زما د ولس فکري قاتلان!!!


د ژوند پیل انسان په اصولو کوي،لمړۍ اصول زده کوي بیا ژوند پیل کوي او هغه څه چې ژوند ته پیاوړتیا ورکوي په انساني ټولنه کې پاتي کیدل یو بل ته اخترام کول دي،که دا هر څه نه وي انسان ژوند نه شي کولی او که ژوند کوي دا ژوند به يې ډیر لنډ او تنګ وي چې په ولاړو اوبو کې د نیمه ساه اخستونکي ماهي په څیر وي.
راځو خپلي ټولني ته چې ځیني انسانان پکي په همدي ډول ژوند کوي چې نه يې پیل او نه يې پای معلومه وي اکثره وخت بعضي انسانان داسي فکر کوي چې زه له ټولني پورته یم خو دوي ملامت نه دي د ارواپوهني له نظره دوي یو ډول عقدوي انسانان دي چې په ځان کې د ځان په لټه ورک دي او هیڅ وخت ځان نه شي موندلی ځکه چې ځان موندنه په نورو انسانانو کې ده،که نور انسانان دي پیداکړل پوه شه چې ځان پکي ډیر زر پیداکولی شي.
دوي دا نه چې یو ملت ته سپکاوي کوي بلکي غواړي سلسله وار د قومونو فکرونه له منځه یوسي تر څو هغو خلکو ته لاره هواره شي چې له دوي د لاسپوڅي یا ګوډاګيانو په څیر کار اخلي.
په پښتو کې یو متل چې وايې د ولس زور د خدای زور دی
یعني هغه ولسونه چې ویښ مشران او ځوانان ولري هیڅ وخت ماتیدونکي نه دي او نه د بل تر پنجو لاندي راتلای شي
د سرخط په نامه له ارګه خپریدونکي ورځپاڼي هغه څه چې یو قوم نه بلکي ټول ملت ته پکي توهین شوی وو خپاره کړي وو،او غوښتل يې د همدي لاري زما د ولس فکر ووژني چې دا کار یوازي هغه عقدیان کوي چې د ځان له ټولني پورته بولي او یا هم بلواکه او پردي لاسپوڅي وي،ځکه په هر ملت کې یو قوم ته توهین کول ټول ملت ته توهین دی،
له ارګه خپریدونکي سرخط ورځپاڼي لیکلي دشینوارو د ستر قوم په اړه لیکلي وو چې د شینوارو قوم په هر کور کې یوه د هېروینو کارخانه موجوده ده او ډیرۍ ښځینه يې په نیشه روږدي دي
دلته څو پوښتني پیدا کیږي چې باید جواب شي
لمړۍ: سرخط ورځپاڼه چې د حکومت لخوا ورته بودیجه ورکول کیږي د ملت د اګاهۍ لپاره ده او که ملت ته د سپکاوي په تکل جوړه شوي چې تر څو دا پاتي فکري ملت هم په قوم پرستیو وویشي؟
دویم: د سرخط دا راپور په کومو شواهدو سم دی،چیرته دي داکارخاني او هلته چې دولت موجود دی ولي يې په وړاندي اقدام نه کوي؟
دریم: آیا سرخط دا سروي کړي چې د شینوارو په هر کور کې د هېروینو کارخانه موجوده ده،که يې کړي وي قره شواهد دي ملت ته وړاندي کړي چې ملت يې د خلاصون لپاره لاس په کار شي.
دا دري پوښتني هغه اساسي پوښتني دي چې باید د سرخط په نامه له ارګه خپریدونکي ورځپاڼي مسولین يې ملت ته جواب ووايې
په یو شته نظام کې چې دا ډول بې بنسټه توهینونه د یو قوم پروړاندي راپورته کیږي د نظام واکداران تري پوښتنه کوي چې په کوم بنسټ تا دا خبره کړي،خو نن یو لوی قوم ته توهین شوی او هغه هم د شته نظام خپریدونکي ورځپاني کړی چې دلته د نظام شتون تر پوښتني لاندي راځي
چې آیا! په رښتیا مونږ حکومت لرو؟مونږ دولت لرو؟
که هو ووایو تر ډیره بریده په خپله هو کې ملت ته پړه او ملامت یو که نه ووایو په هېواد کې شته سرتیرو او په وطن مینو هغو ځوانانو ته چې د هېواد په لاره کې يې د نظام د پیاوړتیا لپاره قربانۍ ورکړي ملامت کیږو
خو بیا هم د نظام شتون ځکه منو چې لا ملتونه ژوندي دي او تر څو چې ملت ژوندی وي نظام هم موجود وي
دولت باید د سرخط هغه راپور په باره کې جدي څیړني وکړي چې یو قوم ته پکي توهین شوی وو که چیرته همداسي بي غوره پاتي شي او هغه کسان چې دا کار يې کړی وو د محکمي میز ته راکش نه کړای شي لري نه ده چې دا ستر قوم به خپله پوښتنه له هغو افرادو چې د بل په خوله يې توهین کړی له ګریوان راونیسي او ولسي محکمي ته يې کش کړي، چې په هغه صورت کې حکومت هم حق نلري چې د ولس پروړاندي ودریږي
په ولس کې شته بدبختۍ چې د تالیب او داعیش په نامه رواني دي او دولت ورته د خیر په غونډۍ ناست دی د همدي حکومتي چارواکو له لاسه جوړي دي چې په قاچاقو کې تر ټولو ستر لاس لري او د ډیورنډ توري کرښي دواړه غاړو کې يې خپل وسلوال د طالیب او داعیش په نامه ځای په ځای کړي،ولس يې په منځ کې لکه ترخي مولئ داسي دلیږي
حکومت باید د سرخط په نامه ورځپاڼه بنده او کارکوونکي يې محکمي ته کش کړي او یا يې پر ځای داسي څوک وګوماري چې د توهین او ولس له فکري قوت د خلاصون په ځای ولس ته د ژوند کولو او هېوادني مینه روهیه ورکړي
زما د ولس فکري قاتلان همدا واکداران دي
که حکومت همداسي بي پروا وي نو خاوري دي شي مینځي چې د وینځي کالي مینځي.
د سوکاله په ځان بسایه خپلواک لوی افغانستان په لور...

صفت ځواک