
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په دغه ولایت کې د ۱۵ زیانمنو کوچي کورنیو سره نن د وږې په ۲۲ مه د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړه .
دغه مرسته چې د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې په مالي مرسته برابره شوې وه،په کې هرې کورنۍ ته د ۶ زره افغانیو په لګښت اوړه،غوړي ،وریجې او کمپلې ورکړل شوې .
دغه مرسته د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات او د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رئیس نجیب الله لخوا یادو زیانمنو کورنیو ته ورکړل شوه .