د کابل ـ غزني لویې لارې مسافرو ته د شکایتونو او ستونزو اورېدو کارتونه وویشل شول


د میدان وردګو والي حیات الله حیات د کابل - غزني لویې لارې مسافرو ته هغه کارتونه پخپله ورکړل،چې په کې د ستونزو او شکایتونو اورېدو برېښنالیک ادرس او ټلیفون شمېرې لیکل شوې وې .
نوموړی وویل په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ غزني لویې لارې مسافرین ۲۴ ساعته کولای شي،چې د شکایتونو او ستونزو اورېدو په دوه شمېرو 0744683323، 0772000327 او برېښنالیک ادرس shkayat.mw@gmail.com له موږ سره اړېکه ونیسي .
نوموړی دغه کارتونه نن د وږې په ۱۹ مه نږدې ماښام مسافرینو ته په داسې حال کې ورکول،چې خپله به موټرو ته پورته کېدو او دوی سره به یې د روغبر کولو وروسته دوی ته یاد کارتونه سپارل .
د کابل ـ غزني لویې لارې مسافرینو د میدان وردګو والي د دغه کړنې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه،چې د هېواد ټول چارواکي د ولسونو د هر ډول وګړو ستونزو اورېدو په موخه د حل لارې چارې ولټوي .