شینواري د تورمخو دسیسو ښکار!

 
د ولس مثبت سیاست په هره ټولنه کې د کرارۍ،امنیت پرمختګ او عدالت بنسټ ایښودونکی وي،تر څو چې په ټولنه کې ټینګ او پایښت لرونکی امنیت د یو دیموکراتیک دولتي نظام په چوکاټ کې رامنځ ته نه شي، د ژوند په بیلا بیلو اړخونو کې باور او خوندیتوب نه شي رامنځ ته کیدلای
په افغانستان کې د کورنیو او باندینیو لاسوهنو له کبله خلک له مثبت سیاست لري ساتل شوي او سیاست د یو څو تورو پردو شاته د تورو په لاس له تورو خلکو سره پټ پروت دی
دوي ټولن پیژندونکي نه دي ځکه چې دلته له یو پلوه داخلي ارتجاع،ظلم او خارجي استعمار ددي لپاره چې خپل واک ته دوام ورکړي په ډیر پام د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د سیاست او سیاستوالو په وړاندي داسي اند رامنځ ته کاوه چې په افغانستان کې يې سیاست او سیاستمداري داسي ناوړه او خطرناکه لوبه ښکاره کوله چې نه یوازي عادي خلکو له لوستو خلکو کرکه کوله او لري تري ګرځیدل ویاړ به يې کاوه چې په سیاست کې دخیل نه دي او اوس هم ویاړ کوي چې له سیاست لري پاتي دي
همدا لاملونه دي چې مونږ د تورو په لاس د نیمچه تورو په مټ د تورو دسیسو ښکار یو او لا هم د هري لوبي په عمل کې بایلوونکي یو.
راځم موضوع ته او غواړم هغه دسیسي  چې د یو قوم پروړاندي چې د افغان ملت یوه ستره برخه جوړوي جوړي شوي جوړیږي او لارواني دي په واضح ډول بیان کړم
شینواري چې د افغان ملت یوه ستره برخه يې تشکیل کړي د لوی افغانستان له آمو تر اباسینه په بیلا بیلو برخو کې ژوند کوي چې ډیرۍ برخه يې د ننګرهار ولایت د سپین غر په لمنو کې اوسیږي له هغو میړینیو قومونو له جملي دي چې د تاریخ په اوږدو کې يې د خاوري د عرضي تمامیت نه  په دفاع کې د ژوند ټول سهولتونه له لاسه ورکړي،خو بل ته يې اجازه نه ده ورکړي چې د هېواد په داخلي چارو کې يې لاسوهنه وکړي
د ډیورنډ په توره کرښه لر او بر پراته شینواري چې تل د سیمه ییزو تورمخو پروژیايې هېوادو د دسیسو ښکار شوي هېڅکله يې خپله خاوره د بل په اختیار کې نه ده ورکړي او خپل هېواد نی سنګر يې سپیڅلی او ګرم ساتلی اوس هم د همدي سیمیزو د تورو دسیسو په ښکار کې ګیر دي او لا يې هم پر وړاندي لکه سپر ولاړ دي
په دي ورستیو کې د هغه چا لخوا پري د شا لخوا ګوزار وشو چې فکر کول پري هم ناممکن نه وو
د هغه حکومت له خوا چې تل يې تري دفاع کوله او دښمن ته به يې لکه سپر ولاړ وو
له ارګه خپریدونکي سرخط ورځپاني په داسي حالاتو کې چې لا يې د هېواد  نه د دفاع زخمونه تازه دي پري د شالخوا ګوزار وکړ او نور پرهرونه يې هم پري جوړ کړل
سر خط ورځپاڼي په خپل راپور کې لیکلي وو چې د شینوارو په هر کور کې د هېروینو کارخانه موجوده ده او ددي ستر قوم اکثره میرمني نیشایاني دي او د راپور د دقت په پار ورسره د ننګرهار ولایت د نیشه يې توکو پر ضد د مبارزي ریس هم هوکړه کړي وه او دا راپور يې دقیق خودلی وو
خو په ضمن کې دا ډول کړني د هغو دسیسو یو مطبوعاتي ډول دی چې دي ستر قوم ته د هېواد په دفاع کې د سیمي تورمخو لخوا جوړي شوي او جوړیږي
حکومت يې پروړاندي چوپ دی او هيڅکله يې دا پوښتنه ونکړه چې آیا! هغه خلک چې لا د هېواد نه د دفاع په لار کې د سنګر ساتوونکي دي رښتیا دا ډول خلک دي او که دا دسیسه د سیمه ییزو تورمخو لخوا د نیمچه تورمخو په مټ جوړه شوي او غواړي دا ستر قوم د نیم مړژواندي دولت مخالف کړي او خپل شوم اهداف چې په سیمه کې يې لري پرمخ بوزي ؟
مونږ پر دي باور لرو چې د سرخط په نامه له ارګه خپریدونکي ورځپاڼي دا راپور د بل دسیسه ده،دلته يې په ډاګه یادونه کوم چې دا دسیسه د ټلوالي او یا هم د پنجاب دسیسه ده،او تر څو چې د سرخط مسئولین له ټول ملت بښنه ونه غواړي تر هغي به د حکومت او ملت تر منځ همدا ډول روابط په نه شتون حساب وي،ځکه چې د سرخط بودیجه د دولت له بودیجي ورکول کیږي او د دولت بودیجه د ملت ده او د ملت بودیجه د ملت پر ضد استعمالول لوی خیانت دی او عاملین يې د ستري سزا وړ دي،
له خپل قوم نه دفاع زمونږ ایماني او وجداني وظیفه ده په دي لار کې مو لا سنګرونه ګرم دي او هېڅکله چاته اجازه نه ورکوو چې نور مو دداسي بي وجدانه دسیسو ښکار کړي چې حقیقت نلري
ملت د یو کور حیثیت لري او څوک چې د بل په خوله د خپل کور ناموس ته بد وايې بې وجدانه او په ټولنه کې تر ټولو ټیټ او پست خلک بلل کیږي.
ارګ باید ددي پر وړاندي چوپ پاتي نه شي ځکه چې لا اوبه له ورخه نه دي تیري،اوس هم وخت شته چې خپلي بدي کړني جبران او له ولس بښنه وغواړي کنه همدا ولس چې د ارګ دروازي ساتي یوه ورځ به يې د ماتیدو په تکل کې خپل قوت و ازمایې او شته دروازي به يې ورماتي کړي
د ولس زور د خدای زور دی
خدای وهلي او ولس وهلي خلک ژوند نه شي کولای.
د خپلواک په ځان بسایه لوی افغانستان په لور