري.»
ستاسې پوښتنه د هغه پوست په اړه چې غواړی ترلاسه یې کړی ستاسې اوږدمهال لیدلوری او راتلونکې بریا ښيي.
داسې ووایئ:« په شپږو میاشتو کې به د دغه پوست لپاره بریالیتوب څنګه وي؟»
داسې مه وایئ:« تاسې له یوه دنده پلټونکي څه غواړئ؟»
پنځمه پوښتنه: په کمپنۍ کې نوې طرحې وړاندې کولی شی؟
د کاري مرکې پر مهال به له تاسې پوښتنه وشي چې تاسې د هغې کمپنۍ د پرمختګ لپاره چې د کار کولو وړاندیز مو په کې کړی څه شی کولی شی. الکسا وايي دا ستاسې لپاره یو غوره فرصت دی چې خپله منتقدانه فکري وړتیا او د ستونزو د حل کولو ځانګړتیا څرګنده کړئ. ریښتیا دې ته مو پام وي که د کمپنۍ پر کړنو مو نیوکه کوله حتما د ستونزې حللاره هم باید وړاندې کړئ.  
الکسا وايي:« د پراختیا لپاره د ایډیا له وړاندې کولو پرته د کمپنۍ پر تولیداتو نیوکه تاسې ته هېڅ ګټه نه شي رسولی.»
داسې ووايئ:« فکر کوم د عمومي مشخصاتو د یوه کمپاین له لارې ستاسې د بازار موندنې د بیا تازه کولو لپاره یو غوره فرصت شته.»
داسې مه وايئ:« ستاسې د همغږۍ بلاګ داسې لږ زوړ غوندې ښکاري.»
شپږمه پوښتنه: د استخدام د مدیر، ټیم او شرکت ارزونې ته چمتو یی؟
مېرمن الکسا وايي کاري مرکې دولارې ته ورته دي، تاسې هم فرصت لری چې د استخدام له مدیر څخه د ټیم په اړه د هغه لیدلوری وپوښتئ.
دا لیکي:« دغه ډول پوښتنې تاسې ته د رهبرۍ د هغه ډول په اړه غوره احساس درکوي چې د کار کولو پر مهال یې باید خپل کړئ. د دې ترڅنګ دا پوښتنې د استخدام مدیر ته دا هم ښيي چې تاسې په دقت په یوه بورډ کې پر غړیتوب غور کوئ.»
داسې ووایئ:« د سږ کال لپاره ستاسې د ټیم دری ستر اهداف څه دي او تاسې خپل بریالیتوب څنګه اندازه کوئ؟»
داسې مه وایئ:« ستاسې لیدلوری څه دی؟»
اوومه پوښتنه: که امکان یې وی چې ستاسې د کار موندنې د بهیر ټول اړخونه ستاسې مور ته وښوودل شي ایا هغه به ورباندې وویاړي؟
په پای کې دا ډېره مهمه ده چې با ادبه واوسئ او دروغ ونه وایئ. د بېلګې په توګه که تاسې دا نه شی ویلی چې ستاسې مور به ستاسې د دندې موندې پر بهیر ویاړلي وی، نو په دغه صورت کې اړتیا ده چې تاسې پر خپله داخلي ستراتیژۍ له سره غور وکړئ.
دا لیکي:« له خپلې سي وي د یاداشت کتابچه مه جوړوئ، د استخدام د مدیر په خبرو کې مه ورلوېږئ. پر وخت راشئ او مننه وکړئ.»