
په باثباته ټولنو کې د کوچنیو کارونو د پراختیا فرصت ډېر وي. زموږ په څېر ټولنو کې دا ډېره عملي نه ښکاري چې د پنېر له پلور څخه دې سړی تر میلیاردرۍ ورسېږي، خو امریکایی « جېمز لېپرینو» هغه کس دی چې د پنېر له جوړولو او پلورلو یې ځان تر میلیاردرۍ رسولی دی.
د لېپرینو کورنۍ له اېټالیا څخه د متحده ایالاتو کلاراډو ایالت ته کډواله شوې وه. پلار یې لومړی په دغه ایالت کې له یوه فارم سره د لارۍ چلوونکي په توګه کار کاوه. د لېپرینو یوې خور چې واده شوې وه، له خپل خاوند سره په ګډه د اېټالوي خوړو کاروبار کاوه.
دوی په خپل کاروبار کې غوره پنېر ته اړتیا درلوده او د همدې اړتیا پر اساس یې له خپل پلار څخه مرسته وغوښته. پلار یې هم په دې برخه کې کار پیل کړ. د پلار په لاس تولید شوی پنېر یې د مشتریانو له تاوده هرکلي سره مخ شو او ورځ تر بلې یې مشتریان ډېرېدل.
جېمز هم له خپل پلار سره په کارونو کې مرسته کوله. دوی به خپل تولید کړی پنېر د شاوخوا سیمې د لبنیاتو پر پلورنځیو پلوره. تر څه مودې وروسته یې کار په لومړي ځل له خپل کور د باندې د دینور پر ۳۸ ام سړک د یوې هټۍ په پرانیستلو سره پیل کړ.
په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې د جېمز پلار مړ شو او د کاروبار مسئولیت ده ته پاتې شو. ده د خپل کار د لا نورې پراختیا لپاره د هڅو په لړ کې وسکانسین ایالت ته سفر وکړ او هلته یې د پنېر له یوه مشهور تولیدوونکي سره اړیکه ټینګه کړه.
د جېمز د هڅو په پایله کې بلاخره هغه کاروبار چې دوی په خپل کور کې پیل کړی و، د خوراکي توکو په ځانګړي ډول لبنیاتو پر یوه ستره کمپنۍ بدل شو. د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې د « Leprino Foods» په نوم د دوی دا کمپنۍ اوس په نړیواله کچه د «موزرېلا» په نوم د یو ډول پنېر د تولید تر ټولو ستره کمپنۍ ده.
د کمپنۍ د پنېر مشهور برنډونه «Domino s, Papa John s, Pizza Hut او Hot Pockets» دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر د ۱۳ مې نېټې د شمېرو له مخې د جېمز لېپرینو پانګه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او د متحده ایالاتو د میلیاردرانو ترمنځ ۲۱۵ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د کلاراډو ایالت په اېنډین هېل کې ژوند کوي.
په رسنیو کې د نوموړي انځور نه پیدا کېږي، له همدې کبله مو یې د کمپنۍ لوګو د انځور پر ځای خپروو.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.