۷ هغه پوښتنې چې تر کاري مرکې وړاندې یې باید له ځانه وکړئ!

 
لومړۍ برخه
کاري مرکې هېڅکله اسانه نه وي؛ خو معمولا څومره چې تاسې ډېر چمتوالی نیسی، په هماغه اندازه ښه پایله ترلاسه کولی شی. د بشري ځواک یوې ډایرکټرې « الکسا چیرټزنګر» په بزنېس انسایډر وېبپاڼه کې په یوه لیکنه کې اووه هغه پوښتنې وړاندیز کړې چې له یوې کاري مرکې وړاندې یې باید د کار پلټونکي په توګه له ځانه وکړئ. هڅه وکړئ چې په کاري مرکه کې تر ګډون وړاندې دې ۷ پوښتنو ته ځواب ورکړی او په دې توګه به د خپلې خوښې وړ دندې د کاري مرکې لپاره تر پخوا ډېر چمتو شئ.
لومړۍ پوښتنه: ولې پر دغه ځانګړي پوست کار کول غواړئ؟
مېرمن الکسا وايي د دې پر ځای چې په سادګۍ ووایی دا کمپنۍ د کار لپاره غوره ځای دی، هڅه وکړی چې مشخص دلایل وړاندې کړی چې تاسې ولې دغه ډول فکر کوئ. د دې پر ځای داسې ووایئ: « دری مشخص دلایل دي چې له مخې یې زه پر دغه پوست کار کول غواړم.»
داسې مه وایی:« اورېدلي مې دي چې دا کمپنۍ د کار لپاره مناسب ځای دی.»
دویمه پوښتنه: د دغه پوست لپاره ستاسې وړتیاوې څومره برابرې دي؟
الکسا لیکي معمولا کار پلټونکي په خپله سي وي کې د خپلو ترسره کړو دندو پر نوملړ بسنه کوي؛ خو د دې په باور سي وي د دې پوښتنې ځواب نه دی. دا وړاندیز کوي چې د کار پلټونکي په توګه داسې څه ووایی چې ستاسې په سي وي کې نه دي ویل شوي او څه ډول ستاسې وړتیاوې له کمپنۍ سره مرسته کولی شي.
داسې ووایئ:« غواړم د هغه ټیم غړی شم چې A  او B کارونه یې کړي او فکر کوم چې په X, Y او Z کې زما تجربه به له موږ سره مرسته وکړي چې تر دې هم ښو پایلو ته ورسېږو.»
داسې مه وایئ:« زه په X, Y او Z کې ډېره تجربه لرم او زه فکر کوم چې دا به د یاد پوست لپاره مناسبه وي.»
درېیمه پوښتنه: تاسې د کمپنۍ او هغه پوست په اړه چې غواړی ترلاسه یې کړی کافي معلومات لرئ؟
یوازې دا بسنه نه کوي چې تاسې د کمپنۍ په اړه په ګوګل کې معلومات راټول کړی او فکر وکړی چې کورنۍ دنده مو ترسره شوې او د پوست په اړه مو معلومات ترلاسه کړي دي.
مېرمن الکسا لیکي:« څومره ډېر مو چې له وسه کېږي په هماغه اندازه معلومات راټول کړئ، نه یوازې د کمپنۍ په اړه بلکې د هغه پوست په اړه چې تاسې وړاندیز ورته کوی، د هغه ټیم په اړه چې غواړی غړي یې شی او د استخدام د مدیر په اړه معلومات هم مهم دي.»
داسې ووایئ:« ماته څرګنده شوه چې تاسې د X په برخه کې بګرونډ لرئ، څنګه تاسې خپل ټیم د خپلو اهدافو په اړه خبروئ.»
داسې مه وایی:« د Z په کمپنۍ کې کار کول به څنګه وي؟»
نور بیا...
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.