ریچارډ چانډلر؛  د نوي زیلانډ دویم ستر شتمن

 
« ریچارډ چانډلر» د نوي زیلانډ دویم ستر شتمن دی. نوموړی په داسې یوه کورنۍ کې زېږېدلی چې د متحده ایالاتو له شیکاګو څخه دغه هېواد ته کډه شوې وه. د دوی نیکه دری زامن درلودل چې دوه یې په دویمه نړیواله جګړه کې د جګړې پر مهال مړه شول او یوازې د ریچارډ پلار چې تر ټولو کشر و، ژوند خپل هېواد ته ستون شو.
پلار یې له جګړې تر راستنېدو وروسته د شاتو د مچیو له یوه ساتونکي سره کار کاوه. د نورو لپاره تر څه مودې کار وروسته یې په خپله د شاتو د مچیو روزنه پیل کړه. له دې لارې په ترلاسه کړو پیسو یې په په ۱۹۷۲زېږدیز کال کې په اوکلنډ سیمه کې د کورنیو توکو د پلور لومړنۍ هټۍ پرانیستله.
ریچارډ د ښوونځي له لوستلو وروسته د اوکلنډ پوهنتون ولوست. د لنډې مودې لپاره لندن ته ولاړ او له هغه ځایه تر راستنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شو. له راستنېدو سره سم یې د خپلې هټۍ یوه بله څانګه هم پرانیستله او په څو کلونو کې یې د خپلو څانګو شمېر په ټول هېواد کې اتو ته لوړ کړ.
پرون پلور د ریچارډ او د هغه د ورور لپاره ستړکوونکی و، له همدې کبله یې خپل پلار او مور دې ته متقاعد کړل چې باید خپلې ۱۰هټۍ وپلوري او بل کاروبار پیل کړي.
په ۱۹۸۶کال کې موناکو سیمې ته ولاړل او هلته یې د سوریین ګلوبل په نوم د پانګونې یو بنسټ رامنځته کړ. د دې کمپنۍ له لوري د دوی تر ټولو ستره پانګونه په هانګ کانګ کې د دریو دفتري ودانیو اخیستل وو. دوی دغه ودانۍ په داسې وخت کې واخیستې چې په هانګ کانګ کې د برېتانیا اشغال د پای ته رسېدو په حال کې و او له همدې کبله په کې د جایدادونو د بیې د ټیټېدو وېره ډېره زیاته وه.
دغه ودانۍ یې په ۱۹۹۱کال کې بېرته وپلورلې او ۳۰میلیونه ډالره ګټه یې په کې وکړه. د ونډو له لارې د سوریین ګلوبل کمپنۍ لومړۍ پانګه د مخابراتو په یوه برازیلي شرکت کې د ۱،۵سلنې ونډو اخیستل وو.
د ریچارډ او ورور د هڅو په پایله کې سورییس اوس مهال د پانګونې پر یوه ستره کمپنۍ بدله شوې چې دواړه یې له برکته میلیاردران دي. ریچارډ پر هغو کمپنیو د پانګونې له کبله چې له ماتې سره مخ وي مشهور دی. ده په ۲۰۰۶کال کې د خپلې کمپنۍ مرکز سنګاپور ته ولېږداوه. دا کمپنیو اوس د انرژۍ، مالياتو او روغتیا په برخو کې فعالیتونه او پانګونې لري.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵زېږدیز کال د اګېسټ په ۲۰مه نېټه د ریچارډ پانګه دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بللې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ام او په خپل هېواد نوي زیلانډ کې دویم ځای لري.
نوموړی ۵۶کاله عمر لري، خو لا هم مجرد دی.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.