نوې ټکنالوژي ، فضايي بالون او نننى امنيتي وضعيت

حبيب وقار
كابل چارواكو او بهرنيو ځواكونو ويلي، چې د ټولټاكنو لپاره به امنيت بهتر كوي او له داسې وسايلو به كار اخلي، څو پلازمېنه كابل او نور لوى ښارونه په ډېرو پرمختللو كمرو سمبال كړي داسې كمرې چې هره يوه به درې كيلومتره زوم لري. چې له امله به يې ترهګر ونشي كولاى چې د ټولټاكنو لپاره امنيت ګډ وډ كړي. خو د نوې ټكنالوژۍ او امنيتي كمرو سره سره هم په كابل ښار او ټول هېواد كې امنيتي وضع نه دا چې بهتره شوه بلكې نوره هم بدتره شوه. د كابل چارواكي وايي، چې د زمري د نهه ويشتمې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په درشل کې د کورنيو چارو وزارت داسې ځانګړي امنيتي تدابير په پام کې نيولي چې تر دې مخکې هېڅکله په افغانستان کې نه و ليدل شوي.
په دغو نويو تدابيرو کې له نوې او عصري ټکنالوژۍ په پراخه پيمانه کار اخيستل شوى. د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کې امنيتي کامرې نصب شوې او په کابل او کندهار کې بالونونه فضا ته خېژول شوي، چې له پاسه د کامرې په وسيله امنيت وڅاري.
د كورنيو چارو وزارت په داسې حال كې دا خبر خپروي چې د خبر تر خپرېدو يوه ورځ وروسته په كابل ښار، وزير اكبر خان مېنه كې د ترانسپورت وزارت ته مخامخ او د ايساف د ځواكونو د مركز له دروازې سره د يو ځانمرګي بريد له امله (۱۰۰) كسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په دې سره طالبانو په اثبات ورسوله چې كولاى شي د ټولټاكنو امنيت چې په هر ډول وي زيانمن كړي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري په دې اړه په يوه مرکه کې ويلي، چې د كابل ښار په ډېرو څلور لارو كې مخصوصې كمرې نصب شوې او د آيساف يا نړيوالو سوله ساتو ځواكونو له خوا يو كمره لرونكى بالون هم د كابل په فضا كې ګرځي.
د ښاغلي بشري په وينا دوه هيلې كاپټرې چې د روسيې او جرمني له خوا د كورنيو چارو وزارت ته ورکړل شوې د كابل ښار په فضا كې امنيتي ګزمې ترسره كوي.
ده وويل، چې د كابل ښار تر څنګ په ځينو نورو ولايتونو كې هم د ځانګړو امنيتي كمرو د نصبولو لپاره كار روان دى او څه موده مخكې په كندهار كې هم د ايساف د ځواكونو له خوا يو كمره لرونكى بالون هوا ته پورته شوى ترڅو امنيتي وضع وڅاري. او ټولټاكنو ته لاره اواره كړي، ټاكل شوې چې ټولټاكنې به په همدې اونۍ كې، د زمري د مياشتې په نهه ويشتمه ترسره كېږي، خو په پلازمېنه كابل كې د زمري د څلورويشتمې ځانمرګي بريد وښودله چې په ټولټاكنو كې به  امنيت خوندي نه وي، دا د امنيت د خرابوالي لپاره د خطر يو زنګ كېداى شي.
د دې ځانمرګي خونړۍ پېښې كابل ښاريان په ډول ډول اندېښنو كې اچولي چې آيا د ټولټاكنو ورځ او يا هم ټولټاكنو ته نورې نژدې ورځې به هم په همدې ډول د پېښو او قربانيو لرونكې وي؟ سره د دې چې په دې وروستيو كې په كابل او ځينو نورو ولايتونو باندې امنيتي بالونونه هم پورته شوي دي خو بيا هم د هېواد پلازمېنه هم له دې ډول پېښو څخه خالي نه ده، كه چېرې امنيتي وضعه په همدې ډول روانه وي، فكر نه كېږي چې روانه اونۍ به امنيتي وضعه د ډاډ وړ وي او كابل ښاريان به وكولاى شي چې په په ښار كې په ډاډه زړه تګ راتګ وكړي.