په شرکتونو کې د پرمختګ ۱۰ قوانین

 
لومړۍ برخه
په شرکت او کمپنۍ کې د پرمختګ لپاره هڅه ډېر کله له ستونزو او ننګورنو سره ملګرې وي. هېڅ داسې جادويي فورمول نه شته چې په دې برخه کې ستاسې بریا تضمین کړي. د دغه کار لپاره یوازې یو څو ساده قانونین شته چې که غواړی بریالی شی، باید له هغوی پیروي وکړئ.
« زر کیلومتره سفر په لومړني ګام پیلېږي»
پورتنۍ جمله چینايي فیلسوب «لائوتزو» تر میلاد شپږ پېړۍ وړاندې ویلې ده. دا جمله په حقیقت کې داسې فوق العاده سپارښتنه ده چې له هغه وخته تر ننه پر خپل ځای پاتې ده.
په شرکت کې د پرمختګ او بریا لپاره لس ساده قوانین په لاندې ډول دي:
لومړی: هېڅوک د هېڅ شي مستحق نه دي!
دا تل په یاد ساتئ: هېڅوک په شرکت کې د هغه شي چې لري یې مستحق نه دي. کار او تجربه له استحقاق سره هېڅ راز اړیکه نه لري، هر شی په پرمختګ او بریا پورې تړلې دي. که مو تل کارونه په سمه بڼه او بې تېروتنې ترسره کړی، ډاډه اوسئ چې بریا به هم ستاسې انظار باسي.
دویم قانون: له وخت څخه مو تر وسه ډېره ګټه پورته کړئ.
که د وخت له نظر خپل کار ته ژمن پاتې نه شي، ډاډه اوسئ چې پرمختګ به ونه کړئ. لوی او مسلکي شرکتونه د خپلو کارکوونکو ژمنتیا او همکاري د هغوی د وخت تېرولو د څرنګوالي له لارې اندازه کوي. نو له همدې کبله هڅه وکړئ چې خپل وخت تنظیم او څومره چې توانېږئ په کاري وخت کې ګټور کارونه ترسره کړئ. دا مهمه نه ده چې دنده مو څه ده، په کاري ورځو لږ سخت او تر اصلي وخت ډېر کار وکړئ.
درېیم قانون:
له رییس سره په شخړه کې بریا ناشونې ده
یو له هغو کارونو چې کولی شي ډېر په سادګۍ تاسې له خپلې دندې خلاص کړي له رییس سره شخړه ده. له دې اړخه ډاډه اوسئ چې په هېڅ صورت به بریالي نه شی. البته دې ته مو پام وي چې نظري اختلاف او مباحثه له شخړې سره توپیر لري. مباحثه ډېر وخت مرسته کوي چې افراد او شرکتونه غوره پرېکړې وکړي. تاسې به هم له خپل رییس سره ډېر بحثونه کړي وي او نور به هم وکړئ. څومره چې کولی شی بحث وکړی، خو هېڅ وخت اجازه مه ورکوی چې بحث مو پر شخړه تبدیل شي. کولی شی خپل نظریات څرګند کړئ، خو تل د رییس وروستی نظر ومنئ.
نور بیا...
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.