څېړنه: دکوروالي/ سکس پرمهال دښځو دماغ ته څه ورپېښیږي.

 
ځینې داسې فکر کوي، چې جنسي جذب او لېوالتیا به له عقل څخه پیلیږي، خو یوه نوې څیړنه وايي هر څه همالته پای ته رسیږي، امریکايي څیړونکي وايي: موږ هغه راز کشف کړی دی،چې دسکس / کوروالي پرمهال دښځو دماغ ته څه ورپېښیږي، دوی دجنسي لړزې پرمهال دښځې د دماغ فعالیت څارلی دی.
په نیوجرسي کې د Rutgers پوهنتون څیړونکي وايي دسکس پرمهال دښځو ددماغ مختلفې برخې  رابیداریږي ، دوی وايي دښځو په دماغ کې نږدې ۳۰ داسې سیمې شته،چې دکوروالي پرمهال رابیداریږي په دې کې هغه سیمې برخې ژر رابیداریږي، چې دعاطفې. مینې،لمس،  یادونو ، شعور ، خوشالۍ او خوښۍ دبرخې مسوولیت لري.
 
دسکس له لړزې دوه دقیقې وړاندې د دماغ هغه برخې هم رابیداریږي، چې دجایزې له برخې سره تړاو لري( دخوړو او څښلو پرمهال هم رابیداریږي) له لړزې لږه موده وړاندې د دماغ نورې برخې لکه قفل هم رابیداریږي، دا سیمه د جسد/ بدن دلمس مسوولیت لري، تر ټولو وروسته ،چې رابیداریږي هغه د هیپوتالاموسسیمه ده ، دا سیمه د ګرموالي، لوږې، تندې او ستړیا اړوند هغه ده.  
څیړونکي وايي : جنسي راپاریدنه د ښځې عصبي سیستم بې هوښه کوي، د درد هیڅ احساس نه کوي، په  Rutgers پوهنتون کې څیړونکي هڅه کوي، چې دسړی د دماغ نخچه هم ولولي، چې دسکس/ کوروالي پرمهال دسړی دماغ ته څه پېښیږي، خو پخوانیو څیړنو ښودلې ده، چې دسکس پرمهال دسړی او ښځې داحساس توپیر لري.