
حبيب وقار
اوس د افغانستان جګړه په يوه نړيواله اندېښنه بدله شوې، ځكه چې د ناټو په څېر قوي ځواك نن په افغانستان كې له ناتوانۍ سره مخ دى، په دې وروستيو كې د ناټو ډېر غړي د افغانستان له جګړې څخه په شا شوي او غواړې چې خپل ځواكونه له هېواد څخه وباسي، ځكه چې دوى ته څرګنده شوه چې په دې هېواد كې جګړه كول او جګړه ګټل ډېره ستونزمنه خبره ده. د برتانيې د ډيلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه كې ويلي چې د برتانيې چورلكې د افغانستان له جګړې او د طالبانو په وړاندې بې وسه دي. نوموړې ورځپاڼه زياتوي، چې د برتانيي د دفاع وزارت خپلو پوځونو ته په افغانستان کې د جګړې په مهال د دوى د اړوندو چورلکو په کارولو بنديز لګولى او د دې کار لامل يې دا بللى دى، چې د دوى چورلکې د طالبانو د جنګياليو د توغنديو او مرميو په وړاندې په زغره وال سېستم نه دي سمبال شوې.
نن ورځ برتانيه چې ځان ته يو نړيوال ځواك وايي، د افغان دولت له مخالفينو سره چې هېڅ ډول پرمختللې وسله نه لري، د جګړې په مهال كمزوري ښيي، سره د دې چې برتانويان هر ډول وسله په واك كې لري.
نوموړې ورځپاڼه د برتانوي پيلوټانو په حواله ليکي، چې د دوى په شپږو ميرلين پوځي چورلکو کې د توغنديو او مرميو ضد زغروال سېستم په نصبولو کې بې غوري به د دې چورلکو د پيلوټانو، کارکوونکو او سپرليو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د پوځي تجهيزاتو او نظامي چورلکو دا ډول نيمګړتياوې چې برتانوي پوځيان ورڅخه تل سر ټکوي هغه پراخې ډاګيزې نيوکې او انتقادونه دي، چې د دې هېواد جګپوړي پوځي مشران او سياستوال هم سخت ځوروي، دا په داسې حال کې چې د دوى د پوځيانو له لوري د زريپوښ ډوله جيپانو له كارولو سره سره يې بيا هم د مرګ ژوبلې شمېره ورځ تر بلې ډېرېږي.
ورځپاڼه زياتوي، يو برتانوي پوځي چارواكى وايي، چې زه دا نه خوښوم، چې د خپلو چورلکو سپاره پوځيان په داسې حال کې راستنېدونکي ووينم، چې ځانونه يې د چورلکو په پټيو تړلي وي او بدنونه يي د طالبانو په مرميو غلبېل غلبېل وي .
نوموړي د افغانستان په فضا کې د دا ډول چورلکو کارول له هغې لارې سره پرتله کړل، چې ډېر ماينونه په کې خښ شوي وي او څوک ګاډي پرې چلوي .
له بلې خوا څخه برتانويان د خپلو چورلكو د زغروال كولو له لګښت څخه هم وېره لري. د برتانيې چارواکو په (کيفلار) ډوله زغره ييز سسېتم د ميرلين چورلکو د سمبالولو سپارښتنه کړي ده، چې د يوې چورلکې د زغروال کولو بيه (۱۶۸۱۸۵) امريکايي ډالرو ته رسېږي، خو د دوى دا غوښتنه نه ده منل شوې، چې په دې ډول سره د ورځپاڼې په وينا د افغانستان هلمند ولايت ته د دې چورلکو د استولو امکانات هم ورسره لږ شوي دي.
د ډيلي ټلګراف ورځپاڼه وړاندې ليکي، د برتانيې د دفاع وزارت به تر هغې پورې د دا ډول چورلکو کارول وځنډوي، ترڅو چې په زغره ييزو وسايلو سمبال شوي نه وي او يا به يې له ناڅرګندو خطرناکو ناتضمين شوو عواقبو سره له مخامخ کېدلو سره سره د افغانستان په لور استوي، چې د دې کار پايلې هم له خطر څخه ډکې دي.
ورځپاڼه د تر لاسه کړو استخباراتي معلوماتو په استناد ليکي، چي وسلوال طالبان له دې سره مينه لري، چې له دوى سره په پرېمانه موجودو توغنديو او وسلوسره د برتانوي پوځيانو لېږدوونكې ځانګړې برتانوي چورلکې په نښه کړي او را ويې غورزوي.
په داسې حال كې د برتانيې چورلكې د افغانستان د دولت د مخالفينو له زور څخه سرټكوي چې دې هېواد ته د دوى د راتګ اتم كال پوره كېدونكى دى، چې په دې اتو كلونو كې دوى په دې هېواد كې هر ډول وسلې وكارولې او د همدې چورلكو په وسيله يې د ډېرو بې وزله او ملكي افغانانو ژوند ته د پاى ټكى كېښود، دوى په همدې چورلكو د ډېرو بې وزلو افغانانو ژوند واخيست او د دوى دا كارونه د ټولو افغانانو د نفرت او كينې لامل وګرځېدل. كه چېرې دوى ته تر دې هم پورته او زغره والې الوتكې وركړل شي نو كېداى شي چې دا ځل به د دوى بې شانه ظلمونه د بهرنيانو په وړاندې د افغانانو له لويو پاڅونو سره مخ شي.