
روسی میلیاردر « اېګور کېساو» په ۱۹۶۶ زېږدیز کال زېږېدلی دی. نوموړي د لومړنیو زده کړو تر بشپړلو وروسته د مسکو په دولتي انسټېټیوټ کې نړیوالې اړیکې لوستې دي.
لا پر زده کړو بوخت و چې سوداګري یې پیل کړه. په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې یې د « مېرکیوري» په نوم یو شرکت رامنځته کړ چې له بهر څخه به یې خوراکي توکي او شراب واردول. د وارداتو په برخه کې تر څه مودې بریالي کاروبار وروسته یې له یو شمېر مشهورو نړیوالو کمپنیو سره کار پیل کړ.
د « پلیپ» په نوم له یوې مشهورې کمپنۍ سره یې د وېش په برخه کې کار پيل کړ. مېرکیوري په روسیه کې د پلیپ وېشونکې شوه. پر دې سربېره یې په نړیواله کچه د سګرېټو د څو مشهورو کمپنیو د وېش مسئولیت هم پر غاړه واخیست.
نوموړی اوسمهال په روسیه کې د سګرېټو د ټول مارکېټ پر ۷۰ سلنې کنټرول لري چې له همدې کبله د روسیې د سګرېټو پاچا بلل کېږي.
د مېرکیوري په نوم د کمپنۍ بریالیتوب یې یو شمېر مخکښ شرکتونه وهڅول چې ونډې یې وپېري. د ۲۰۱۳ زېږدیز کال په ډسمبر کې پلیپ موریس او د جاپان ټباکو انټرنېشنل د مېګاپولیس په نوم د مېرکیوري د یوې فرعي کمپنۍ ۴۰ سلنه ونډې په ۱،۵ میلیارده ډالره وپېرلې.
اېګور وروسته د انرژۍ او تېلو برخې ته مخه کړه. په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې یې د «Sibir Energy» په نوم د تېلو د یوې کمپنۍ ونډې له پخواني میلیاردر «Shalva Chigirinsky» څخه واخیستلې. څلور کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۹ کال کې یې دا ونډې بېرته د روسیې د نفتو پر دولتي شرکت ګازپروم باندې وپلورلې.
د نوموړي نوې پانګونه د خوراکي توکو د حلقوي پلورنځیو په یوه کمپنۍ کې ده چې په چټکۍ وده کوي. د ډیکسي په نوم دا کمپنۍ په روسیه کې د خپل ډول درېیمه ستره کمپنۍ ده. د دې کمپنۍ کلني عواید په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې دوه میلیارده ډالره بلل شوي وو.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د سپټمبر د ۱۲ نېټې د شمېرو له مخې اېګور دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او د روسي میلیاردرانو ترمنځ ۳۴ ام ځای لري.
نوموړي چې نوم یې په سېلف بېلیونرز کې راځي واده کړی، دری اولادونه لري او د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي. دی یوازې د روسیې تابعیت لري او د لسانس تر کچې زده کړې یې کړې دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.