د کابل په شش درک کې ځانمرگى بريد، د انتخاباتو رانېژدې کېدل او ولس اندېښنې

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د کابل د شش درک په سيمه کې، چې په کابل کې له ټولو امنيتي سيمو گڼل کيږي ځانمرگى بريد شوى سيمې ته د ځانمرگي بريدکوونکي ننوتل د کورنيو چارو وزارت هيښ کړى دى او ناڅاپي پلټنې پيل کړي، چې څنگه دغه سختې امنيتي سيمې ته ځانمرگي بريدکوونکي خپل موټر ورننويستى يا طالبانو د کوم تخنيک څخه کار اخستى، چې دغې سيمې ته ورننوت امنيتي چارواکي خو ورسره لاس نه لري دا هغه خبرې وې، چې د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري خبريالانو سره په خبرو کې وکړې د کورنيو چارو د وزارت د اعلاميې له مخې په دې بريد کې زياتره مرگ ژوبله ولسي وگړو ته اووښتې د ايساف په يوې اعلاميه کې ويل شوي، چې په بريد کې يو شمېر عسکر ټپيان شوي دي خو مړه نه دي په ټپيانو کې د پارلمان يوه غړې حوا نورستانۍ هم شامله ده بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو سره په اړيکو د ځانمرگي بريد پړه منلې او څرگنده کړې يې ده، چې په دې بريد کې پنځه وويشت بهرني سرتيري وژلي دي او بريد د احمد په نامه يو طالب ترسره کړې دا، چې ټاکنو ته د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي او بيا د چارواکو په خبره په دې بريد کې زياتره ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اړولې ملکي وگړي له اندېښنې سره مخ کړي دي او بله دا، چې د کورنيو چارو وزارت د انتخاباتو په درشل کې د کلکو امنيتي تدابيرو د چمتو والي هوډ هم څرگند کړى او په کابل کې يې د نوي ټيکنالوژۍ له مخې يې امنيتي کامرې ځاى په ځاى کړي دي، چې د امنيت گډوډ کوونکي په وخت څرگند او ونيول شي خو ددې ډول پېښو څخه څرگنديږي، چې د کورنيو چارو د وزارت لخوا امنيتي تدابير کمزوري دي او هغه ډاډ يې، چې ولس ته ورکړى اوس پرې ولس ډاډمن نه دى د انتخاباتو لپاره ولس کلک امنيت غواړي، چې امنيت نه وي، نو کابل کې هم ولس دې ته نه حاضريږي، چې د ټاکنو حوزو ته لاړشي ولايتونه، ولسوالۍ او کلي خو له امنيت څخه ډير لري دي، چې د کورنيو چارو وزارت هلته امنيت سل په سلو کې ډاډمن کړي له دې ښکاري، چې په کابل کې امنيت سره د کلکو امنيتي تدابيرو سل په سلو کې نه دى ټينگ شوى له ٧٠ فيصدو هم کم دى ولس په کابل لاڅه، چې په ټول هېواد کې د کورنيو چارو وزارت څخه سل په سلو کې امنيت غواړي او بيا ټاکنې
qadirandewal@yahoo.com